د حجة الوداع خطبه
د حجة الوداع خطبه
د حجة الوداع خطبه د رسول الله ﷺ اخري او مهم ترینه خطبه ده. دا هغه خطبه ده چې هغه ﷺ د هجرت په لسم کال د ذی الحجې په ۹مه او ۱۰مه د عرفات په میدان کې ورکړه. حجة الوداع ګواکې د نبوت د زمانې تر ټولو لویه اسلامي غونډه وه. په هغه وخت کې کابو یو لک او پنځه ویشت زره صحابه جمع و. هغه وخت د وفات نه کابو دوه میاشتې وړاندې یې دا خطبه ورکړه. په هغې کې هغه ﷺ د ټولو خبرو اخري اعلان وکړ د څه لپاره چې رالېږل شوی و.
د حدیث په کتابونو کې د حجة الوداع ذکر په تفصیل سره شوی دی، خو د حجة الوداع خطبه په یو روایت کې هم پوره نه ده راغلې. په مختلفو روایتونو کې د دې بېلې بېلې برخې موندل کیږي. ډېری عالمانو د دې برخو د یوځای کولو هڅه کړې ده.
دغه خطبه په یو لفظ کې د خدای د لویوالي او د انسان د مساوات اعلان و. هغه ﷺ وویل چې د انسانانو تر منځ سم تقسیم یوازې یو دی او هغه دا دی چې څوک خدای پرسته دی او څوک خدای پرسته نه دی. له دې پرته نور تقسیمونه مصنوعي تقسیمونه دي. هغه ﷺ نور تقسیمونه باطل وګڼل او امت یې مسؤل وګرځاوه چې تل دې د دې اعلان کوي.
د دې اعلان یو عملي اظهار دا و چې کوم وخت یو لک او پنځه ویشت انسانانو ترمنځ هغه ﷺ د خدای د لویوالي او د انسانانو د مساوات دا خطبه ورکړه هغه وخت هغه ﷺ ته تر ټولو نژدې دوه ازاد شوي غلامان وو. یو بلال حبشي چې د هغه ﷺ د سورلۍ مهار یې نیولی و. او دوهم اسامه بن زید چې د هغه ﷺ پر سر یې د ټوټې سیوری جوړ کړی و.
په وروسته مخونو کې دغه مهمه خطبه راغلې ده. لومړی یې نبوي عربي خطبه ده او وروسته یې د پښتو ژباړه.
نص الخطبة التی خطبها رسول الله ﷺ یوم عرفة
((ان دماءکم وأموالکم حرام علیکم کحرمة یومکم هذا، فی شهرکم هذا، فی بلدکم هذا، ألا کل شئ من أمر الجاهلیة تحت قدمی موضوع، ودماء الجاهلیة موضوعة، وأن أول دم أضعه من دمائنا دم ابن ربیعة بن الحارث کان مسترضعا فی بنی سعد فقتله هذیل، وربا الجاهلیة موضوع، وأول ربا أضع من ربانا ربا العباس بن عبدالمطلب، فأنه موضوع کله، فاتقوا الله فی النساء، فأنکم اخذتموهن بأمانة الله، واستحللم فروجهن بکلمة الله، ولکم علیهن ألا یوطئن فرشکم أحد أتکرهونه، فان فعلن ذلک فضربوهن ضربا غیر مبرح، ولهن علیکم رزقهن وکسوتهن بالمعروف، و قد ترکت فیکم ما لن تضلوا بعده ان اعتصمتم به کتاب الله و سنة نبیة، وأنتم تسألون عنی، فماذا أنتم قائلون؟ قالوا نشهد أنک قد بلغت و أدیت ونصحت، فقال بأصبعة السبابة یرفعها الی السماء وینکبها الی الناس اللهم أشهد ثلاث مرات.
نص الخطبة التی خطبها فی اوسط أیام التشریق
((یا أیها الناس! هل تدرون فی أی شهر أنتم وفی أی یوم أنتم وفی أی بلد أنتم؟ فقالوا: فی یوم حرام، وبلد حرام، وشهر حرام، قال: فأن دماءکم وأموالکم و أعراضکم علیکم حرام، کحرمة یومکم هذا فی شهرکم هذا، وفی بلدکم هذا، الی یوم تلقونه، ثم قال: اسمعوا منی تعیشوا، ألا، لا تظلموا، ألا لا تظلمو، ألا لا تظلموا، أنه لا یحل مال امریء مسلم ألا بطیب نفس منه، ألا! وان کل دم ومال ومأثرة کانت فی الجاهلیة تحت قدمی هذا، الی یوم القیامة او أن أول دم یوضع دم ربیعة بن الحارث بن عبدالمطلب، کان مسترضعا فی بنی لیث فقتله هذیل، ألا! وأن کل ربا فی الجاهلیة موضوع، وان الله عز وجل قضی أن أول ربا یوضع ربا العباس بن عبدالمطلب، لکم رءوس أموالکم، لا تَظلمون ولا تُظلمون، ألا! وأن الزمان قد استدار کهیئته یوم خلق السماوات والارض، ثم قرأ ((أن عدة الشهور عند الله اثنا عشر شهرا فی کتاب الله یوم خلق السماوات والارض، منها أربعة حرم، ذلک الدین القیم، فلا تظلموا فیهن أنفسکم))، ألا! لا ترجعوا بعدی کفارا یضرب بعضکم رقاب بعض، ألا! أن الشیطان قد أیس أن یعبده المصلون، ولکنه فی التحریش بینکم، واتقو الله فی النساء، فأنهن عندکم عوان لا یملکن لأنفسهن شیئا، وأن لهن علیکم حقا، ولکم علیهن حقا ألا یطئن فرشکم أحدا أغیرکم، ولا یأذن فی بیوتکم لأحد تکرهونه، فأن خفتم نشوزهن، فعظوهن، واهجروهن فی المضاجع واضربوهن ضربا غیر مبرح، ولهن رزقهن وکسوتهن فی المعروف، وأنما اخذتموهن بأمانة الله، دأستحللتم فروجهن بکلمة الله غز وجل، ألا ومن کانت عنده أمانة فلیؤدها الی من ائتمنه علیها وبسط یدیه، وقال: ألا هل بلغت؟ ألا! هل بلغت؟ ثم قال: لیبلغ الشاهد الغائب، فأنه رب مبلغ أسعد من سامع.
ژباړه: بې له شکه ستاسو وینه او ستاسو مال پر تاسو حرام دي څنګه چې ستاسو دغه ورځ، دغه میاشت او په دغه ښار کې حرام دي. واورئ چې د جاهلیت هر څه زما له پښو لاندې دي او د جاهلیت ټوله وینه باطله ګرځول شوې ده او له ټولو وړاندې چې زه کومه وینه باطله ګرځوم هغه زموږ وینه، د ربیعه بن حارث وینه ده. هغه د بنی سعد نه یوه ښځه وغوښتله چې ماشوم ته شیدې ورکړي بیا هذیل هغه وواژه. او د جاهلیت ټول سود باطل دی. او له ټولو وړاندې چې زه کوم سود باطل ګرځوم هغه زموږ د کورنۍ سود، د عباس بن عبدالمطلب سود دی، هغه ټول باطل دي. تاسو د ښځو په اړه له خدایه ووېرېږئ. الله تاسو ته هغوی د امانت په توګه درکړي دي. او د هغوی شرمځایونه د الله په کلمې سره حلال شوي دي. او پر هغوی باندې ستاسو دا حق دی چې هغوی ستاسو په بستره بل څوک، چې د هغه راتلل تاسو ته خوښ نه دي، باید پرې نه ږدي. که هغوی داسې وکړي نو تاسو یې داسې وهلئ شئ چې ښکاره نه شي. او د هغوی پر تاسو حق دی چې په ښې طریقې سره خواړه او جامې ورکړئ. او زه ستاسو په منځ یو شی پرېږدم. که دا په قوت سره ونیسئ نو بې لارې به نه شئ. هغه د الله کتاب دی. او زما په اړه به له تاسو پوښتنه کیږي. تاسو به څه وایاست. خلکو وویل چې موږ شاهدي ورکوو چې تا موږ ته راورسول او اداء دې کړل او خیرخواهي دې وکړه. هغه ﷺ د شهادت ګوته اسمان طرف ته پورته کړه او بیا یې خلکو طرف ته کړه او ویې ویل چې ای الله ته شاهد اوسه، ای الله ته شاهد اوسه.