د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

دوهمه خطبه

فصل: 5

دوهمه خطبه

ای خلکو ایا تاسو پوهېږئ چې تاسې په کومه میاشت، کومه ورځ او کوم ښار کې یاست. خلکو وویل چې موږ په حرامه ورځ، حرام ښار او حرامه میاشت کې یو. هغه وفرمایل چې ستاسو وینه او ستاسو مال او ستاسو عزت پر تاسو داسې حرام دي لکه څنګه چې ستاسو دغه ورځ، دغه میاشت او دغه ښار حرام دي. بیا یې وفرمایل زما خبرې واورئ او د دې مطابق ژوند تېر کړئ. باخبر، ظلم ونه کړئ، باخبر، ظلم ونه کړئ. بې له شکه د یو مسلمان مال اخیستل جایز نه دي خو که هغه راضي وي. واورئ، د جاهلیت هره وینه او مال او شرف تر قیامته زما له پښو لاندې دي او لومړۍ وینه چې باطل ګرځول کیږي هغه د ربیعه ابن حارث ابن عبدالمطلب وینه ده. هغه د بني سعد نه یوه ښځه وغوښته چې ماشوم ته شیدي ورکړي. بیا هذیل هغه وواژه. د جاهلیت ټول سود باطل ګرځول شوي دي. او الله تعالی دا فیصله کړې لومړی سود چې باطل ګرځول کیږي هغه د عباس بن عبدالمطلب سود دی. ستاسو لپاره ستاسو خپل رأس المال (قرض ورکړل شوې پیسې چې سود پکې شامل نه وي) دی. مه ظلم کوئ او نه دې پر تاسو ظلم کیږي. واورئ، زمانه وګرځېده (نو هغه اوس) په همدې نقطې ده کومه ورځ چې الله تعالی ځمکه او اسمان پېدا کړي و. بیا هغه دغه ایت ولوسته: خدای له نظره د میاشتو شمېر دولس دی، د خدای په کتاب کې، کومه ورځ چې هغه ځمکه او اسمان پېدا کړ. په دې کې څلور میاشتې محترمې دي. همدغه سیده دین دی، نو تاسو په دې کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ. واورئ له ما وروسته کافران نشئ چې په خپلو کې د یو بل څټونه وهئ. واورئ، شیطان له دې مایوسه شوی دی چې لمونځ کوونکي به د ده عبادت وکړي، خو په خپلو کې به مو په جنګ اخته کړي او هغه به خپل مقصد حاصل کړي. او د ښځو په اړه له الله ووېرېږئ. ځکه چې هغوی ستاسو د لاس لاندې دي. هغوی د ځان لپاره هېڅ نه شي کولی او هغوی پر تاسو حق دی او تاسو پر هغوی حق دی، دا چې ستاسو پر بستره له تاسو پرته بل څوک پرې نه ږدي او نه داسې څوک په کور کې پرېږدي چې ستاسو خوښ نه وي. بیا که تاسو ته د نافرمانۍ اندېښنه محسوسه شي نو نصیحت ورته وکړئ او ترې بېل شئ. او که وهئ یې نو په زوره یې مه وهئ. او په ښې طریقې سره یې خواړه او جامې حق دی. الله تاسو ته دوی د امانت په توګه درکړي دي. او د دوی شرمځایونه د الله په کلمې سره حلال شوي دي. واورئ، چا سره که څه امانت وي هغه دې خپل څښتن ته وسپاري. لدې وروسته هغه خپل دواړه لاسونه وغځول او ویې فرمایل. ایا ما در ورسول. ایا ما در ورسول. بیا هغه وویل چې څوک حاضر دي دوی دې غیر حاضرو ته ورسوي ځکه چې ډېر هغه خلک چې هغوی ته به ورسول شي هغوی د اورېدونکو نه ډېر نېکمرغ دي. (مسند احمد)

تشریح:  د دې ټولې خطبې خلاصه په دې لفظ کې ده: الا لا تظلموا، الا لا تظلموا. (باخبر ظلم ونه کړئ. باخبر ظلم ونه کړئ) د دې خطبې هدف د ظلم هره دروازه بندول دي که هغه د دروغو تورونو له وجې پېدا کیږي یا د غلط قوانینو له وجې یا د کبر او سرکشۍ له وجې.

د دې هدف لپاره اعلان شوی دی چې په اصولي توګه د هر سړي وینه، د هغه مال او د هغه ابرو د نورو لپاره حرام دي. خو که د الله د ښکاره قانون پر بنسټ د دې جواز ثابتیږي. د جاهلي دودونو او انتقامي احساساتو لاندې د یو بل خلاف چې کوم کارونه کیږي، هغه په مطلق ډول منع وګرځول شول.

سودي راکړه ورکړه په پوره توګه حرام وګرځول شول چې د ټولنې د مختلفو طبقو تر منځ اقتصادي ظلم پیدا کوي. همدارنګه په نورو غیر مستقیمو طریقو سره ټولنیز انصاف کې خنډ دی. د ښځو حقونه په ښکاره توګه وټاکل شول. او سړي یې د دې نه منع کړل چې ښځه له ځانونو کمزورې وبولي او ظلم پرې وکړي.

د انسانانو تر منځ د معاملاتو لپاره یې د خدای کتاب او د رسول الله سنت اخري معیار وټاکه. خلک يې پابند کړل چې هغوی خپله هره شخړه د قران او سنتو د احکامو لاندې حل کړي، که قران او د سنتو پرېکړه د دوی د خوښې مطابق وي او که نه.

مسلمان یې د خپلې ګمراهۍ د یوازیني سبب نه منع کړل، او هغه په خپل منځو کې جنګ دی. خدای اخري دین دومره محفوظ او قوي کړی دی چې په دین کې د وراني لپاره شیطان هېڅ کومه لاره نشي موندلی. البته مختلف ډول د دروغو لانجو په رامنځته کولو سره به هغه مسلمانان په خپلو کې په جنګ اچوي. که مسلمانان لدې فتنې وژرغول شول نو بل هېڅ کوم شی دوی ته نقصان نه شي رسولی.

د ایمان غوښتنه دا ده چې په مسلمانانو کې د امانت سپارلو احساس پیدا شي. د خدای دین نورو ته رسول هم امانت دی. د خلکو مالونه هغوی ته بېرته سپارل هم امانت دی. د اهل سړي اهلیت باید ومنل شي او هغه ته ځای پرېښودل هم امانت دی. او مسلمانان د دې پابنده ګرځول شوي دي چې د امانت سپارلو په هره معامله کې هغوی په پوره توګه امین او مسؤل ثابت شي.

د رسول الله دغه خطبه ګواکې یو ژوندی غږ دی. هغه حاجي په ریښتونې معنا حاجي دی چې د حج په دوران دغه غږ واوري او له هغه ځایه په داسې حالت کې راوګرځي چې دغه خطبه د ده د ټول ژوند تګلاره ګرځېدلې وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ