د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د حج حقیقت

فصل: 7

د حج حقیقت

حج د اسلام یوه بنسټي بناء ده. د نورو عبادتونو په شان د دې اصل روح تقوا ده خو بیا هم د دې یوه بېله ځانګړنه هم ده. او هغه دا ده چې دا ابوالانبیاء حضرت ابراهیم علیه السلام د ژوند سره تړلی دی.

د حج هدف دا دی چې د الله کوم بنده د حج ځای ته رسېدای شي هغه دې په خپل عمر کې یو ځل خامخا هلته لاړ شي. هلته دې د مختلفو عملونو په ذریعه د خپلې بشپړې بنده ګۍ ثبوت ورکړي. هلته دې ابرهیمي ځمکې ته لاړ شي او په علامتي توګه دې هغه عملونه تکرار کړي او په همدې توګه دې خپل ظاهر او باطن په ابراهیمي رنګ کې د رنګولو احساس پیدا کړي.

حضرت ابراهیم علیه السلام د کعبې د ودانولو وروسته غږ وکړ چې ای خلکو، راشئ د خپل رب حج وکړئ. د حج سفر همدغه ابراهیمي غږ ته لبيك ویل دي. د حج په دوران هر لوري ته د لبيك اللهم لبيك چې کوم غږونه پورته کیږي دا د همدغه ابراهیمي غږ ځواب دی. د دې معنا دا ده چې حج کوونکی د حضرت ابراهیم علیه السلام غږ ته لبيك وايي او د الله خواته راغلی دی او د دې خبرې منتظر دی چې که دې ته څه حکم هم وشي دا به یې په زړه سره د هغه په پوره کولو کې لګیا کیږي.

د حج لغوي معنا ده اراده کول، د زیارت لپاره تلل. په اسلامي شریعت کې د حج نه مراد هغه کلنی عبادت دی چې په هغه کې سړی مکې ته ځي او د کعبې نه طواف کوي. د عرفات په میدان کې قیام کوي. او نور اعمال ترسره کوي چې د حج مراسم ورته ویل کیږي.

حج یو جامع عبادت دی. په دې کې هم د مال مصرف دی او هم جمسمي مشقت. په دې کې هم د الله ذکر دی او هم د الله لپاره قرباني. حج یو داسې عبادت دی چې په کې د نورو عبادتونو روح هم په یو نه یو شکل کې شامل شوی دی.

د حج د فرضونو د اداء کولو مرکز بیت الله دی چې په مکه کې واقع دی. بیت الله موږ ته د خدای د یو بنده ټول مومنانه ژوند رایادوي چې په پیل کې د حضرت ابراهیم علیه السلام تاریخ دی او پای کې یې د اخري پېغمبر محمد تاریخ دی. بیت الله د دې پېښې یوه یادګاري نمونه ده چې څرنګه د الله یو بنده د الله لپاره خپل هر څه قربانوي. څرنګه هغه خپل ژوند د الله په خوښه کې قالبوي. څرنګه د الله د هدف لپاره خپل ځان په پوره توګه لګوي تر دې چې په همدې حال کې ده ته مرګ راشي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ