د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د الله لوري ته سفر

فصل: 8

د الله لوري ته سفر

د حج سفر د خدای لوري ته سفر دی. دا د دنیا په ژوند کې خپل رب ته د نږدې کېدلو اخري شکل دی. نور عبادات د الله یاد دی، خو حج خپله الله تعالی ته رسېدل دي. عام عبادت که په غیبي سطح د خدای عبادت وي نو حج د لیدلو په سطح د خدای عبادت دی.

کله چې حاجي د کعبې مخې ته ولاړ وي نو داسې محسوسوي ګواکې هغه خپله د کعبې رب مخې ته ولاړ دی. د کعبې نه طواف د دې حقیقت ښکارندوی دی چې بنده خپل رب موندلی دی او د پتنګ پشان د دې نه ګرد چاپېره ګرځي. کله چې هغه ملتزم نیولی وي او دعا کوي نو ده ته داسې محسوسيږي ګواکې ده ته د خپل اقا او مولا لمن په لاس ورغلې ده چې په کې بې اختیاره نغښتل شوی دی او خپلې ټولې خبرې هغه سره کول غواړي.

د حج دا ځانګړتیاوې له دې وجې دي چې د اداء کولو ځای یې یو داسې ځای دی چېرته چې الهي جلوې نازلیږي. خدای دغه ځای د دې لپاره انتخاب کړی دی چې د خدای پرست ژوند لوی داعي حضرت ابراهیم علیه السلام د دیني عمل مرکز جوړ شي. چېرته چې د اسلام پر بنسټ جوړ شوی تاریخ ثبت دی. چېرته چې هر لوري ته د دغه مثالي خدایي انقلاب اثار خپاره شوي دي چې د اخري پېغمبر په لارښوونې کې څوارلس سوه کاله پخوا واقع شوي وو.

دې ډول روایاتو او ځانګړتیاوو بیت الله ته یو فوق العاده اهمیت وربښلی دی. هلته یو خاص ډول روحاني او تاریخي چاپېریال پېدا شوی دی. همدغه وجه ده چې هلته څوک هم لاړ شي خامخا د هغه ځای اغېز پرې کیږي. کله چې سړی حج وکړي او بېرته راګرځي نو داسې راګرځي لکه ګرد او دوړو وهلی سړی چې په سیند کې ولامبي او بېرته راشي.

حج په اسلامي عباداتو کې فوق العاده اهمیت لري. په یو حدیث کې دې ته افضل عبادت ویل شوی دی. خو د حج دغه اهمیت د خپل روح له اعتباره دی نه یوازې د ظاهر له اعتباره. په نورو ټکو کې یوازې بیت الله ته تلل او بېرته راتلل حج نه دی بلکې د هغو کیفیاتو حاصلول حج دی چې لپاره یې حج فرض کړل شوی دی. د حج د افضل عبادت کېدلو معنا دا ده چې کوم کس حج په ریښتیني روح او صحیح ادابو سره اداء کړي د هغه لپاره حج د هغه تر ټولو لوی عبادت شي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ