د عباداتو سردار
د عباداتو سردار
حج الله تعالی سره ليدنه ده. کله چې سړی د حج مقاماتو ته ورسیږي نو په هغه خاص ډول خدايي کیفیات خپریږي. ده ته داسې احساسیږي ګواکې هغه د خپلې دنیا نه وتلو سره د خدای دنیا ته رسېدلی دی، هغه خپل رب لمسوي او د هغه ګرد چاپېره تاویږي. د هغه خواته منډه وهي، د هغه لپاره سفر کوي، د هغه په حضور کې خپله قرباني وړاندې کوي، د هغه دښمن په شګو ولي، له هغه غواړي څه یې چې خوښه وي او له هغه یې حاصلوي څه چې حاصلول غواړي.
کعبه د ځمکې پر مخ د خدای له نښو څخه یوه نښه ده. هلته بې لارې شويو انساني روحونو ته د خدای غېږ ورکول کیږي. هلته د ډبرو پشان کلکو سینو کې د بنده ګۍ چينې راوځي. هلته بې نوره سترګو ته د خدای جلوې ښکاره کیږي. خو دا ټول د هغه کس لپاره دي چې خپل توان سره هلته لاړ شي. بې توانه خلکو ته حج یوازې یو چکر دی. هغوی یوازې د دې لپاره حج ته ځي چې څنګه تللي وو هم هاغسې راوګرځي.
په یو حدیث کې راغلي دي چې الحج عرفة (د عرفات په میدان کې ایسارېدل حج دی) د دې نه د عرفات اهمیت معلومیږي. د حج په وخت کې د عرفات میدان ګواکې د حشر د میدان منظر وړاندې کوي. په یو ټاکلي تاریخ د خدای د بنده ګانو قافلې څلورو خواوو څخه ښکاري چې راروانې دي.
دا ډېر عجیب منظر وي. د ټولو خلکو بدن په یوه ساده جامه (احرام) باندې پټ وي. هر یو خپل امتیازي صفت د لاسه ورکړی وي. د ټولو په خوله یو کلمه ده لبیك اللهم لبیك، لبيك اللهم لبیک. لیدونکي چې دا وګوري نو د قرآن دغه آیت وریادیږي چې په کې ویل شوي دي چې کله د قیامت په ورځ شپېلۍ ووهل شي نو ټول خلک به له قبرونو راپاڅيږي او د خپل رب لوري ته به منډې وهي:
|
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ. يٰس: ۵۱) |
او شپیلۍ به ووهل شي نو ټول خلک به ناڅاپه له قبرونو راووځي او د خپل رب لوري ته به روان شي. |
عرفات ته حاضرېدل د دې لپاره دي چې سړی حشر کې د خدای مخې ته حاضرېدل یاد کړي. څه چې په عملي ډول سبا ته کېدونکي دي هغه دې نن په تصور کې په ځان طاري او خپاره کړي.
حقیقت دا دی چې حج د ټولو عبادتونو سردار دی. څنګه چې د بیت الله درجه د نورو جوماتو په نسبت لوړه ده همدارنګه حج هم د نورو عبادتونو په نسبت لوړه درجه لري.