د حج پیغام
د حج پیغام
حج څه دی. دا د الله لپاره سفر کول دي. د خپل وخت او مال په لګولو سره هغو مقاماتو ته تلل دي چېرته چې د الله یادګارونه دي او کوم ځای سره چې د الله د ریښتینو بنده ګانو یادونه تړل شوي دي. د حج ټول مراسم د دې خبرې عملي ښکارندويي کوي چې سړی د الله لپاره فعال دی، د ده خپل ژوند د الله نه ګرد چاپېره تاویږي. دا د الله د دوستانو دوست او د الله د دښمنانو دښمن دی. د حشر په میدان کې د الله وړاندې د حاضرۍ کیفیت یې د نن نه په خپل ځان راوستی وي. دا په ټولو کې د الله نه ډېر وېرېدونکی او په ټولو کې د الله ډېر یادونکی دی. هغه اسلام د یو عالمي حقیقت جوړلو لپاره او اسلام په ټوله نړۍ کې رواجولو لپاره بې قراره دی.
حج په ظاهر کې یو موقتي عبادت دی. خو په اصل کې د یو مومن د ټول مومنانه ژوند انځور دی. دا تر اخرۍ ساه پورې د بنده ګۍ اقرارنامه ده. سړی د دې لپاره ژوند کوي چې د خپل رب لپاره حج وکړي او د دې لپاره حج کوي چې د خپل رب لپاره ژوند وکړي. حج د مومن د ژوند او هم د مرګ تعبیر دی.
حج ګواکې د الله تعالی زیارت دی. هغه د دنیا په ژوند کې د خپل رب سره د نږدې کېدلو اخري شکل دی. نور عبادتونه که چېرې د الله یاد دی نو حج خپله الله ته رسېدل دي. سړی چې کله د کعبې مخې ته ولاړ وي داسې محسوسوي ګواکې هغه د کعبې د رب مخې ته ولاړ دی. طواف د دې حقیقت ښکارندوی دی چې بنده خپل رب ومونده او د پتنګ پشان د دې نه ګرد چاپېره ګرځي. کله چې هغه ملتزم نیولی وي او دعا کوي نو ده ته محسوسیږي ګواکې د خپل اقا لمن یې نیولې ده چې هغه پکې بې اختیاره نغښتل شوی دی او خپلې ټولې خبرې هغه ته کول غواړي.
د حج دا ځانګړتیا له دې وجې ده چې د اداء کولو ځای یې یو داسې مقام دی چېرته چې الهي جلوې نازلیږي. کوم ځای چې د خدای پرست ژوند لوی داعي سیدنا حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل دیني عمل مرکز جوړ کړی و. چېرته چې د اسلام پوره تاریخ ثبت دی. چېرته چې هر لوري ته د هغې مثالي اسلامي قافلې نښې خپرې شوې دي چې د اخري پېغمبر په لارښوونې کې په شپږمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شوې وې. چېرته چې د خدای دین د لومړي ځل لپاره یوه تاریخي پېښه جوړه شوه. دې شیانو د حرم ټولې سیمې ته یو ځانګړی اهمیت ورکړی دی. هلته د اسلام په حقیقت کې یو ځانګړی تاریخي او نفسیاتي چاپېریال جوړ شو. څوک هم چې هلته لاړ شي هغه بې اغېزې نه پاتې کیږي، دا د خدای د رزق نه یوه داسې برخه راوړي چې د ده په ټول پاتې ژوند کې ده ته د توانایۍ وسیله جوړیږي.
حج په اسلامي عبادتونو کې فوق العاده اهمیت لري. په یو حدیث کې دې ته افضل عبادت ویل شوی دی. دا د ټولو عبادتونو مجموعه ده او په ټولو عبادتونو کې ژوند پېدا کوي. خو د حج دغه اهمیت د خپل ريښتیني روح له اعتباره دی نه یوازې د ظاهري رسمونو او ادابو له اعتباره. په نورو ټکو کې حج یوازې د دې نوم نه دی چې سړی بیت الله ته لاړ شي او څو ځانګړي مراسم اداء کړي او بېرته راوګرځي، بلکې حج د هغو کیفیاتو حاصلول دي چې لپاره یې دغه مراسم مقرر کړل شوي دي. خواړه بې له شکه سړی ځواکمنوي، خو خواړه د هغه سړي لپاره ځواک دی چې د اصولو سره سم یې وخوري. که کوم کس یې یوازې ګوري یا یې پر سر واړوي. نو د ده لپاره ډېر ښه خواړه هم بې فایدې ثابتیږي. همدارنګه د حج حقیقي فایده هم هغه کس ته حاصلیږي چې حج داسې اداء کړي څنګه چې باید اداء شي. د حج د حقیقت په اړه په قرآن کې راغلي دي:
|
اَلۡحَجُّ أَشۡهُرٞ مَّعۡلُومَٰتٞۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الۡحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوْقَ وَلَا جِدَالَ فِي الۡحَجِّۗ وَمَا تَفۡعَلُوا مِنۡ خَيۡرٖ يَّعۡلَمۡهُ اللَّهُۗ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيۡرَ الزَّادِ التَّقۡوَىٰۖ وَاتَّقُونِ يَٰٓأُوْلِي الۡأَلۡبَٰبِ. (البقره ۱۹۷) |
د حج میاشتې معلومې دي. څوک چې په دې کې پر ځان حج مقرر کړي نو په حج کې فحاشي، بې حکمي او جنګ بند دي. او تاسو که کومه نیکي کوئ نو الله په دې باندې پوهیږي. او له ځان سره د سفر خرڅ وړئ او په ټولو کې د لارې غوره خرڅ تقوا ده. ای د عقل خاوندانو له ما نه ووېرېږئ. |
د رفث معنا فحش خبرې کول دي. د فسق مفهوم تقریبا دا دی لکه په پښتو کې چې ویل ګیږي چې "هغه د انسانیت جامې ووېستې" او د جدال معنا یو بل سره جنګ کول دي. دغه درې واړه لغاتونه د هغې بدۍ لپاره استعمالیږي چې په عامه توګه د ژبې نه پیدا کیږي. کله چې مختلف خلک یوځای وي او کوم هوسناکه سړی فحش خبرو په کولو سره جدي ماحول خرابوي. کله د عادت خلاف داسې خبره رامنځته کیږي او سړی خپله ظاهري بڼه (لباده) لرې کوي او ناحقه خبرې شروع کوي. کله چې د چا نه ورته ازار ورسیږي او سړی یې نه شي زغملی نو د هغه سړي سره جنګ کوي.
د حج اجتماع د دې ډوله بدیو نه د ځان ساتلو یو تربیت دی. یو داسې ځای چې ورسره د تقدس او احترام یادونه تړل شوي دي، هلته سړی تللو سره په خاصه توګه د دې تمرین وکړي چې په ټولنیز چاپېریال کې د دې بدیو نه د ځان ساتلو هڅه وکړي. هغه دې خپل ځان د فحش او سطحي خواهشونو نه پورته کړي او نورو جدي شیانو ته دې میلان وکړي. په دې کې باید په هر حال کې د حق او په اصلاح قایمېدلو مزاج وي. په ټولنیز ژوند کې د ناخوښو تجربو په راتلو یا په زړه کې خفه کېدو سره سره هغه د خپل ورور سره جنګ ونه کړي.
کله چې څو سړي سره یوځای شي یا یوځای اوسیږي نو یو ته د بل نه څه نا څه شکایت پېدا کیږي. په حج کې داسې ډېر ځل پیښیږي ځکه چې په حج کې مختلف قسم خلک په ډېر تعداد کې په یو ځای کې جمع کیږي. په نتیجه کې د حج په دوران کې بیا بیا یو بل ته تکلیف رسیږي. اوس که د ذاتي شکایتونو پر بنسټ یو بل سره جنګیږي نو د عبادت فضا ختمیږي او حج مقصد به حاصل نه شي. نو ځکه د حج په دوران کې جنګ او غصه کول په مطلقه توګه حرام ګرځول شوي دي. د همدې لپاره حج یو لوی شي د تربیت ذریعه جوړه شوې ده. ځکه څنګه چې جنګ حج باطلوي همدارنګه د یو مسلمان عام ژوند هم د اسلام نه لرې کوي.
اکثر وخت داسې کیږي چې سړی کوم ظاهري شی د تقوا نښه ګڼي او اختیاروي یې او داسې فکر کوي چې متقیانه ژوند يې حاصل کړ. په داسې حال کې چې د اصل حقیقت له نظره د دې زړه د تقوا څخه په پوره توګه تش وي. ځینې خلک داسې فکر کوي چې د حج په سفر کې د لارې خرڅ نه ساتل د تقوا نښه ده او د دې لپاره ښه اهتمام کوي. خو د لارې د خرڅ اړیکه د حاجت سره ده نه د تقوا سره.
په دې ډوله شیانو کې سړی باید د ضرورت مطابق تیاری وکړي. خو تقوا د دې نه په پوره توګه یو بدل شی دی. د دې تعلق له زړه سره دی. الله ته یوازې د دې نه څوک نه ګرانیږی چې هغه د لارې د خرڅ پرته سفر وکړ او خپل بدن یې بې له ضرورته په تکلیف کې واچاوه. الله ته د زړه تقوا مطلوبه ده. د حج سفر باید د تقوا د لارې خرڅ ذریعه جوړه شي، ځکه چې همدغه هغه خرڅ دی چې د اخرت په سفر کې د سړي پکاریږي. د حج مسافر او د ژوند مسافر لپاره غوره عقل مندي دا ده چې د شهواني خبرو نه ځان وژغوري، هغه د الله د ناخوښو حرکتونو او د جنګونو نه خپل ځان لرې وساتي.