د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

څو اړخه

فصل: 11

څو اړخه

اکثر حاجیان لیدل شوي چې د حج د ارکانو په ادا‌‌ء کولو کې یو څو یادې شوې دعاګانې تکراروي یا یې کتاب په لاس کې نیولی وي او لولي یې. که څه هم د حج فقهي اداء کېدل په دې سره کیږي، خو د حج په دوران د ذکر او دعاګانو نه چې کوم شی مطلوب دی د دې حق په دې توګه نه اداء کیږي. په حج کې په سړي هغه کیفیت تېرېدل پکار دي چې په حضرت ابراهیم علیه السلام او د هغه په کورنۍ تېر شوي و. د مثال په توګه کله چې سړی سعې کوي نو د دې د ژبې نه داسې کلمې وتل پکار دي چې خدایه تا د دغې سعې نه وروسته د هاجرې لپاره د برکت ابدي چینه پېدا کړې وه، زما سعې هم داسې یو سعې وګرځوه چې له دې وروسته زما لپاره د خیر چینې پېدا شي چې د دنیا نه تر اخرت پورې ما ته اوبه راکوي.

السید سابق په خپل مشهور کتاب فقه السنه کې په ریښتیني ډول لیکلي دي:

ویتحب له ان یكثر من الذكر والدعاء ویتخیر منهما ما ینشرح له صدره دون ان یتقید بشئ او یردد ما یقوله المطوفون. فلیس فی ذالك ذكرمحدود الزمنا الشارع به وما یقوله الناس من اذكار وادعیة فی الشوطا لاول رالثانی و هكذا فلیس له اصل ولم یحفظ عن رسول الله شئ من ذالك فلطائف ان یدعوا نفسه ولا خوانه بما شاء من خیری الدنیا والآخرة.

 (الجلد الاول، صفحه ۶۹۴)

طواف کوونکي باید د طواف په وخت ښه ذکرونه او دعاګانې وکړي او د دې نه چې په کوم ډاډه وي د دې د اختیارولو پرته چې د بل چا سره ځان قید کړي یا د معلمینو ویل شوي دعاګانې تکراروي. ځکه چې په طواف کې ټاکلی ذکر نشته چې شارع یې موږ پابند کړي یو. او عوام چې کوم اذکار او دعاګانې لومړي شوط او دوهم شوط او داسې نور لولي د دې کوم اصل نشته. او په دې لړ کې د رسول الله ﷺ څخه څه ثابت نه دي. طواف کوونکی باید د خپل ځان او خپلو ورونو لپاره چې څنګه غواړي د دنیا او اخرت بهتري وغواړي.

د حج مسائل چې په قرآن او حدیث کې راغلي دي هغه دومره کم دي چې په څو مخونو کې لیکل کېدلی شي. خو فقهاوو د نورو عبادتونو پشان د حج هم دومره مسائل راټول کړي دي چې د یو عادي سړي احاطه یې پرې ناشونې کړې ده. د دې "اضافې" په حق کې دا دلیل وړاندې کيږي چې دا د حاجیانو د اسانتیا لپاره وضع کړل شوي دي خو په دې استدلال کې څه وزن نشته. حقیقت دا دی چې یوازې فقهي مسائلو لوستلو سره نه څوک لمونځ کولی شي او نه حج کولی شي. دا داسې کار دی چې په لیدلو سره یې زده کړه کیږي. نو ځکه رسول الله ﷺ د لمونځ د پوره احکامو د ویلو پر ځای داسې ویلي دي. صلوا کما رآیتمونی اصلی (تاسو هم داسې لمونځ کوئ څنګه یې چې زه کوم) همدارنګه په حجة الوداع هم هغه ﷺ وفرمایل چې ما ګورئ او د حج د کولو طریقه زده کړئ (خذ عنی مناسککم)

همدغه سمه طریقه ده. صحابوو به رسول الله ﷺ کاته او لمونځ به یې کاوه. تابعینو به صحابه کتل او تبع تابعینو به تابعین کتل. په همدې توګه دغه سلسله تر اوسه پورې روانه ده. که چېرې خلکو سره یوازې د فقهې په نوم تفصیلي مسائل وای نو خلکو به کله هم صحیح لمونځ نشو کولی. امام ابو حنیفه د دې فن تر ټولو ماهر ګڼل کیږي. خو وکیع وایي چې امام ابو حنیفه هغه ته ویلي و چې ما د مناسکو په اداء کولو کې پنځه تېروتنې کړي دي. بیا یو نايي ماته وویل: (قال وکیع فقال لی ابو حنیفة اخطظت فی خمسة ابواب من المناسك فعلمنیها حجام، ذکره الحب الطبر بالتفصیل)

نن سبا په حاجیانو کې کابو ۹۵ سلنه تعداد د پاخه عمر لرونکي وي. په دوی کې ځینې بېخي بوډاګان وي. تر دې چې د حج د مناسکو اداء کول ورته ډېر ستونزمن وي. دې ډول خلکو لپاره دا بهتره ده چې دوی خپل حج بدل کړي. د حج بدل چې نن سبا د مړو لپاره عام شوی دی هغه اصلا په شریعت کې د همدغه خلکو لپاره دی. په حدیث کې راغلي دي:

من الفضل من عباس ان امرأة من خثعم قالت یارسول الله ان فریضة الله علی عباده فی الحج. ادركت ابی شیخا كبیرا لا یستطیع ان یثبت علی الراحلم افاحج عنه. قال نعم. وذالك فی حجة الوداع (رواه الجماعة)

فضل بن عباس وایي چې د بنو خثعم یوې ښځې رسول الله ﷺ ته وویل چې حج په بنده ګانو باندې د خدای فریضه ده. زما یو بوډا پلار دی، هغه په سورلۍ نشي کېناستلی. ایا زه د هغه لپاره حج کولی شم. هغه ﷺ وفرمایل هو. دا د حجة الوداع یوه پېښه ده.

د حج بدل دوهم صورت دا دی چې یو سړی مړ شوی وي او دا وصیت یې کړی وي چې زما لپاره حج وکړئ. دغه صورت په استنباطي توګه راوځي.

د امام مالک له نظره د مړ شوي کس لپاره حج هغه وخت دی چې د مرګ نه وړاندې یې وصیت کړی وي. قال مالک: انما یحج عنه اذا اوصی، اما اذا لم یوص فلا یحج عنه. لان الحج عبادة غلب فیه جانب البدنیة فلا یقبل النیابة، فقه السنة، الجلد الاول صفحه ۶۷۳

حج په هر هغه کس په ژوند کې یو ځل فرض دی چې توان یې ولري. په حدیث کې راغلي دي چې د مبرور حج اجر یوازې جنت دی. (الحج المبرور لیس له جزاء الاالجنة، بخاری و مسلم) د حضرت عمروبن العاص یو روایت په دې ټکو کې راغلی دی.

لما جعل الله الاسلام فی قلبی اتیت رسول الله فقلت ابسط یدك فلا بایعك. قال فبسط فقبضت یدی فقال مالك یا عمرو. قلت اشترط. قال تشترط ماذا. قلت ان یغفرلی. قال اما علمت ان الاسلام یهدم ما قبله وان الهجرة تهدم ما قبلها وان الحج یهدم ما قبله.

 (رواه مسلم)

کله چې الله زما په زړه کې اسلام واچاوه نو زه رسول الله ﷺ ته راغلم او ورته ومې ویل چې خپل لاس راوږد کړه چې زه درسره بیعت وکړم. هغه وایي چې هغه خپل لاس اوږد کړ، خو ما خپل لاس ونیوه. هغه ﷺ وویل چې ای عمرو دا ولې. ما ورته وویل چې زما یو شرط دی. هغه ﷺ وفرمایل چې څه شرط دی. ما ورته وویل چې زه دې وبخښل شم. هغه ﷺ وفرمایل: ایا تا ته نه دي معلوم چې اسلام پخواني ګناهونه ختموي. او هجرت پخواني ګناهونه ختموي او حج هم پخواني ګناهونه ختموي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ