د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

مبرور حج

فصل: 12

مبرور حج

اکثر خلک مبرور حج د قبول شوي حج هم معنا ګڼي. په داسې حال کې چې د دې مطلب هغه حج دی چې ګناه پکې شامله نه وي (الحج الذی لا یخالطه اثم) حسن بصري چې یو تابعي دی وايي چې مبرور حج هغه حج دی چې سړی ترې داسې راوګرځي چې د دنیا ته یې میلان نه وي او د اخرت شوق په کې پېدا شوی وي (ان یرجع زاهدا فی الدنیا راغبا فی الاخرة). حقیقت دا دی چې که حج په صحیح شعور او جذبې سره وکړل شي نو نه یوازې دا چې د حج په دوران سړی له ګناهونو څخه بچ کیږي بلکې داسې بېرته راګرځي چې د بدیو نه د ده زړه تور وي او د هرې نېکۍ لوري ته په دې کې میلان پیدا شوی وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ