د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د غور وړ

فصل: 13

د غور وړ

یو روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: الحاج فی ضمان الله مقبلا و مدبرا (حاجي د حج نه وړاندې او وروسته د الله په نګرانۍ کې وي)

د حاجي په اړه دغه خبره په پټه معنا کې نه ده بلکې په معلومه نفسیاتي معنا کې ده. حج سره الله داسې ځانګړي اسباب چمتو کړي دي چې د دې ارادې په پیدا کېدلو سره هغه سړي ته خدای وریاديږي او خدای ته یې خصوصي میلان پیدا کیږي. یو کس نیویارک ته په سفر ځي نو په هغه کې د نیویارک نفسیات پیدا کیږي او چې له هاغه ځایه راوګرځي نو په ذهن یې نیویارک غالب وي. همدارنګه څوک چې حج ته سفر وکړي نو هلته له تللو وړاندې او د راګرځېدلو وروسته هغه په خپل ځان کې ځانګړي خدایي نفسیات محسوسوي.

خو د حج دغه فایده په ماشیني انداز نه ده چې خامخا به په خپله حاجیانو ته رسیږي. د دې لپاره ضروري ده چې په حاجي کې د دې موافق استعداد وي. همدارنګه د ټولو فایدو انحصار تل د سړي د خپل استعداد پورې اړه لري. که استعداد وي نو فایده به حاصله شي او که استعداد نه وي نو که سړی د فایدو په چینه کې هم وي نو بیا به هم د فیض څخه بې برخې پاتي شي.

د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه یو روایت په دې ټکو کې راغلی دی:

یأتی علی الناس زمان یحج اغنیاء الناس للنزاهة و اوساطهم للتجارة وقراءهم للریاء والمعة وفقراء هم للمسئلة

په خلکو باندې داسې زمانه راتلونکې ده چې شتمن خلک به د تفریح لپاره حج کوي. او په دوی کې د منځنۍ درجې خلک به د سوداګرۍ لپاره حج کوي او د دوی عالمان به د ځان ښودنې او شهرت لپاره حج کوي او د دوی غریب خلک به د سوال لپاره حج کوي.

د انس رضی الله عنه دغه روایت ډېر وېرونکی دی. د دې په رڼا کې دې د دې زمانې مسلمانان باید په خاصه توګه د ځان سره حساب وکړي. دوی باید غور وکړي چې د دوی حج خو به د دې روایت مصداق نه جوړیږي. شتمن خلک دې فکر وکړي چې د دوی په حج کې د تقوا روح دی او که د چکر او تفریح روح. عام وګړي دې دا فکر وکړي چې دوی د دیني ګټو لپاره حج کوي او که د سوداګریزو ګټو لپاره. عالمان باید فکر وکړي چې هغوی د بنده ګۍ د درس اخیستلو لپاره بیت الله ته ځي او که د خپل لارښوونیز حیثیت اوچتولو لپاره. همدارنګه غریب خلک دې فکر وکړي چې حج د خدای څخه د غوښتلو ذریعه ده او که د انسانانو څخه د غوښتلو ذریعه.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ