حج یو تاریخ جوړونکی عمل
حج یو تاریخ جوړونکی عمل
ویل کیږي چې امام ابو حنیفه ته په دې کې شک و چې په اسلامي عبادتونو کې کوم عبادت افضل دی. کله یې چې حج وکړ نو له هغه وروسته یې وویل چې اوس زما یقین وشو چې حج په ټولو عبادتونو کې افضل عبادت دی.
د حج د دې افضلیت یو خاص اړخ دا دی چې حج یو عظیم خدایي پلان سره اړیکه لري. حج د یو داسې خدایې پلان یادګار دی چې پیل یې د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانه کې وشو او د محمد ﷺ په زمانه کې پای ته ورسېده.
د حج مختلف مناسک د دې خدایي پلان مختلف پړاوونه دي چې حاجي یې د نمونې په توګه تکراروي. حاجي د خپل کور نه د حجاز په لور روانیږي څنګه چې ابراهیم علیه السلام د عراق څخه راووت او حجاز ته راغی. هغه چې مکې ته نږدې شي خپلې ګنډل شوې جامې اوباسي او خپل بدن په دوو څادرونو کې پټوي. دا هم هاغسې ساده جامي دي چې په هغه زمانه کې د ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام وې. حاجي چې کله مکې ته راشي نو د کعبې نه ګرد چاپېره تاويږي. دا هماغه طواف دی چې ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام د الله سره د ژمنې د تصدیق او تقویې لپاره کړی و. حاجې د صفا او مروه ترمنځ اووه ځلي سعې کوي. دا د هاجرې د هغې منډې نقل دی چې په دښته کې یې د اوبو د موندلو لپاره کړې وې. حاجي په منی کې قرباني کوي، دا د هغې قربانۍ سمبولیک تکرار دی چې ابراهیم علیه السلام لومړی یې زوی او له هغه وروسته د خدای په حکم پسه قرباني کړ. حاجي جمرات ته ځي او شیطان په شګو ولي. دا د هغه عمل یادګار دی چې اسماعیل علیه السلام شیطان په شګو ویشتلی و کله یې چې اسماعیل علیه السلام د بې لارې کولو هڅه وکړه. بیا ټول حاجیان په عرفات کې جمع کیږي. دا د هغه عمل اخري شکل دی چې لبيك اللهم لبيك په شکل کې د هر حاجي په ژبه وي. دلته ټول حاجیان په پراخ میدان کې یوځای شوي چې د خپل خدای سره اجتماعي ژمنه وکړي چې دوی به هغه څه کوي چې درس یې د حج په شکل کې ورکړل شو. دوی به د هغو خلکو پشان ژوند تېروي د چا په یاد کې چې حج اداء کیږي.
د حج مناسکو ته په قرآن کې شعائر (نښې) ویل شوي دي. یعنې علامتي شیان. دا په اصل کې په ابراهیم علیه السلام او د هغه په کورنۍ باندې تېرې شوې پېښې دي چې په یاد شوي خدایي پلان په پوره کېدو کې مخې ته راځي. دغه پېښې حاجي په سمبولیک ډول تکراروي او په همدې توګه ژمنه کوي چې دا به هم د دې تاریخ برخه جوړیږي.
حاجي ګواکې دغه ژمنه کوي چې که ضرورت پېښ شي نو هغه به خپله دنیا ورانه کړي او د حق لوري ته به راشي. هغه به ارام او راحت پرېږدي او د قناعت او د ساده ګۍ په ژوند به ځان راضي کړي. دا به د خدای لپاره منډه وهي او د هغه نه به ګرد چاپېره تاویږي. هغه به شیطاني وسوسې په شګو ولي او له ځان څخه به یې لرې شړي. د خدای دین یې چې چېرته بوځي هلته به دی ځي. او که څه وغواړي هغه به یې ورته په حواله کړي. هغه د عمل په ژبه خدای ته وايي چې که بیا د دین لپاره ضرورت پېښ شي نو دا به تر اخري حده پوره چمتو وي چې خپل اولاد ذبح کړي او د دین ضرورت پوره کړي.
د ابراهیم علیه السلام د عراق نه مکې ته راتګ او هلته د دغو پېښو واقع کېدل یو عظیم خدايي پلان و چې دوه نیم زره کاله وړاندې وکارول شو. د دې نه معلومیږي چې د نن نه پنځه زره کاله وړاندې د انسانانو پر ذهن باندې شرک دومره غالب شوی و چې د ژوند یوه شعبه هم ترې خالي نه وه. دغه حالت د یو نسل نه بل نسل ته انتقالېده. د دې په نتیجه کې په انساني نسلونو کې شرک دوام ومونده. او په هغه زمانه کې به چې څوک هم زېږېده نو پر ذهن به یې د شرک غلبه وه او په همدې بنسټ به د هغه روزنه کېدله. په دې اساس به د پیغمبرانو د توحید دعوت په مشرک ذهن هېڅ اثر نه درلود.
اوس خدای جلا جلاله داسې پلان جوړ کړ چې د انسانانو یو داسې نسل تیار کړل شي چې د شرک د چاپېریال نه لرې یې روزنه وشي چې د مشرکانه تسلسل څخه ازادانه فکر وکړای شي. دغه کار د ښار نه لرې په غیر اباده سیمه کې مناسب و. نو د همدې مقصد لپاره د عربو د وچې سیمې انتخاب وشو چې په هغې زمانه کې د ابادې دنیا نه بېله نا آباده سیمه وه.
وَقَالَ مُحَمَّدُ بْنُ إِسْحَاقَ: حَدَّثَنِي [عَبْدُ الله] (5) بْنُ أَبِي نَجِيح، عَنْ مُجَاهِدٍ وَغَيْرِهِ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ: أَنَّ الله لَمَّا بَوَّأ إِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ خَرَجَ إِلَيْهِ مِنَ الشَّامِ، وَخَرَجَ مَعَهُ بِإِسْمَاعِيلَ وَبِأُمِّهِ هَاجَرَ، وَإِسْمَاعِيلُ طِفْلٌ صَغِيرٌ يَرْضَعُ، وحمُلوا -فِيمَا حَدَّثَنِي -عَلَى البُرَاق، وَمَعَهُ جِبْرِيلُ يَدُلّه عَلَى مَوْضِعِ الْبَيْتِ وَمَعَالِمِ الحَرم. وَخَرَجَ مَعَهُ جِبْرِيلُ، فَكَانَ لَا يَمُرُّ بِقَرْيَةٍ إِلَّا قَالَ: أَبِهَذِهِ أُمِرْتُ يَا جِبْرِيلُ؟ فَيَقُولُ جِبْرِيلُ: امضِه. حَتَّى قَدِمَ بِهِ مَكَّةَ، وَهِيَ إِذْ ذَاكَ عضَاة سَلَم وَسَمُر، وَبِهَا أُنَاسٌ يُقَالُ لَهُمُ: "الْعَمَالِيقُ" خَارِجَ مَكَّةَ وَمَا حَوْلَهَا. وَالْبَيْتُ يَوْمَئِذٍ رَبْوَةٌ حَمْرَاءُ مَدِرَة، فَقَالَ إِبْرَاهِيمُ لِجِبْرِيلَ: أَهَاهُنَا أُمِرْتُ أَنْ أَضَعَهُمَا؟ قَالَ: نَعَمْ. فَعَمَدَ بِهِمَا إِلَى مَوْضِعِ الْحِجْرِ فَأَنْزَلَهُمَا فِيهِ، وَأَمَرَ هاجَرَ أمَّ إِسْمَاعِيلَ أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِ عَريشًا، فَقَالَ: {رَبَّنَا (6) إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ} إِلَى قَوْلِهِ: {لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ}
وَلَيْسَ بِمَكَّةَ يَوْمَئِذٍ أَحَدٌ، وَلَيْسَ بِهَا مَاءٌ فَوَضَعَهُمَا هُنَالِكَ، وَوَضَعَ عِنْدَهُمَا جِرَابًا فِيهِ تَمْرٌ وسِقَاء فِيهِ مَاءٌ، ثُمَّ قَفَّى إِبْرَاهِيمُ، عَلَيْهِ السَّلَامُ، مُنْطَلِقًا. فَتَبِعَتْهُ أُمُّ إِسْمَاعِيلَ فَقَالَتْ: يَا إِبْرَاهِيمُ، أَيْنَ تَذْهَبُ وَتَتْرُكُنَا بِهَذَا الْوَادِي الذِي لَيْسَ فِيهِ إِنْسٌ وَلَا شَيْءَ؟ فَقَالَتْ لَهُ ذَلِكَ مِرَارًا، وَجَعَلَ لَا يَلْتَفِتُ إِلَيْهَا. فَقَالَتْ (5) الله أَمَرَكَ بِهَذَا؟ قَالَ: نَعَمْ. قَالَتْ: إِذًا لَا يُضَيِّعُنَا. ثُمَّ رَجَعَتْ. فَانْطَلَقَ إِبْرَاهِيمُ، عَلَيْهِ السَّلَامُ، حَتَّى إِذَا كَانَ عِنْدَ الثَّنِيَّةِ حَيْثُ لَا يَرَوْنَهُ، اسْتَقْبَلَ بِوَجْهِهِ الْبَيْتَ، ثُمَّ دَعَا بِهَؤُلَاءِ الدَّعَوَاتِ، وَرَفَعَ يَدَيْهِ، قَالَ: {رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ}
وَجَعَلَتْ أُمُّ إِسْمَاعِيلَ تُرْضِعُ إِسْمَاعِيلَ، عَلَيْهِمَا السَّلَامُ، وَتَشْرَبُ مِنْ ذَلِكَ الْمَاءِ، حَتَّى إِذَا نَفِدَ مَاءُ السِّقَاءِ (6) عَطِشَتْ وَعَطِشَ ابْنُهَا، وجعلت تنظر إليه يتلوى - أَوْ قَالَ: يَتَلَبَّطُ -فَانْطَلَقَتْ كَرَاهِيَةَ أَنْ تَنْظُرَ إِلَيْهِ، فَوَجَدَتِ الصَّفَا أقربَ جَبَلٍ فِي الْأَرْضِ يَلِيهَا (1) فَقَامَتْ عَلَيْهِ، ثُمَّ اسْتَقْبَلَتِ الْوَادِي تَنْظُرُ هَلْ تَرَى أَحَدًا؟ فَلَمْ تَرَ أَحَدًا. فَهَبَطَتْ مِنَ الصَّفَا حَتَّى إِذَا بَلَغَتِ الْوَادِي رَفَعَتْ طَرْفَ دِرْعِهَا، ثُمَّ سَعَتْ سَعْيَ الْإِنْسَانِ الْمَجْهُودِ حَتَّى جَاوَزَتِ الْوَادِي. ثُمَّ أَتَتِ الْمَرْوَةَ، فَقَامَتْ عَلَيْهَا وَنَظَرَتْ هَلْ تَرَى أحَدًا؟ فَلَمْ تَرَ أَحَدًا. فَفَعَلَتْ ذَلِكَ سَبْعَ مَرَّاتٍ، قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "فَلِذَلِكَ سَعَى النَّاسُ بَيْنَهُمَا". فَلَمَّا أَشْرَفَتْ عَلَى الْمَرْوَةِ سَمِعَتْ صَوْتًا فَقَالَتْ: صَهٍ، تُرِيدُ نَفْسَهَا، ثُمَّ تَسَمَّعت فسمعَت أَيْضًا. فَقَالَتْ: قَدْ أَسْمَعْتَ إِنْ كَانَ عِنْدَكَ غُوَاث فَإِذَا هِيَ بالمَلَك عِنْدَ مَوْضِعِ زَمْزَمَ، فَبَحَثَ بِعَقِبِهِ -أَوْ قَالَ: بِجَنَاحِهِ -حَتَّى ظَهَرَ الْمَاءُ، فَجَعَلَتْ تُحَوِّضُهُ، وَتَقُولُ بِيَدِهَا هَكَذَا، وَجَعَلَتْ تَغْرِفُ مِنَ الْمَاءِ فِي سِقَائِهَا وَهُوَ يَفُورُ بَعْدَمَا تَغْرِفُ.
وَمَاتَتْ أُمُّ إِسْمَاعِيلَ، عَلَيْهِمَا (3) السَّلَامُ، فَجَاءَ إِبْرَاهِيمُ بَعْدَ مَا تَزَوَّجَ إسماعيلُ لِيُطَالِعَ تَرْكَتَه. فَلَمْ يَجِدْ إِسْمَاعِيلَ، فَسَأَلَ امْرَأَتَهُ عَنْهُ فَقَالَتْ: خَرَجَ يَبْتَغِي لَنَا. ثُمَّ سَأَلَهَا عَنْ عَيْشِهِمْ وَهَيْئَتِهِمْ، فَقَالَتْ: نَحْنُ بشَرّ، نَحْنُ فِي ضِيقٍ وَشِدَّةٍ. وَشَكَتْ إِلَيْهِ. قَالَ: فَإِذَا جَاءَ زَوْجُكِ فَاقْرَئِي عَلَيْهِ السَّلَامُ، وَقُولِي لَهُ: يُغَيِّرُ عَتَبَةَ بَابِهِ. فَلَمَّا جَاءَ إِسْمَاعِيلُ، عَلَيْهِ السَّلَامُ، كَأَنَّهُ أَنِسَ شَيْئًا. فَقَالَ: هَلْ جَاءَكُمْ مَنْ أَحَدٍ؟ قَالَتْ: نَعَمْ، جَاءَنَا شَيْخٌ كَذَا وَكَذَا، فَسَأَلَ (4) عَنْكَ، فَأَخْبَرْتُهُ، وَسَأَلَنِي كَيْفَ عَيْشُنَا؟ فَأَخْبَرْتُهُ أَنَّا فِي جَهْد وشدَّة. قَالَ: فَهَلْ أَوْصَاكِ بِشَيْءٍ؟ قَالَتْ: نَعَمْ، أَمَرَنِي أَنْ أَقْرَأَ عَلَيْكَ السَّلَامَ، وَيَقُولُ (5) غَيِّرْ عَتَبَةَ بَابِكَ. قَالَ: ذَاكَ أَبِي. وَقَدْ أَمَرَنِي أَنْ أُفَارِقَكِ، فَالْحَقِي بِأَهْلِكِ. فَطَلَّقَها وَتَزَوَّجَ مِنْهُمْ بِأُخْرَى، فَلَبِثَ عَنْهُمْ إِبْرَاهِيمُ مَا شَاءَ الله، ثُمَّ أَتَاهُمْ بَعْدُ فَلَمْ يَجِدْهُ. فَدَخَلَ عَلَى امْرَأَتِهِ، فَسَأَلَهَا عَنْهُ، فَقَالَتْ: خرج يبتغي لنا. قال: كيف أنتم؟ وَسَأَلَهَا عَنْ عَيْشِهِمْ وَهَيْئَتهم. فَقَالَتْ: نَحْنُ بِخَيْرٍ وَسَعَةٍ. وَأَثْنَتْ عَلَى الله، عَزَّ وَجَلَّ. فَقَالَ: مَا طَعَامُكُمْ؟ قَالَتِ: اللَّحْمُ. قَالَ: فَمَا شَرَابُكُمْ؟ قَالَتِ: الْمَاءُ. قَالَ: اللهمَّ بَارِكْ لَهُمْ فِي اللَّحْمِ وَالْمَاءِ". قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ يَوْمَئِذٍ حَب، وَلَوْ كَانَ لَهُمْ، لَدَعَا لَهُمْ فِيهِ. قَالَ: فَهُمَا لَا يَخْلُو عَلَيْهِمَا أَحَدٌ بِغَيْرِ مَكَّةَ إِلَّا لَمْ يُوَافِقَاهُ". قَالَ: "فَإِذَا جَاءَ زَوْجُكِ فَاقْرَئِي عَلَيْهِ السَّلَامُ، ومُريه يُثَبِّت عَتَبَةَ بَابِهِ، فَلَمَّا جَاءَ إِسْمَاعِيلُ، عَلَيْهِ السَّلَامُ، قَالَ: هَلْ أَتَاكُمْ مَنْ أَحَدٍ؟ قَالَتْ: نَعَمْ، أَتَانَا شَيْخٌ حَسَنُ الْهَيْئَةِ، وَأَثْنَتْ عَلَيْهِ (1) فَسَأَلَنِي عَنْكَ، فَأَخْبَرْتُهُ، فَسَأَلَنِي: كَيْفَ عَيْشُنَا؟ فَأَخْبَرْتُهُ أَنَّا بِخَيْرٍ. قَالَ: فَأَوْصَاكِ بِشَيْءٍ؟ قَالَتْ: نَعَمْ، هُوَ يَقْرَأُ عَلَيْكَ السَّلَامَ، وَيَأْمُرُكَ أَنْ تُثَبِّتَ عَتَبَةَ بَابِكَ. قَالَ: ذَاكَ أَبِي، وَأَنْتِ الْعَتَبَةُ، أَمَرَنِي أَنْ أُمْسِكَكِ. ثُمَّ لَبثَ عَنْهُمْ مَا شَاءَ الله، عَزَّ وَجَلَّ، ثُمَّ جَاءَ بَعْدَ ذَلِكَ وَإِسْمَاعِيلُ يَبْرِي نَبْلا (2) لَهُ تَحْتَ دَوْحَةٍ قَرِيبًا مِنْ زَمْزَمَ، فَلَمَّا رَآهُ قَامَ إِلَيْهِ، فَصَنَعَا كَمَا يَصْنَعُ الْوَلَدُ بِالْوَالِدِ، وَالْوَالِدُ بِالْوَلَدِ. ثُمَّ قَالَ: يَا إِسْمَاعِيلُ، إِنَّ الله أَمَرَنِي بِأَمْرٍ. قَالَ: فَاصْنَعْ مَا أَمَرَكَ رَبُّكَ، عَزَّ وَجَلَّ. قَالَ: وَتُعِينُنِي؟ قَالَ: وَأُعِينُكَ. قَالَ: فَإِنَّ الله أَمَرَنِي أَنْ أَبْنِيَ هَاهُنَا بَيْتًا -وَأَشَارَ إِلَى أكَمَةٍ مُرْتَفِعَةٍ عَلَى مَا حَوْلَهَا -قَالَ: فَعِنْدَ ذَلِكَ رَفَعا الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ فَجَعَلَ (3) إِسْمَاعِيلُ يَأْتِي بِالْحِجَارَةِ وَإِبْرَاهِيمُ يَبْنِي، حَتَّى إِذَا ارْتَفَعَ الْبِنَاءُ جَاءَ بِهَذَا الْحَجَرِ فَوَضَعَهُ لَهُ، فَقَامَ عَلَيْهِ وَهُوَ يَبْنِي، وَإِسْمَاعِيلُ يُنَاوِلُهُ الْحِجَارَةَ، وَهُمَا يَقُولَانِ: {رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ} " قَالَ: "فَجَعَلَا يَبْنِيَانِ حَتَّى يَدُورَا حَوْلَ الْبَيْتِ، وَهُمَا يَقُولَانِ: {رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ}
اوس په دې بې اوبو او بې وښو سیمه کې د یو نوي نسل د تیارولو لپاره هغه لومړی انسان پکار و چې د مرګ په قیمت باندې هلته د اوسېدلو لپاره تیار شي. په دې نازک وخت کې ابراهیم علیه السلام خوب ولیده چې پکې خپل تنکی ځوان زوی اسماعیل علیه السلام ذبح کوي. دا د بدني ذبحې د صحرا حقیقي ذبحې تمثیل و. په دې کې دا لیدل مقصد و چې ایا ابراهیم علیه السلام د دې لپاره تیار دی چې خپل ځان په دې خدایي پلان کې داسې شامل کړي چې خپل ګران بچیان بوځي او په حجاز کې یې مېشت کړي چېرته چې د وچو غرونو او شګلنو دښتو پرته بل څه نه و. په هغه وخت کې په حجاز کې مېشت کېدل د مرګ په دره کې د مېشتېدلو هم معنا و.
تر دې پخوا زمانه کې دا ځکه یوه غیر اباده سیمه وه چې هلته اوبه او سمسورتیا نه وه. پخوانی حجاز د شرکي تمدن نه ساتل ځکه شوني شو چې په هغه کې د ژوند اسانتیاوې نه وې. د پخواني حجاز کومو صفتونو چې دغه سیمه د مشرک انسانانو نه ساتلې وه، همدې د دې وړ وګرځوله چې هلته د مؤحدینو یو نوی نسل تیار کړل شي. ابراهیم علیه السلام د خپل زوی اسماعیل علیه السلام پر مرۍ چاقو کېښودل د دې خبرې اظهار و چې هغه د دې قربانۍ لپاره تر اخري حده پورې تیار دی. نو ځکه ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام د دې خدايي پلان لپاره انتخاب کړل شول او دوی یې په پخواني حجاز څخه بېله سیمه کې مېشت کړل او د نوي نسل د تیارولو عمل شروع کړل شو.
ابراهیم علیه السلام د اسماعیل علیه السلام په نسل کې د یو پیغمبر پیدا کېدلو دعا کړې وه. محمد ﷺ د دې دعا په نتیجه کې پیدا شو. خو څنګه چې معلومه ده، دعا او د هغې د قبولیت تر منځ دوه نیم زره کاله واټن دی. د دې ځنډ وجه دا ده چې په دې موده کې هغه نوی نسل تیارېده چې د شرک د تسلسل څخه منقطع شي او ازادانه فکر وکړای شي او د صحرايي تربیې په نتیجه کې په دوی کې دا صلاحیت وي چې د پیغمبر ملاتړ وکړي او دغه ستونزمن مقصد سرته ورسولی شي. ځکه نو دې ډلې ته " خیر امت" ویل شوي دي. دا امت په تاریخ کې ځانګړی امت دی. که څه هم په ابتدا کې یو تعداد خلک د پیغمبر دښمنان شول، خو کله چې پوه شول نو د هغه ﷺ پوره ملاتړ یې وکړ.
په همدې توګه چې کوم نسل جوړ کړل شو په دوی کې که څه هم وروسته د نږدې سیمو نه د شرک اثرات راغلل، خو په بنسټي توګه هغه یو محفوظ نسل و. د ځینو ناقصو خلکو پرته هغه خلک په صحیح فطرت قایم ول. هغوی په ابتدا کې د پیغمبر مخالفت هم وکړ، خو د دې لویه وجه ناپوهي و. کله چې هغوی پوه شول چې دا یو ریښتینی پیغمبر دی او د ده دین حق دی نو د دوی خالفت یو ځل بیا په موافقت بدل شو. هغوی په پوره توګه د هغه ﷺ ملاتړي شول.
ابراهیم علیه السلام چې خپل زوی ذبح کړ او کوم نسل یې چې تیار کړ د هغه تر ټولو څرګنده صفت دا و چې په ازاد ذهن سره یې حقیقت کتلی شو او د دې اعتراف یې کولی شو. د حقیقت د منلو صلاحیت په هغوی کې په پوره درجه و. په دې سلسله کې درې مختلف مثالونه نقل کیږي. یو سړی هغه چې د حق په اورېدلو سره یې ومانه. دوهم هغه چې په ابتدا کې یې انکار وکړ خو چې کله پوه شو نو په اعتراف کولو کې یې ځنډ ونه کړ. دریم هغه چې که څه هم د خپلې سردارۍ په خاطر یې اعتراف ونه کړ خو هغه هم د دې صفت نه خالي نه و.
۱.په رسول الله ﷺ یې چې په ابتدايي مرحله کې ایمان راوړ په هغوی کې یو خالد بن سعید بن العاص و. هغه رسول الله ﷺ ته راغی او ورته یې وویل چې: ای محمده، تاسو کوم شي ته خلک رابلئ. هغه ﷺ وویل چې زه تاسو یو الله ته رابلم چې شریک نه لري او دا چې محمد ﷺ د هغه بنده او رسول دی. او دا چې تاسو د ډبرو عبادت پرېږدئ چې نه څه اوري، نه څه ویني، نه چا ته ګټه رسولی شي او نه تاوان. دوی ته دا هم معلومه نه ده چې چا د دوی عبادت وکړ او چا یې ونه کړ. (ولا یدری من عبده ممن لا یعبده) خالد چې کله دا واورېدل نو ویې ویل چې زه شاهدي ورکوم چې د الله پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی او زه شاهدي ورکوم چې ته د الله رسول یې.
د خالد رضی الله عنه پلار چې یو مشرک و کله چې ورته معلومه شوه چې د ده زوی اسلام قبول کړ نو هغه یې ونیوه او په وهلو یې پرې شروع وکړه. تر دې چې په وهلو وهلو لرګی مات شو. کله چې خالد د اسلام نه اوړېدلو ته تیار نه شو نو پلار يې ورته وویل چې په تا خوراک او څښاک بندوم او له کوره دې اوباسم. خالد رضی الله عنه ورته په ځواب کې وویل چې په خدای قسم دی چې محمد ﷺ چې څه وویل ریښتیا یې وویل او زه د هغه پیرو یم. (قد صدق و الله واتبعته) یا په نورو ټکو کې دا چې کله محمد ﷺ حق خبره کوي نو داسې څنګه شونې ده چې زه یې ونه منم.
۲.دوهم مثال د سهیل بن عمرو دی. د حدیبیې د سولې تړون په وخت کې د اسلام د مخالفینو نماینده و. د اوږدو خبرو اترو وروسته کله چې معاهده لیکل کېده نو رسول الله ﷺ د دې املا په دې ټکو کې وویله:
هذا ما قاضی علیه محمد رسول الله ﷺ.
سهیل بن عمرو په دې ټکو سخته نیوکه وکړه. هغه وویل چې په خدای قسم دی چې که موږ خبر وو چې تاسو د الله رسول یاست نو موږ به د بیت الله ته د تلو څخه نه ایسارولئ او نه به مو له تاسو سره جنګ کاوه. (و الله لو کنا نعلم انک رسول الله ما صددناک عن البیت ولا قاتلناک)
وروسته تاریخ وویل چې سهیل بن عمرو په خپله خبره کې ریښتینی و. هغه په واقعیت کې د ناخبرۍ له وجې نه مخالفت کاوه. نو کله چې پوه شو چې هغه ﷺ ریښتینی پیغمبر دی نو ایمان یې راوړ او له دې وروسته یې ټول ژوند د اسلام ملاتړ او تایید ته وقف کړ.
۳.دریم مثال د ابو جهل دی. ابوجهل که څه هم اسلام قبول نه کړ، خو په هغه کې هم د هغه د عربو د کردار داسې نمونه پیدا کیږي چې د هغه مثال په مشکل سره په نورو ځایونو کې پیدا کیږي.
د مکې د دور پېښه ده چې یوه ورځ ابو جهل د رسول الله ﷺ سره ولیدل. هغه محمد ﷺ ته سپکې سپورې وکړې. رسول الله ﷺ ارام ولاړ و. دغه پېښه د مکې یوې ښځې کتله. هغې د رسول الله ﷺ تره حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه ته وویل چې نن ابوجهل ستا وراره ته بدې خبرې وکړې. هغه وخت د حمزه رضی الله عنه په لاس کې د اوسپنې کمان و. هغه يې د ځان سره واخیسته او ابوجهل ته ورغی او په کمان یې داسې په سر وواهه چې له سره یې وینې روانې شوې. د ابوجهل د قبیلې (بنو مخزوم) ځینې خلکو د حمزه رضی الله عنه د وهلو لپاره رامنډه کړه. ابوجهل خپل خلک ودرول او ویې ویل چې پرې یې ږدئ په خدای قسم دی چې ما د ده وراره ته ډېرې بدې خبرې وکړې (دعوا اباعمارة فانی و الله قد سببت ابن اخیه سبأ قبیحا)
د هرقل په مشهوره پېښه کې راځي چې هغه د ابوسفیان نه وپوښتل چې ایا د نبوت د اعلانېدو څخه وړاندې تاسو د محمد ﷺ د خولې نه کله دروغ اورېدلي دي. ابوسفیان ورته وویل چې نه. دغه پېښه ابن کثیر په دې ټکو کې نقل کوي:
|
وكان ابوسفیان اذ ذاك رأس الكفرة وزعیم المشركین و مع هذا اعترف بالحق. (تفسیر ابن كثیر، الجزءالثانی، صفحه ۴۱۰) |
هغه وخت ابوسفیان د کافرانو او مشرکانو مشر و، د دې سره سره هغه د حق اعتراف وکړ. |
دا هغه انساني نسل و چې حضرت ابراهیم علیه السلام د خپلو بچیانو په ذبح کولو سره جوړ کړ. او بیا د دوی نه منتخب شويو کسانو په ذریعه هغه "د خیر امت " جوړ شو چې په زړه او ځان سره یې توحید قبول کړ او د بې مثاله قربانۍ په ذریعه یې د شرک دور ختم کړ او توحید یې قایم کړ.
د ابراهیم علیه السلام نه تر محمد ﷺ پورې دا د دوه نیم زره کلونو پلان و. د دې مرکز د عربو هغه سیمه وه چې حجاز ورته ویل کیږي او چېرته چې مکه ده. حج د همدغه تاریخ سمبولیک تکرار دی. د حج پواسطه مسلمان بیا دغه ژمنه کوي چې دا به په دغې خدایي پلان کې ځان شاملوي. هغه لبيك اللهم لبيك (موږ حاضر یو خدایه موږ حاضر یو) په ویلو سره د ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام په ځمکه راټول شوي دي. څه چې په هغوی باندې په حقیقي توګه تېر شوي و دوی یې په دې څو ورځو کې د نمونې په توګه تکراروي. په دې توګه دوی خدای ته وايي چې که ضرورت پېښ شي نو دوی یو ځل بیا د دغه تاریخ د تکرارولو لپاره تیار دي چې دلته له دې وړاندې تکرار شوی و.
اوسنۍ زمانه بېرته وګرځېده او د ابراهیم علیه السلام زمانې ته لاړه. هغه وخت ټوله نړۍ کې شرک غالب و او نن ټوله نړۍ الحاد غالب دی. که د پخوانۍ زمانې انسان مشرکانه فکر کاوه نو د نن انسان ملحدانه فکر کوي. حقیقت دا دی چې د اوسنۍ زمانې ستونزه هم هغه ده کومه چې د پخوانۍ زمانې وه. د دې توپیر سره چې پخوانۍ زمانه کې مشرکانه شاکله (ذهني قالب) په خلکو غالبه وه نو نن په خلکو باندې الحادي شاکله غالبه شوې ده. د دې شاکلې ماتول د اسلام هدف دی. نن هم اسلام باید دغه لوی کار په هغې کړنلارې ترسره کړي څنګه یې چې په پخوانۍ کړنلارې سره ترسره کړی و.
اوس بیا ځينې خلک باید ذبح شي اوځینې خلک باید خپل اولاد په دښته کې پرېږدي د دې لپاره چې د دین تاریخ بیا ژوندی شي. هغه وخت د شرک د ختمولو لپاره د یو نسل قرباني ضروري وه او نن د الحاد د ختمولو لپاره بیا د یو نسل قرباني کول ضروري دي ـــــــــ همدغه د حج تر ټولو لوی درس دی. د هغه کس حج مبرور حج دی څوک چې د حج څخه په همدې عزم سره راوګرځي.
حقیقت دا دی چې د حج څخه د فارېغېدلو وروسته د حاجي کار نه ختمیږي، بلکې د حج څخه د فارېغېدلو وروسته د حاجي اصل کار شروع کیږي. له حجه راګرځېدل د یو نوي مهمتر سفر پیل دی.
حاجي د حج د مراسمو د اداء کولو په دوران بیا بیا لبيك اللهم لبيك (حاضر یم خدایه حاضر یم) وایي. دا څه دي. دا د ژمنې الفاظ دي. حج د خدای او بنده تر منځ یوه ژمنه ده. ژمنه تل پیل وي، پای نه. همدغه د حج د عبادت موضوع (معامله) ده. څوک چې د حج د مراسمو د اداء کولو وروسته راګرځي هغه ګواکې د خدای سره سپېڅلې ژمنه وکړه او راوګرځېده. له راګرځېدو وروسته هغه باید په اطمنان کې نشي، بلکې د خپلو حالاتو او صلاحیتونو له نظره دې هغه کار شروع کړي چې د خپل رب سره د بېرته راګرځېدو په وخت کې یې ژمنه کړې ده.
له حجه راګرځېدل د ژمنې د ځای نه د عمل ځای ته راتلل دي. له حجه وروسته د سړي مسؤلیتونه ډيریږي، له حج وروسته د سړي مسؤلیتونه ختمیږي نه.
د حج ژمنه څه ده. دا د تاریخ د تکرارولو یو عزم دی. حج د ابراهیم علیه السلام د تاریخ ښکاره کولو اقرار دی. کله چې ابراهیم علیه السلام ولیدل چې د عراق متمدن خلک د توحید او د اخرت د خبرو د منلو لپاره تیار نه وو نو هغه د خپل عمل یوه نوې نقشه جوړه کړه او د دې لپاره یې خپل ځان او خپل اولاد د سخت ترینې قربانۍ د مرحلې نه تېر شول او یو نوی ژوندی نسل یې پیدا کړ. هغوی د دعوت عمل د یو لوی پلان عمل وګرځاوه. هغوی هر هغه څه وکړل چې دې هدف يې ترې غوښتنه کوله.
همدارنګه د نن حاجي هم باید هر هغه څه وکړي چې ننني حالات یې غوښتنه کوي او تر هغه یې باید جاري وساتي تر دې چې ده ته مرګ راشي یا خپل ټاکلي هدف ته ورسیږي.
څرنګه چې د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې په ټوله نړۍ کې د شرک غلبه وه، همدارنګه اوس په ټوله نړۍ کې د الحاد غلبه ده. اوس د حج څخه راګرځېدونکي باید د الحاد د ختمولو او د توحید دور د بېرته راوستلو لپاره ابراهیمي تاریخ تکرار کړي. هغه باید ابراهیمي عمل له سره ژوندی کړي او د دې هدف لپاره باید هر څه ولګوي چې د نن حالات یې ترې د لګولو غوښتنه کوي. هغه باید سمبولیکه قرباني حقیقي قرباني وګرځوي.
حج د تاریخ د تکرارولو عزم دی، د حج په ورځو شپو کې د سمبولیک مناسکو په شکل کې او له حج وروسته په حقیقي ژوند کې د پلان شوي عمل په شکل کې.