د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د حج دعوتي اهمیت

فصل: 15

د حج دعوتي اهمیت

د اخري پیغمبر ﷺ د پيدایښت څخه وړاندې بیت المقدس د پیغمبرانه لارښوونو مرکز و. د اخري پیغمبر ﷺ نه وروسته بیت الله الحرم د پیغمبرانه لارښوونو مرکز دی (البقرة ۱۴۴) حج له یو اعتباره د نړۍ د مسلمانانو کلنۍ دعوتي اجتماع ده. هغوی په ځانګړو ورځو کې د حرم ګرد چاپېره جمع کیږي د دې لپاره چې د دې په سپېڅلي محیط کې د خدای سره خپلې اړیکې جوړې کړي، خپلو منځو کې اتحاد قوي کړي او د لوی داعي حضرت ابراهیم علیه السلام د دعوتي ژوند مختلفې مرحلې د نمونې په ډول تکرار کړي او د دې خبرې عزم وکړي چې دوی به په هر حال کې د خدای د دین دعوت کوي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ