د حج تاریخ
د حج تاریخ
الله تعالی ابراهیم علیه السلام د لارښوونې امام وګرځاوه (انی جاعلک للناس اماما). یعنې هغه د یو مستقل کار لپاره انتخاب شوی دی چې د هغه پواسطه د پیغمبرۍ علم خلکو ته په دوامداره توګه ورسیږي. د ابتدا دوه زره کالو پورې دغه خدایي پرېکړه د حضرت ابراهیم علیه اسلام زوی حضرت اسحاق علیه السلام په کورنۍ کې ښکاره شوه. د حضرت اسحاق علیه السلام نه تر حضرت عیسی علیه السلام پورې په دې نسل کې ډېر پیغمبران پیدا شول چې د فلسطین او شاوخوا سیمو کې یې په مسلسله توګه د حق دعوت کاوه. د عیسی علیه السلام نه وروسته دغه دیني امامت د حضرت ابراهیم علیه السلام بل زوی اسماعیل علیه السلام نسل ته انتقال شو. د دې په اولاد کې اخري پیغمبر پیدا شو. الله محمد ﷺ ته خصوصي غلبه ورکړه د دې لپاره چې د هغه ﷺ پواسطه الهي کتاب د ساتنې یقیني انتظام وشي او د دین د ورکېدلو اندېښنه پاتې نه شي. دا هغه څه دي چې په قرآن کې ورته اظهار دین (لیظهره علی الدین کله) ویل شوي دي. د نورو پیغمبرانو دنده یوازې د دین تبلیغ و، خو د اخري پیغمبر دنده د دین د تبلیغ سره سره اظهار دین هم و.
د دې هدف لپاره د انسانانو یوه معاونه ډله پکاره وه چې د ټولو انساني صفتونو لرونکې وي چې د اخري پیغمبر ملاتړ وکړي او د دین د غلبې پلان سرته ورسوي. د همدې ډلې د تیارولو لپاره حضرت ابراهیم علیه السلام خپله مېرمن هاجره او خپل زوی اسماعیل علیه السلام د پخوانۍ مکې په غیر اباده او وچه سیمه کې مېشت کړل د دې لپاره چې د تمدن څخه لرې په ساده فطري چاپېریال کې د توالد او تناسل پواسطه داسې قوم جوړ شي چې ټول اوچت انساني صلاحیتونه په کې وي. چې بې درېغه (خالص) سره فکر وکولی شي، چې په قول او فعل کې یې تضاد نه وي، چې د یو نظري حق په خاطر خپل هر څه قربان کړای شي، چې په کې د غرونو پشان قوت ، د دښتې پشان پراخوالی او د اسمان پشان اوچتوالی وي. په همدې توګه کله چې د دښتې په چاپېریال کې د روزنې وروسته د خیر یو امت منځ ته راغی (ال عمران ۱۱۰) په همدې وخت کې د دوی په منځ کې هغه پیغمبر پیدا کړل شو چې حضرت ابراهیم علیه السلام ورته د کعبې د ابادولو په وخت دعا کړې وه (البقره ۱۲۹).
د حضرت ابراهیم علیه السلام د ښځې ساره د ګېډې نه د حضرت ابراهیم علیه السلام په ژوند کې یو پیغمبر وزېږېده چې نوم یې اسحاق علیه السلام و. بل لوري ته حضرت ابراهیم علیه السلام مکه کې دعا وکړه چې زما زوی اسماعیل علیه السلام په اولاده کې یو پیغمبر پیدا کړه، نو د دې دعا په قبلېدلو کې د دوه زره کالو نه ډېر وخت ولګېده. د دې توپیر وجه څه وه. د دې وجه د دواړو د تاریخي کردار توپیر و. د اخري پیغمبر د ټاکلي کردار د اداء کولو لپاره یو ژوندی قوم پکار و. د داسې قوم د اسبابو په پرده کې د جوړېدلو لپاره د دوه زرو کالو نه ډېر وخت ولګېده. نو ځکه کله چې دا قوم تیار شو نو هغه ﷺ د خدايي پلان مطابق پیدا کړل شو. خو دا هم ضروري وه چې د تیارۍ په دې اوږدې مودې په دوران کې پیغمبرانه دعوت جاري وساتل شي. نو د همدې لپاره دوهم انتظام دا وشو چې د حضرت ابراهیم علیه السلام د نسل اسرائیلي څانګه کې د پیغمبرانو د پیدا کېدلو سلسله جاري وساتل شوه. او د یو وروسته به بل پیغمبر راتله او خلکو ته به یې د خدای پرستۍ پیغام ورکاوه تر دې چې د اخري پیغمبر د پیدا کېدلو وخت نږدې کېدلو له وجې نور د دې ضرورت پاتې نه شو.
د دې پلان مطابق حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل وطن عراق نه ووته. یو طرف هغه په فلسطین (جبرون) کې خپله مېرمن ساره مېشت کړه چې له هغې څخه اسحاق علیه السلام پیدا شو. بل طرف هغه په عربو (مکه) کې خپله دوهمه مېرمن هاجره او د هغې زوی اسماعیل علیه السلام مېشت کړل او کعبه یې ودانه کړه. ګواکې د حضرت ابراهیم علیه السلام پواسطه د عالم د هدایت پلان جوړ کړل شو د هغې ابتدایي جز مرکز فلسطین و او دهغې اخري جز مرکز حجاز و.
د حضرت ابراهیم علیه السلام نه وروسته لومړی فلسطین د الهي هدایت مرکز جوړ شو. په همدې سیمه کې د هغې زمانې ټول پیغمبران پیدا شول ــــــــــ حضرت اسحاق، حضرت یعقوب، حضرت یوسف، حضرت موسی، حضرت داود، حضرت سلیمان، حضرت یحی، حضرت عیسی علیهم السلام او داسې نور. د حضرت ابراهیم علیه السلام د لمسي یعقوب علیه السلام دوهم نوم اسرائیل و. د هماغه په نسبت سره دغه نسل په بني اسرائيل مشهور شو. وروسته کله چې پر بني اسرائیلو زوال راغی او د پیغمبرانو د دوامداره تنبه سره سره هغوی د ځان اصلاح ونه کړه نو الله هغوی د اهل کتاب کېدلو د حیثیت څخه معزول کړل او دغه سپېڅلی منصب یې د ابرهیمي نسل بلې څانګې بني اسماعیل ته ورکړ. دا پېښه په هغه وخت کې وشوه کله چې د دوه زره کلونو عمل په نتیجه کې په دوی کې یو داسې ژوندی قوم تیار شوی و چې د اهل کتاب کېدو وړ وګرځي. د دې تغیر د ظاهري نښې لپاره کعبه د عبادت قبله جوړه شوه. د حضرت ابراهیم علیه السلام نه وروسته ټولو پیغمبرانو د بیت المقدس لوري ته عبادت کاوه. اوس پخوانۍ قبله منسوخ شوه او کعبې ته د عبادت د قبلې حیثیت ورکړل شو.