د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

حج یوه دعوتي اداره

فصل: 17

حج یوه دعوتي اداره

حج د ابراهیمي تاریخ یو تکرار دی. د حضرت ابراهیم علیه السلام پواسطه چې د حق دعوت کوم نړیوال پلان جوړ کړل شو، د همدې مختلفې مرحلې حاجي د نمونې په ډول تکراروي او په همدې توګه خدای سره ژمنه کوي چې خپل ځان به همدې خدايي ماموریت ته ورکوي څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام لګولی و، هغه به د پیغمبرۍ د ختمېدلو وروسته د پیغمبرۍ کار داسې جاري وساتي څنګه چې د خدای جلا جلاله پاک پیغمبر سرته رسولی و.

د خدای د دعوتي پلان د پوره کولو لپاره حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل هېواده وتلی و، همدارنګه حاجي هم له خپل هېواده وځي او په ژبه وایي چې د دین لپاره بې هېواده کېدلو لپاره تیار دی. هغه په پوره ساده او معمولي ژوند قناعت وکړ همدارنګه حاجي احرام تړي او دغه عزم کوي چې یوازې په سخت ضرورت اکتفا کوي او خپله توجه اصل هدف ته کوي. هغه د کعبې ګرد چاپېره طواف وکړ او خدای ته یې خپله وفاداري قایمه کړه همدارنګه حاجي هم د کعبې نه طواف کوي خدای ته د وفاداره کېدلو اعلان کوي. د دیني غوښتنو کې د بوختیا له وجې د هغه په کورنۍ دا حالت تېر شو چې د اوبو د پیدا کولو لپاره د صفا او مروه تر منځ يې منډې وهلې همدارنګه حاجي هم د دې دوو غونډیو تر منځ سعې کوي او ظاهروي چې د خدای لپاره هغه هم تر اخري حده پورې تللو ته تیار دی که د ده په کورنۍ هغه حالت دې ولې تېر نه شي کوم چې په هاجره او اسماعیل علیه السلام تېر شوی و. شیطان هڅه وکړه چې حضرت ابراهیم علیه السلام د خدای د کار نه لرې کړي نو هغه شیطان پر شګو ووېشته همدارنګه حاجي هم په سمبولیک شیطان د رمي کولو (په شګو ویشتلو) وروسته د دې ارادې اظهار کوي چې دی به هم د شیطان سره هغه چلند وکړي که دی یې چېرته ولمساوه. حضرت ابراهیم علیه السلام د خدای لپاره خپل زوی وړاندې کړ همدارنګه حاجي هم د قربانۍ کولو سره د دې اعلان کوي چې دی د دین لپاره د قربانۍ حد ته د تللو لپاره تیار دی. د حضرت ابراهیم علیه السلام دعوتي ماموریت د اخرت نه د خبرولو ماموریت و، نو حاجيان د عرفات په میدان کې ټولیږي او د حشر میدان یادوي تر څو دغه د ټولو نه د لوی حقیقت یاد د خپل ذهن جزء وګرځوي. د دې لپاره چې دوی د دې تولو حقیقتونو په یادولو سره د ذهن برخه جوړه کړي او د دې په اړه خلک خبر کړي. حضرت ابراهیم علیه السلام چې کله هم خپل رب غوښتی هغه فورا حاضر شوی همدارنګه حاجي هم په ولاړه او ناسته د حج ارکان په اداء کولو سره بیا بیا وايي: لبیك اللهم لبیك لا شریك لك لبیك ان الحمد والنعمة لك والملك لا شریك لك (حاضر یم خدایه حاضر یم. ته شریک نه لرې. زه حاضر یم. تعریف او نعمت تا لره دي او په واک کې ستا څوک شریك نشته) همدارنګه حاجي اعلان کوي چې هر کله یې خپل رب وغواړي هغه به حاضر شي.

حقیقت دا دی چې بیت الله د اسلامي دعوت مرکز دی او حج د اسلام د داعیانو نړیواله اجتماع. په حج کې چې کوم کارونه کیږي هغه ټول هماغه ټول کارونه دي چې حضرت ابراهیم د دعوتي ژوند یادګارونه دي. د حج مناسک د هغو واقعاتو تمثیلي تکرار (بیا راژوندي کول) دی چې حضرت ابراهیم علیه السلام ته په خپل دعوتي فعالیتونو په منځ کې او په مختلفو صورتونو کې مخې ته راغله. حاجي د نښې په توګه دغه کارونه د حج په شپو کې تکراروي او په همدې توګه د دې خبرې عزم کوي چې همداسې به داعي وي څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام په دنیا کې د خدای داعي و. په دې کې ځینې په مستقیمه توګه د دعوتي ژوند مرحلې وې او ځینې په غیر مستقیمه توګه.

د حضرت ابراهیم علیه السلام ژوند ښيي چې د حج دغه مراسم د هغه د دعوتي ژوند برخه وه او یا د دعوتي سفر مرحلې. خو د دې زمانې مسلمانانو لپاره د حج او کعبې زیارت صرف یو ډول کلنی مذهبي دود جوړ شوی دی. که په مسلمانانو کې د دعوتي شعور او تبلیغي روح ژوندی وي نو د حج اجتماع به په خپله دغه دعوتي اهمیت اختیار کړي او د کلني دعوتي کانفرنس هم معنا به وګرځي. خو کله چې په مسلمانانو کې دعوتي روح ختم شي نو حج همداسې یو بې روحه کار ګرځې لکه څنګه چې د دې وخت مسلمانانو په منځ کې ګرځېدلی دی. دوی د ډبرې شیطان په شګو ولي خو د ژوندي شیطان د لاندې کولو لپاره هېڅ نه کوي. دوی سمبولیک اعمال تکراروي خو د حقیقي اعمالو د اداء کولو لپاره په دوی کې څه جذبه نه راپورته کیږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ