د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

حج د اتحاد ذریعه

فصل: 18

حج د اتحاد ذریعه

په دې زمانه کې د مسلمانانو تر ټولو لوی خصوصیت د دوی اختلاف او وېش دی. څه وجه ده چې د حج په شان نادره ټولنیزه اداره د دوی تر منځ شته دی او د دې سره سره د دوی تر منځ اتحاد نه پیدا کیږي. په داسې حال کې چې حج د خپل کلنۍ نړیوالې اجتماع سره د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د اتحاد داسې قوي ذریعه پکار ده چې په کې ټول اختلافات ختم شي. د دې وجه دا ده چې حج په دې زمانه کې صرف یو ډول دودیزه ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده، نه دا چې د کوم لوی هدف لرونکو ژوندۍ اجتماع.

د اتحاد لپاره ضروري ده چې د خلکو تر منځ یو داسې مشترک هدف وي چې د دوی پام لوړ هدف ته واړوي. که داسې کوم لوی هدف مخې ته نه وي نو خلک به په وړو وړو خبرو کې ونښلي او لویو اجتماعګانو سره سره به یوځای او متحد نه شي. دعوت د مسلمان امت همدغه لوی هدف دی. که په مسلمانانو کې دعوتي جذبه پیدا شي نو ناڅاپه به ټول امت یو لوی هدف ته متوجه شي او له دې وروسته به د حج اجتماع په خپله د مسلمانانو منځ کې د نړیوال یووالي د پیدا کولو ذریعه وګرځي او د همدې سره به د اسلام د دعوت نړیوال مرکز هم وګرځي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ