حج یو ژوندی عمل
حج یو ژوندی عمل
رسول الله ﷺ د هجرت په لسم کال په اخر کې حج وکړ. هغه وخت د سلو زرو نه ډېرو مسلمانانو په شتون کې هغه ﷺ د ذی الحجې په ۹مه د عرفات په میدان کې یوه تفصیلي خطبه ورکړه چې د حجة الوداع د خطبې سره مشهوره ده. د هغه ﷺ دې حج ته حجة البلاغ هم ویل کیږي. ځکه چې د اسلام ټول بنیادي تعلیمات یې امت ته ورسول او د هغوی نه یې ژمنه واخیسته. نو ځکه د خطبې اخري ټکي دا دي:
|
الا فلیبلغ الشاهد الغائب. فرب مبلغ اوعی من سامع. وانتم تسآلون عنی ماذا انتم قائلون. قالوا نشهد انك قد ادیت الامنة و بلغت الرسالة و نصحت فقال رسول الله ﷺ باصبعه السبابة یرفعه الی السماء وینكتها الی الناس: اللهم اشهد اللهم اشهد |
خبر اوسئ، چې څوک دلته دي هغوی دې زما خبرې نورو ته ورسوي چې دلته نشته. ځکه چا ته چې رسیږي هغوی د اورېدونکو نه ډېر ساتونکي وي. او زما په اړه به له تاسو پوښتنه کیږي نو تاسو به څه جواب ورکوئ. خلکو وویل چې موږ شاهدي ورکوو چې تا امانت او پیغام راورسوه او د خیر خواهۍ حق دې اداء کړ. رسول الله ﷺ خپله ګوته اسمان طرف ته ونیوله او بیا یې خلکو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ای الله شاهد اوسه، ای الله شاهد اوسه. |
د دې پېښې نه دوه میاشتې وروسته رسول الله ﷺ وفات شو. هغه وخت اسلام په عربو کې خپور شوی و. د هغه ﷺ د وفات نه وروسته د هغه ﷺ اصحاب د عربو نه بهر ووتل. هغوی د اسلام تبلیغ خپل ماموریت وګرځاوه. هغوی خپل ټول ژوند او ټوله سرمایه د اسلام د دین په خپرولو کې ولګوله. د دې په پایله کې د هغه ﷺ د وفات نه پنځوس کالو کې دننه اسلام د پخوانۍ ابادې نړۍ په ډېرو برخو کې خپور شو.
اوس هم په منظمه توګه حج اداء کیږي او د " حجة البلاغ " نه ډېر خلک جمع کيږي او د حج امام خطبه ورکوي او هر کال هم هاغسې خبرې تکراروي چې پیغمبر ﷺ څوارلس سوه کاله پخوا کړې وې، خو دې خبرو هېڅ نتیجه ور نه کړه. د دې توپیر وجه څه ده. د دې توپیر وجه دا ده چې هغه وخت حج یو ژوندی عمل و، خو اوس یو دودیز عمل ګرځېدلی دی. د پیغمبر ﷺ د حج په وخت کې چې کومو خلکو ته خطبه شوې وه هغوی په دې ارادې او عزم سره هلته یوځای شوي وو چې دوی ته چې کومې لارښوونې ورکول کيږي هغوی یې باید پر ځای کړي. د هغه برعکس نن ډېری حاجیان مکې او مدینې ته یوازې د دې لپاره ځي چې د حج په نوم ځینې دودونه اداء کړي او بېرته راوګرځي او په کوم حال کې چې مخکې ول په هماغه حال کې کې بیا هم واوسي.
له دې نه معلومه شوه چې حج د یو مؤثر عمل په حیثیت سره د ژوندي کولو کار د ټولو نه لومړی " حاجیانو" لره د ژوندي کولو کار دی. تر څو چې په حاجیانو او په عموم کې په ټولو مسلمانانو کې د حج شعور ژوندی نه کړل شي، د حج عبادت به همدغسې بې اثره وي لکه د بېکاره ټوپک پشان چې ماشه ووهل شي خو بیا هم ډز ونه کړي.