د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د حج نوی تنظیم

فصل: 20

د حج نوی تنظیم

حج یو ځل بیا د دې اصلي روح سره ژوندي کول دا دي چې دا دې د دعوتي ادارې په حیثیت سره ژوندی کړل شي. حج دې د اسلامي دعوت د نړیوالې پلان جوړونې مرکز جوړ کړل شي. په دې نړیواله موقعه کې دې د هر هېواد خلک د خپل هېواد دعوتي حالات وړاندې کړي. د یو ځای خلک دې د نورو ځایونو د خلکو تجربې وګوري او د هغوی نه دې فایده واخلي. د حج په خطبه کې دې د دعوت اهمیت او د دې نویو فرصتونو وضاحت وکړل شي. د حج د ادارې نه لاندې دې په مختلفو ژبو کې د اغېزمن دعوتي ادبیاتو د چمتو کولو انتظام وکړل شي او د نړۍ په سطحه دې خپاره کړل شي او داسې نور.

خو په دې هم خلک باید ښه پوه شي چې د حج نوې لار سیخنه (رخ بندي) په خپله د مسلمانانو د ژوند د نوې لار سیخنې پرته نشي کېدای. د مسلمانانو اصلي مسؤلیت شهادت علی الناس دی. د دوی او د نورو قومونو تر منځ د داعي (بلونکی) او د مدعو (بلل شوی) اړیکه ده، خو مسلمانانو دا حقیقت په پوره توګه هېر کړی دی. دوی د ټولې نړۍ غیر مسلم قومونه خپل مادي حریف او قومي سیال ګڼي. حج د دعوتي ادارې په حیثیت سره ژوندي کولو لپاره تر ټولو د مخه دې مسلمانان د یوې دعوتي ډلې په حیث سره ژوندي کړل شي. مسلمانان دې باید د دې لپاره تیار کړل شي چې په ټوله نړۍ کې هغه فعالیتونه ختم کړي چې د دوی او د نورو قومونو تر منځ یې د داعي او د مدعو فضا پیدا کولو ته نه پرېږدي. که ستاسو او د نورو قومونو تر منځ معتدله فضا نه وي نو چا ته به تبلیغ کوئ او څوک به ستاسو تبلیغ واوري.

بیا نو د دې هدف لپاره ضرورت دی چې په لوړه درجه تبلیغي پوهنتونونه دې جوړ کړل شي چې نصاب او نظام یې په پوره توګه دعوت لوري ته وي. داسې ادارې دې جوړې کړل شي چېرته چې د خلکو داعیانه طریقې سره روزنه کیږي. داسې ادبیات دې تیار کړل چې له یو لوري په خلکو کې دعوتي ذهنیت پیدا کړي او له بل لوري دوی په دعوتي معلوماتو سره مسلح کړي. او ان تر دې چې د دې ضرورت دی چې د اسلام نوی بنسټیز ادب دې د دوهم ځل لپاره تیار کړل شي. ځکه چې په دې زمانه کې چې د قرآن د تفسیر او د رسول الله ﷺ د سیرت کوم کتابونه تیار شوي دي په هغو کې ډېر د عکس العمل د نفسیاتو په رڼا کې لیکل شوي دي او د نورو قومونو د فکري او عملي بریدونو د ځواب په توګه تیار شوي دي، د اسلام دعوت د مثبت وضاحت لپاره نه دي لیکل شوي.

که د څوارلس سوه کاله پخوانۍ مکي دور ته لاړ شو نو کتلی شو چې د اسلام پیغمبر یوازې د کعبې نه طواف کاوه. هغه وخت په دنیا د اسلام د منونکو شمېر صرف یو و. خو اوس هره ورځ ډېری خلک ښکاریږي چې د کعبې ګرد چاپېره طواف کوي او د حج په وخت کې د ټولې نړۍ نه په سلګونو زره خلک په داسې ګڼه ګوڼه کې راځي چې د مسجد حرام د دومره پراخوالي سره سره هر کال دغه ځای ناکافي ښکاري. د تعداد دغه ډېروالی څنګه شونی شو، ځواب یې دی د دعوت پواسطه. حقیقت دا دی چې د حج نړیواله اجتماع د اسلام د دعوتي ځواک یوه کلنۍ مظاهره ده. هغه وايي چې د اسلام په دعوتي ځواک کې الله تعالی د ټولو پرمختګونو راز پټ کړی دی. په دې کې د مسلمانانو هم دنیوي او هم اخروي نجات دی. تاریخ وايي چې د اسلام قوت تل دعوت دی. په ابتدا کې که څه هم اسلام د مکې خلک اغېزمن نه کړل، خو د مکې هغه ټول قیمتي خلک په ابتدایي دور کې پیدا شول چې وروسته د اسلام د تاریخ بنسټ وګرځېدل. دا یوازې د اسلامي دعوت پایله وه ځکه چې هغه وخت اسلام سره بل کوم طاقت نه و. وروسته چې د مکې کومو خلکو اسلام قبول کړ هغوی هم د اسلام نظریاتي غوره والي نه په اغېزې سره اسلام قبول کړ، د مثال په توګه عمروبن العاص او خالد بن الولید او نور.

په دوهمه مرحله کې اسلام په مدینه کې مستحکم کېدل هم د دعوت پواسطه وشو. په مدینه باندې کله هم کوم برید ونه کړل شو. صرف ځينې خلک د اسلام د داعیانو په حیث مدینې ته لاړل او هغوی هلته په ساده طریقې سره د اسلام دعوت شروع کړ. د دې په پایله کې ډله ډله مسلمانان شول او تر دې چې هغه وخت راغی چې مدینه د اسلام فکري او عملي مرکز وګرځېده.

په وروسته دور کې مغولان او تاتاریانو د اسلام لپاره ستونزې جوړې کړې. دغه وحشي قومونه به په اسونو سواره وو، غشي او تورې ورسره وې او په مسلمان هېوادنو يې بریدونه وکړل او قوي مرکزونه یې ورته ړنګ کړل. په ظاهره کې داسې ښکارېده چې د اسلام تاریخ به هم داسې ختم شي څنګه چې نور مدنیتونه پیدا شول او ختم شول. خو په همدغه وخت کې د اسلام دعوتي قوت ډېر شو او ټوله ستونزه یې داسې حل کړه چې په خپله فاتح قومونه د اسلام برخه وګرځېده.

حج او بیت الله د یو لوی دعوتي پلان جوړونې نښې دي. کله چې د حضرت ابراهیم علیه السلام خبره د عراق، شام او مصر متمدنو خلکو وا نه ورېده نو هغه د خدای د حکم سره سم خپل اولاد په مکه کې مېشت کړل او د الهي هدایت د مستقل مرکز د جوړېدو لپاره یې دلته کعبه ودانه کړه:

{إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ}

آل عمران96

لومړی کور چې د خلکو لپاره ټاکل شوی هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتناکه او د ټولې نړۍ لپاره هدایت

د عمرو بن عوف رضی الله عنه نه روایت دي چې رسول الله ﷺ ویلي دي:

ان الدین لیأرز الی الحجاز كما تأر زالحیة الی جحرها ولیعقلن الدین من الحجاز معقل الارویة من رأس الجبل. ان الدین بدأ غریبا و سیعود كما بدأ فطوبی للغرباء وهم الذین یصلحون ما انسد الناس.

(اخرجه الترمذی)

دین به د حجاز په لور راغونډ شي لکه څنګه چې مار خپل غار ته راګرځي او دین به د حجاز سره وتړل شي څنګه چې اوزه په غر کې د تړلو ځای سره تړل کیږي. دین چې شروع شو نو اجنبي و. دا به بیا اجنبي شي نو اجنبیانو ته دې مبارک وي. همدغه خلک دي چې هغه وخت به د خلکو اصلاح کوي کله چې هغوی بې لارې شي.

د دې مطلب دا دی چې څنګه د رسول الله ﷺ په زمانه کې حجاز د اسلامي دعوت مرکز وګرځېده همدارنګه به په راتلونکې کې هم کله چې په خلکو کې دین ورک شي نو بیا به هم حجاز د خدای د دین د ژوندي کولو مرکز وګرځي. حج هم د خدای د عبادت او هم د خدای د دین د دعوت مرکز دی. ضرورت دا دی چې نن حج او د حج مرکز د دوهم ځل لپاره په همدې حیثیت سره ژوندی کړل شي.

دې زمانه کې ساینسي انقلاب ډېر نوي دعوتي امکانات پیدا کړي دي. د دې په پایله کې نن د بل هر وخت نه په ډېره پیمانه شونې شوې ده چې د حج نړیواله اجتماع د دین دعوت د نړیوال پلان جوړونې لپاره استعمال کړل شي او په دې توګه دې په دنیا کې د اسلام د فکر لاره داسې غالبه شي څنګه چې پخوا یوه غالبه لاره وه. دا هماغه هدف دی چې په قرآن کې ورته اظهار دین او اعلا کلمة الله ویل شوي دي او د دې د حاصلولو راز بې له شکه د حج دعوتي اهمیت په بیا ژوندي کولو کې پټ دی.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ