یو ضروري شرط
یو ضروري شرط
حج د یوې نړیوالې دعوتي ادارې د جوړولو یوازې یو مهم شرط دی. او هغه دا چې د حج فریضه دې د سیاست نه په پوره توګه بېله کړل شي.
د دې کتاب لیکوال (مولانا وحید الدین خان) په ستمبر ۱۹۸۲ کې د حج فریضه اداء کړه. نوموړی وايي یوه ورځ کله چې زه په بیت الله کې وم د یو ځانکړي هېواد ځینې خلک هلته راغلل او د خپل هېواد مشر نوم یې اخیسته او د زنده باد او پاینده باد شعارونه یې ورکول. د دې په اورېدلو سره ډېر حاجیان هلته جمع شول او په منځ کې یې اختلافي بحثونه شروع شول او تر ډېر وخته یې دوام وکړ. بیت الله د ذکر او عبادت چاپېریال دی خو د دغسې نادانۍ په پایله کې هغه د سیاسي شخړې په چاپېریال بدل شو.
همدغسې پېښه په مدینه کې هم وشوه. زه د مدینې په یو هوټل کې وم. زما کوټې ته ځینې ځلمیان راغلل. دوی سره په انګلیسي او عربي ډېر چاپ شوي رسالې(pamphlets) وې. په دې کتابچو کې د یو ځانګړي مسلمان هېواد مشر په اړه مخالفې خبرې لیکل شوې وې. دغو زلمیانو دغه کتابچې ماته راکړې نو ما ورته وویل چې تاسو خپل قیمتي وخت هم ضایع کوئ او د حج ورځې په ډېره غلطه توګه استعمالوئ. هغو زلمیانو ما سره بحث شروع کړ تر دې چې هغوی غوسه شول او لاړل.
دې زمانه کې دغه میلان ډېر زیات شوی دی. ځینې ادارې او ځینې حکومتونه حج په یو وخت کې د مسلمانانو یوځای کېدل ګڼي ځکه یې د خپلو محدودو سیاسي هدفونو لپاره استعمالوي. خو دغه طریقه بېخي غلطه او د حج د هدف په پوره توګه مخالفه ده. حج کې جمع شوي مسلمانانو سره صرف باید په دې نظر سره وکتل شي چې دوی د حج د اداء کولو لپاره راغلي دي. د دې نړیوالې اجتماع نه د فایدې اخیستلو سمه طریقه دا ده چې په خلکو کې دعوتي روح پیدا کړل شي. تر څو هغوی خپلو سیمو کې د الله د دین اعلان وکړي نه دا چې د یو بل خلاف منفي پروپګنډې (تبلیغات) وکړي.
حج یو لوی قوت دی او دا ډېر په اغېزمنه توګه د نړیوال اسلامي دعوت لپاره استعمالېدلی شي، خو په دې شرط چې حج په خپلو کې د اختلاف میدان جوړ نه کړل شي.