د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د حج احساساتي (عاطفي) اړخ

فصل: 22

د حج احساساتي (عاطفي) اړخ

قرآن کې الله تعالی ويلي دي چې ما پېریان او انسانان صرف د دې لپاره پیدا کړي دي چې دوی زما عبادت وکړي (الزاریات ۵۶) د دې نه معلومیږي چې په انسان کې د الله د عبادت جذبه په تخلیقي توګه شامله ده. انسان ته نه یوازې دا چې د واقعاتو د نګاه نه عبادت کول پکار دي، بلکې د ده خپل فطرت هم د ده څخه هم دغه غوښتنه کوي. همدغه وجه ده چې د خدای له عبادت پرته هېڅ شی انسان په حقیقي توګه نه مطمینوي: الا بذکر الله تطمئن القلوب (واورئ چې صرف د الله د یادولو سره زړونو ته اطمنان حاصلیږي)

څنګه چې یو ماشوم د داخلي جذبې لاندې مجبوره دی چې د خپلې مور خوا ته ور منډه کړي. همدارنګه انسان هم د داخلي اواز پر بنسټ مجبوره دی چې د خدای طرف ته منډه کړي. انسان خپل دننه شخصیت نه شي بدلولی. نو ځکه هغه خدای هم د زړه او د دماغو څخه نه شي وېستلی.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ