د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د انسان پوهنې شهادت

فصل: 23

د انسان پوهنې شهادت

دغه حقیقت په دې زمانه کې د انسان پوهنې (Anthropology) پواسطه په عملي توګه ثابت شوی دی. په دې زمانه کې انسان پوهانو د انساني ټولنې په ژوروالي سره مطالعه کړې ده. د تاریخ د ابتدا نه تر اوسه د انساني ټولنې د مطالعې نه وروسته چې کوم حقایق مخې ته راغلي دي په دې کې یو مهمترین حقیقت دا دی چې د هر ډول ښو او بدو ورځو مخکېدو سره سره انسان تل خدای پرسته پاتې شوی دی. د خدای او د مذهب جذبه د انسان د فطرت سره داسې پیونده ده چې په یو حالت کې هم سره نه بېلیږي. په دې اړه د انسان پوهنې څېړنو لنډیز د امریکانا دایره المعارف څخه په دې ټکو کې نقل کوو:

From the earliest days of the world’s history man has been more or less a religious creature. Almost invariably he has had a god, or several of them, to whom he looked for protection. At times these gods have been crude fetishes of whittled wood or roughly hewn stone; at times they have assumed the form of animals or reptiles, or have appeared as cruel monsters eager for the life-blood of those who reverenced them. But, however they may have come, man has worshipped them, because religion, as represented in the worship of a super-natural power. is interwoven with the entire fabric of human nature. Encyclopedia Americana, 1961, V.XXIII.p.354

د دنیا د تاریخ د پوره ابتدايي ورځو څخه انسان لږ یا ډېر یو مذهبي مخلوق دی. کابو په هره زمانه کې به یې د ځان د ساتنې لپاره یو خدای یا څو وو. کله به دغه خدایان د لرګي نه جوړ شوي وو، کله به د ډبرې نه جوړ شوي وو او کله به هم څاروي او خزنده ګان خدای ګڼل کېدل او داسې نور. خو په هر حال کې به هغوی په یو نه یو شکل کې خدایان لرل او انسان ضروري ګڼله چې د هغه بنده ګي دې وشي. ځکه چې مذهب، د یو مافوق طاقت د بنده ګۍ په شکل کې، د انسان د فطرت د ټول جوړښت سره ګنډل شوی دی.

دا یو حقیقت دی چې د خدای شعور د انسان په فطرت کې په تخلیقي توګه پیوند دی. خو بیا هم دغه شعور په مجمل شکل کې دی. نو ځکه انسان داسې کوي چې کله حقیقي خدای ونه مومي نو په مصنوعي توګه هغه په لاس جوړ شویو خدایانو بنده ګي پیلوي. د فطرت په زور باندې په دې کې د بنده ګۍ جذبه پیدا کیږي. که دې ته د پیغمبر لارښوونه ورسیږي نو د دې دا جذبه به د واحد او لاشریک خدای په شکل کې د دې ځواب ومومي. او که د پیغمبر لارښوونې د دې مخې ته را نشي نو دا به د دې جذبې د مصنوعي تسکین لپاره نور شیان خدای وګڼي او د دې بنده ګي به شروع کړي.

د انسان اصلي هدف صرف یو دی او هغه دی د دې خالق او مالک. دغه هدف د هغه په فطرت کې په ژوره توګه شامل دی. انسان که په یوازې توګه فطرت ته غوږ کیږدي نو خپله به په ځان کې خدای ومومي. هغه به یې د خپل زړه په ټکانو کې محسوس کړي. دغه فطرت ګواکې د انسان "لاشعور" دی. پیغمبر همدغه لاشعور ته د شعور درجه ورکوي.

خو د انسان پشان مخلوق لپاره صرف دغه غیبي معرفت کافي نه دی. انسان غواړي چې خدای په محسوسه توګه هم ومومي. هغه خدای په محسوسه توګه درک کړای شي. خو دلته دغه خنډ دی چې د خدای محسوسه درک په حقیقي معنا سره د اخرت نه وړاندې شونی نه دی.

اخرت کې بې له شکه انسان به خدای وګوري. قرآن کې وویل شوي دي چې د اخرت د ورځې ځینې څېرې به تروتازه وي، هغوی به خپل رب ګوري (القیامه). حدیث کې هم دغه خبره د تواتر تر حده پورې ثابته ده. د صحیح بخاري یو روایت په دې ټکو کې راغلی دی چې تاسو به ډېر زر خپل رب په پوره توګه وګورئ (انکم سترون ربکم عیانا)

و فی الصحیحین عن جریر قال نظر رسول الله الی القمر لیلة البدر فقال: انكم ترون ربكم كما ترون هذا القمر

په بخاري او مسلم کې د جریر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ د بدر په شپه سپوږمۍ ته وکتل او بیا یې وویل چې تاسو به (په اخرت کې) خپل رب داسې ګورئ څنګه چې تاسو دغه سپوږمۍ ګورئ.

 

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ