شعائر الله
شعائر الله
دا یو حقیقت دی چې د خدای حقیقي مشاهده به صرف په اخرت کې کیږي. خو د اخرت په خدايي مشاهدې باندې د ایمان لرلو سره انسان دا هم غواړي چې خدای ومومي او د سبا نه وړاندې نن د خدای قربت حاصل کړي. دا د انسان فطرت دی. اوس پوښتنه دا ده چې څنګه په دې دنیا کې د انسان دغه غوښتنه پوره شي.
د دې ځواب د شعائر الله (البقرة ۱۵۸) په شکل کې چمتو شوی دی. الله تعالی ځېنو شیانو ته د ځانګړي تاریخي اهمیت په وربښلو سره خپل شعیره (نښې) ګرځولي دي. په دغو نښو یا یادګارونو کې داسې حالات جمع شوي دي چې د دې لیدل د خدای لیدل ګرځي. کوم خدای چې انسان مخامخ نه شي موندلی دلته یې په غیر مستقیمه توګه مومي. انسان په دې دنیا کې الله نه شي لیدلی البته هغه شعائر الله لیدلی شي. دا په دې دنیا کې الله داسې نه شي موندلی چې لمس یې کړي او د هغه نه د نږدېوالي احساس حاصل کړي. البته شعائر الله لمسولی شي او د دې په ذریعه الله ته د نږدېوالي احساس تجربه کولی شي.
شعیره (جمع شعائر) معنا ده نښه، علامه، یادګار. یعنې هغه شی چې په خپله اصل نه وي البته د کوم نسبت پر بنسټ اصل یادوي. د دې یو مثال د صفا او مروه غونډۍ دي چې په قرآن کې ورته شعائر ویل شوي دي. (ان الصفا والمروة من شعائر الله، البقره ۱۵۸)
صفا او مره مکه کې بیت الله ته نږدې دوه غونډۍ دي چې تر منځ یې کابو ۵۰۰ قدمه واټن دی. کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله مېرمن هاجره او خپل تي خور زوی اسماعیل علیه السلام دلته مېشت کړل نو هلته نه ابادي وه او نه اوبه. د هاجرې د مشک اوبه ختمې شوې نو هغې د اوبو د پیدا کولو لپاره د صفا او مروه تر منځ اووه ځلي منډې وکړې. د دې په یاد کې نن هم ټول حاجیان د دې دوو غونډیو تر منځ اووه ځلي سعې کوي.
دغه پېښه د الله خوښه شوه او صفا او مروه یې خپل شعائر وګرځول. یعنې د خدای پرستۍ مستند یادګار. د صفا او مروه په لیدلو سره سړي ته ټول تاریخ وریاديږي کله چې د الله یو بنده صرف د الله د رضا په خاطر خپل ښېرازه هېواد (عراق) پرېښوده او خپله مېرمن او زوی یې په بې اوبو او بې وښو سیمه کې اباد کړل. دا په الله د یقین او اعتماد یو کامل مثال دی.
همدارنګه کعبه، حجر اسود او د حج اړوند نور شیان ټول شعائر الله دي. دا د پوره مؤحد حضرت ابراهیم خلیل الله د خدای پرسته ژوند نښې دي. د دې په لیدلو سره سړي ته د حضرت ابراهیم علیه السلام مؤحدانه تاریخ وریادیږي. د دې په لیدلو سره د خدای د لویوالي او جلال نقشه تر سترګو کیږي. د دې شعائرو چاپېریال ته رسیدو سره سړی خپل ځان د خدای په چاپېریال کې محسوسول پیل کوي.
حجر اسود ته په حدیث کې ید الله علی الارض (ځمکه کې د الله لاس) ویل شوي دي. دا په حقیقي معنا کې نه بلکې په تمثیلي معنا کې دی. سړي کې راپورته کیدونکې خدایي جذبه د خپل محسوس تسکین لپاره غواړي د الله لاس ښکل کړي او په دې ښکلولو سره خپله جذبه مطمئنه کړي، د حجر اسود په ښکلولو سره سړی د همدغې جذبې تسکین حاصلوي. همدارنګه سړی غواړي چې الله ومومي او د دې ګرد چاپېره وګرځي، کعبې مقدس کور نه د طواف کول دغه جذبه تسکینوي. سړی غواړي د الله د رضا لپاره منډه ووهي، هغه د صفا او مروه تر منځ منډه وهي نو ده ته همدغه تسکین حاصلیږي. په همدې توګه د حج ټول مراسم د یو نه یو نظره د انسان د پټو احساساتو تسکین دی. دا د خپل رب سره د محسوسې اړیکې جوړولو ذریعه ده.
د معبود د بنده ګۍ جذبه په فطري توګه په انسان کې پټه ده. شرک او بت پرستي د دغې فطري جذبې غلط استعمال دی. د توحید عقیده دغه فطري جذبه صحیح لور ته روانوي. د حج مراسم هم په همدې توګه دي. حج له یوه اړخه د یوې انساني تېروتنې اصلاح ده. دا د انسان غوښتنې غلط لوري ته د تللو نه منع کوي او په صحیح لوري یې روانوي. حج د دغې جذبې د تسکین صحیح شکل دی چې انسان یې په غلطو طریقو سره تسکین ورکول غواړي.
انسان غواړي چې خدای وګوري، په محسوسه توګه یې ومومي او د دې مخې ته د بنده ګۍ مراسم اداء کړي. انسان د خپلې دغې جذبې د تسکین لپاره د نه لیدل کېدونکي خدای ليدل کېدونکی انځور (image) جوړ کړ. هغه دغه په لاس جوړ شوی انځور د خدای انځور ګڼي او د دې پرستي پیلوي. خو دا د قرآن په ټکو کې الحاد (انحراف) دی. انسان چې د کوم فطري احساس جواب په بتانو کې لټوي دا په ډېره صحیح توګه د خدای په یادګارونو (شعائر الله) کې دی.
د خدای بت جوړول داسې دي لکه د انسان مجسمه جوړول. مجسمه هغه څوک جوړوي چا چې د مجسمې خاوند یا یې انځور لیدلی وي. خو د خدای په اړه هېڅ مجسمه جوړونکی دغه دعوه نه شي کولی. کله چې یو سړی د خدای مجسمه جوړوي نو هغه لامحدود محدودوي. هغه یو اوچته هستي په ښکته شیانو کې قالبوي. دغه ډول هر کار د پېښې خلاف دی او بې له شکه د سرکشۍ هم معنا ده.
حج په یو اعتبار سره د دې انساني ذهن اصلاح ده. د حج پیغام دا دی چې د خدای "مجسمه" په سطحې باندې د جوړولو هڅه ونه کړئ. خدای ته د دې د شعائرو په سطحه وګورئ. په دې دنیا کې تاسو خدای د ذات په سطحه نشئ موندلی. البته تاسو د دې اثار د ذات په سطحه موندلی شئ. دا هغه شعائر دي چې د خدای معیاري بنده ګانو په عمل سره جوړ شوي دي. دا د تاریخ د هغو شیبو مادي یادونه دي کله چې د خدای او بنده تر منځ مستقیم وصل وشو. کله چې بنده خپل رب ومونده او خدای خپل ځان خپل بنده ته بې نقابه کړ.
د تاریخ هغه قیمتي خلک چا چې په لوړ او معیاري شکل کې بنده ګي اختیار کړه. د هغوی د اثارو نوم شعائر الله (د خدای نښې) دی. د همدغو شعائرو په منځ کې د حج ټول مراسم اداء کیږي. د دې نه لرېوالی د خدای نه لرېوالی دی او دې ته نږدېوالی خدای ته نږدېوالی دی.