خدای سره ملاقات
خدای سره ملاقات
حج ډېر اړخونه لري. خو یو ځانګړی اړخ یې دا دی چې حج الله تعالی سره لیدنه ده. کله چې سړی سفر وکړي او د حج مقاماتو ته ورسیږي نو په ده باندې یو ځانګړي ډول کیفیات راځي. هغه ته داسې معلومیږي چې خپلې دنیا نه وځي او د خدای په دنیا کې داخلیږي. هغه خپل رب لمسوي او د ده ګرد چاپېره ګرځي. د هغه لوري ته منډه وهي. هغه د ده له خاطره له یو ځای نه بل ځای ته ځي. هغه د ده حضور کې قرباني وړاندې کوي. دا د ده دښمن په شګو ولي. هغه د ده څخه هر هغه څه غواړي څه چې یې زړه غواړي. هغه د ده څخه هر هغه څه حاصلوي څه چې حاصلول غواړي.
د عرفات میدان په دې برخه کې ډېر عجیب منظر وړاندې کوي. د خدای بنده ګان په قافلو قافلو کې د څلورو خواوو نه راځي او بدنونه یې په ساده جامو پټ دي. هر چا خپل امتیازي صفت ورک کړی دی. د ټولو په ژبه یوه خبره ده: لبيك اللهم لبیک. لبيك اللهم لبيك (حاضر یم خدایه زه حاضر یم، حاضر یم خدایه زه حاضر یم)
د دغه منظر لیدل سړي ته د قرآن هغه ایت وریادوي چې په کې ویل شوي دي چې کله شپېلۍ ووهل شي نو ناڅاپه به ټول خلک د قبرونو نه راووځي او د خپل رب طرف به منډه وهي (و نفخ فی الصور فاذا هم من الجداث الی ربهم ینسلون) حقیقت دا دی چې د عرفات اجتماع د حشر د اجتماع وړاندېوینه ده. دا په دې دنیا کې د راتلونکې دنیا انځور ښودل دي. په حدیث کې راغلي دي چې الحج عرفة (د عرفات په میدان کې قیام حج دی) د دې نه معلومیږي چې د حج مهمترین هدف څه دی. هغه دا دی چې سړی د حشر په میدان کې د خدای مخې ته حاضري یاده کړي. څه چې سبا په عملي توګه کېدونکي دي هغه دې د نن څخه په ذهني توګه په خپل ځان تېر کړي.
کعبه د واحد خدای کور دی. دا دوه جلیل القدر پیغمبرانو (حضرت ابراهیم علیه السلام او حضرت اسماعیل علیه السلام) دواړو یوځای جوړه کړه. د دې پیغمبرانو د لوړ ژوند او دخدای لپاره د دوی د قربانۍ حیرانونکې پېښې دغه کور سره تړلي دي. بیا د اخري پیغمبر او د هغه پاکو اصحابو ژوندونونه او د هغوی خدای پرستانه فعالیتونو په فضا کې مېشت شوي دي.
خدای پرستي او د خدای لپاره د قربانۍ بې مثاله تاریخ سړی په کتابونو کې لولي. هغه یې د کوچنیوالي څخه د حج د سفر پورې دغه په مسلسله توګه اوري تر دې چې دا د دې د دماغو برخه وګرځي. داسې حال کې چې دا سفر وکړي او کعبې ته ورسیږي نو د هغه د دماغو ټول یادونه ناڅاپه په ده کې دننه پاڅیږي. هغه خپل ځان د تاریخ مخې ته ولاړ مومي ـــــــــــ خدای نه د وېرې او د مینې تاریخ، د خدای لپاره د قربانېدلو تاریخ، خدای د خپل هر څه جوړولو تاریخ، خدای د مطلق قادر په حیث د موندلو تاریخ، د خدای لپاره د خپل ځان ورکولو تاریخ.
دا ډول یو لوی خدایي تاریخ د سړي مخې ته د کعبې په شکل کې مجسم کیږي. هغه په ډبریزو تورو کې لیکلی ده ته ښکاریږي. دغه تجربه د ده دماغ لړزوي او د ده سینه ویلې کوي. دا په یو نوي انسان بدلوي.
د کتاب لیکونکي د حج (۱۹۸۲) په سفرنامه کې لیکلي دي:
"زموږ استوګنځی حرم ته ډېر نږدې د ابراهیم الخلیل الله په لویه لاره باندې و. نو د خوراک او د لږ خوب نه پرته زما ډېر وخت به په حرم کې تېرېده. زما ورځنی معمول دا و چې ما به د باب الهجره سره نږدې د زمزم په اوبو اودس کاوه، او بیا به مې خپله تنده په دې اوبو ماتوله او هغه به مې څښکلې او بیا به حرم ته داخلېدم. اکثر به زه د حرم پورته برخې ته تللم ځکه چې پورته به د ګڼه ګوڼې د نشتون له وجې سکون و. هلته به ما لمونځ کاوه، تلاوت کاوه، کعبه به مې کتله او الله به مې یاداوه. د ورځې ساعتونه به داسې تېرېدل چې زه په وخت بیخي نه پوهېدم. کله به چې له حرم څخه راتلم نو محسوساوه به مې چې طبیعت مې نه دی موړ شوی. د کعبې مخې ته کېناستلو به زړه ته داسې کیفیت ورکاوه چې په الفاظو کې نشي بیانېدلی."
په مصیبت کې راحت
حج کې په یو وخت کې د ټولې نړۍ مسلمانان راټولیږي. په دې بنسټ حج کې بیا بیا ځلي یو بل ته تکلیف رسیږي. بیا بیا ځلي داسې پېښې رامنځته کیږي چې د سړي په طبیعت بدې لږیږي. په داسې وخت کې که سړی خدای ته متوجه شي نو د ده حال به په پوره توګه بدل شي. له دې وروسته به ترخه تجربه هم خوږه بجربه وګرځي. له دې وروسته به دغه شی د ده لپاره د خدایي رزق سبب وګرځي چې په عادي حالت کې صرف د نفساني رزق ذریعه ګرځي.
د مثال په توګه تاسو په مسجد حرام کې د لمونځ لپاره ولاړ یاست او په ورته وخت کې د انسانانو یوه ډله داخله شوه او ستا مخې ته یې صف جوړ کړ او تا لپاره دومره پراخ ځای پاتې نه شو چې په سمه توګه رکوع یا سجده وکړې. په داسې حالت کې که تاسو صرف مخامخ خلکو ته ګورئ نو په تاسو کې به غصه او نفرت پیدا شي. د دې برعکس که تاسو خپل احتساب وکړئ نو ستاسو حال به بیخي بدل شي. ته به داسې ووایې چې ای خدایه زما دا ګډوډ لمونځ قبول کړې. ځکه چې زما ظاهري سم لمونځ هم دومره په حقیقت کې ګډوډ دی لکه زما دغه لمونځ. څوک چې خپل ذهن دارنګه واړوي د هغه حال په پوره توګه بدلیږي. د کومې پېښې نه چې اکثر خلک صرف د انسان د بېزارۍ غذا اخلي د دې پېښې نه به ورته د خدای ته د نږدې کېدو رزق حاصل شي.
همدارنګه د حج په سفر کې ډول ډول ستونزې رامنځته کیږي. رمي او نورو ځایونو کې د انسانانو ګڼه ګوڼه، منی او عرفات کې د ګرمۍ شدت، د اوبو اخیستلو لپاره یو بل ټېل وهل او داسې نور. دا ډول مختلفې پېښې چې د حج په دوران کې واقع کیږي، که تاسو صرف مخامخ پېښو ته ګورئ نو تاسو کې به د غوسې او قهر احساسات راوچت شي. د دې برعکس که تاسو داسې فکر وګړئ چې په دنیا کې که د وړو وړو مصیبتونو دغه حال دی نو د آخرت د لویو مصیبتونو به څه حال وي، نو ناڅابه به تاسو دا محسوس کړئ چې کوم شی چې په ظاهر کې مصیبت ښکارېده هغه راحت جوړ شو. هغه د خدای د رحمت په شکل کې په تا باندې سیوری وکړ.
فوق العاده سفر
د حج نوموړې سفرنامه (۱۹۸۲) کې د خاطرې په بیانولو سره لیکل شوي دي:
"زه په ۱۹۸۲ کې د ځینو هېوادونو په سفر باندې ووتلم. په دې سفر کې مې د حج تابیا نه وه نیولې. تر دې چې زما په ذهن کې د دې تصور هم نه و چې حجاز ته لاړ شم او حج وکړم. کله چې افریقا ته لاړم هلته مې د یو مشر دوست سره وکتل او د هغه سره په ناڅاپي توګه د حج د سفر اسباب برابر شول. په دې اړه ما سره داسې پېښه وشوه چې د اردو ژبې یو شاعر په خپل شعر کې بیان کړې ده:
خدا کے دین کا موسی سے پوچھئے احوالکہآگ لینے کو جا ئیں پیغبریمل جائے
یعنې د خدای د دین د حال پوښتنه د موسی علیه السلام څخه وکړه چې لاړه اور پسې او الله ورته پیغمبري ورکړه.
دا زما محرومي وه چې ما تر اوسه د حج تابیا نه وه نیولې. له هېواده په یو بل سفر ووتلم. خو خدای په عجیب و غریب ډول د اسیا، اروپا او افریقا ته سفر سره حرم ته هم ورسولم د دې لپاره چې د حج نېکبختي تر لاسه کړای شم. حج کوونکی که څه هم زه وم خو حج راباندې کولو والا یوازې خدای و. په دې کې د بل چا هېڅ لاس نه و. په پای کې کله چې حرم ته ورسېدم او په کعبه مې سترګې ولګېدې نو دا یو داسې منظر و چې په الفاظو نشي بیانېدلی. د کعبې کتل او د هغې شاوخوا کې شتون لرل د کیفیت نه ډکه خدايي تجربه ده چې زما قلم یې د بیانولو څخه عاجز دی. د دغه ناڅاپه نعمت په حاصلولو سره مې زړه ته عجیبه کیفیت حاصل شو. بې اختیاره زما د خولې نه ووتل: خدایه، ما تر اوسه په خپل ژوند کې حج ته د تګ تابیا نه وه نیولې. ګواکې زه د حج د اداء کولو پرته په مړه کېدلو راضي وم. دا ستا څنګه عجیبه احسان دی چې تا زه د نه بیانېدونکې محرومۍ څخه وژغورلم. "
دا په ظاهره د یو حاجي هغه تاثرات دي چې په ځانګړي حالت کې پر ده باندې خپاره شول. خو حقیقت دا دی چې په هر حاجي باید دغه تاثرات خپاره شي چې خپل حج د خدای له لوري په ده باندې کېدونکی حج وګڼي. هغه چې کله حرم ورسیږي نو چې محسوس کړي چې په اصل کې دا خدای دی چې پر ما یې حج وکړ. هغه د یو عام مسافر په حیثیت سره د خپل وطن څخه ووت خو کله چې منزل ته ورسیده نو د خدای مېلمه و. هغه صرف لږه لاره وهلې وه خو الله دی داسې چاپېریال ته ورساوه چېرته چې هر لوري ته اسماني برکتونه خپاره شوي دي. ده سره صرف د بې برخۍ سرمایه وه خو الله په خپل خاص رحمت سره د هغه ورکه په موندنه بدله کړه.