د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د استعداد په اندازه فیض

فصل: 26

د استعداد په اندازه فیض

کعبه په ځمکه د خدای له نښو څخه یوه نښه ده. الله تعالی په تاریخي توګه دلته داسې اسباب برابر کړي چې څوک هم هلته لاړ شي هغه د اغېزمن کېدو پرته نه پاتي کیږي. دا هغه ځای دی چېرته چې بې لارې شوي انساني روحونه د خدای په غېږ کې راټولیږي. هلته د ډبرو پشان کلکو سینو کې د بنده ګۍ چینې پیدا کیږي. هلته بې نوره سترګې د خدای جلوې کتلی شي. خو په دې دنیا کې د "استعداد په اندازه د فیض" اصول رواج لري. د بیت الله فیض هغه چاته حاصليږي چې استعداد یې ولري او هلته لاړ شي. د بې استعداده خلکو لپاره د حج سفر یو ډول چکر دی. هغوی هلته د دې لپاره ځي چې څنګه تللي و هماغسې راوګرځي.

د حج نوموړې سفرنامې په (۱۹۸۲) لاندې کرښو کې راغلي دي:

هلته چې ما کومې خدایي منظرې وکتلې، څنګه چې هغه نه شي بیانېدلی، همدارنګه هغه انساني منظرې هم نه شي بیانېدلی چې ما هلته وکتلې. ما وکتل چې خلک په دنیوي خبرو او سوداګانو کې بوخت ول. ځینو به ټېلې وهلې او خپل د جوش نه ډک مذهبیت به یې ښکاره کاوه. په داسې حال کې چې د حج په مقاماتو کې دا ډول کارونه جایز نه دي.

چېرته چې هر لوري ته د خدای جلوې خپرې شوې وې د دې لپار چې سړی په دغو جلوو کې ورک شي هلته خلک په انساني جلوو کې ورک ول. چېرته چې د خدای فرښتې راښکته شوې وې د دې لپاره چې خلک ورسره خبرې وکړې هلته خلک په انساني خبرو کې بوخت ول. چېرته چې هر لوري ته د اخرت توکي پلورل کېده هلته خلک د دنیا د توکو نه پرته بل څه نه خوښول. د کوم ځای چې دا حق و چې د خدای وېره یې وروسته کړي هلته خلک یو بل ټېله کول او د مخکې کېدلو مهارت یې ښکاره کاوه.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ