ځینې خاطرې
ځینې خاطرې
د حج په همدې سفرنامه کې د حج د حالاتو په بیانولو کې لیکل شوي دي:
"۴م اکتوبر ۱۹۸۲ کې ماښام موږ اخري طواف وکړ او د شپې د مکې څخه د مدینې په لور روان شوو. کله چې زه د حرم څخه وتلم نو زه په عجیب و غریب احساساتو کې وم. بیا بیا به مې شاته حرم ته کتل. قدم به مې وړاندې اخیسته او زړه شا لوري ته کشکول کېده. داسې احساس مې کاوه چې د خپل اصلي هېواد څخه یو بل هېواد ته تللم. د داسې کیفیاتو سره موږ د حرم څخه ووتلو او د مدینې په لور روان شوو.
حرم مدینه کې داخلېدل د اغېز نه ډک و. د اسلام او د اسلام د پيغمبر پوره تاریخ مو تر سترګو تېر شو. زما د خولې نه دغه دعا ووتله چې خدایه زه ستا پر رسول صلواة او سلام وایم. ما د خپل رسول په امت کې شامل کړه. زما نوم د هغه کسانو په لېست کې ولیکه چې د قیامت په ورځ به یې رسول الله ﷺ شفاعت کوي او د شفاعت په قبلېدلو سره به ته هغه د جهنم څخه وژغورې او جنت کې یې داخل کړې. څنګه عجیبه ده هغه ورځ چې راغله او څنګه عجیبه ده هغه ورځ چې راتلونکې ده.
مدینه کې موږ نبوي جومات ته نږدې په یو هوټل کې مېشت وو. د اذان او تکبیر اواز به زموږ کوټې ته رارسېده. څو ورځې مو وکولی شول چې په نبوي جومات کې لمونځ وکړو. خو د لمونځ کوونکو شمېر دومره ډېر و چې ډېر په مشکله سره به مو په سکون او توجه سره لمونځ کاوه. په مکه کې د ایسارېدو په لومړیو ورځو کې همدغه حالت و. له دې وروسته د حرام د جومات په پورته منزل کې ما هم لمونځ شروع کړ. هلته به زه په سکون کې وم. خبر نه یم چې ولې نبوي جومات کې دوهم منزل نه جوړوي چې زما غوندې سړی هلته پناه ویسي.
نبوي جومات ډېر پراخ او ښکلی دی. خو د زیارت کوونکو ډېر شمېر د دومره پراختیا سره دغه ځای ناکافي ګرځېدلی دی. خو زما غوندې سړي لپاره دغه منظره ښکلې منظره نه ده چې جومات د څلورو خواوو نه د دوکانونو او هوټلونو په منځ کې راګېر دی. صرف د یوې خوا برخه د دوکانونو او هوټلونو څخه تشه ده چې د لمونځ کوونکو لپاره پرې د پاسه د خېمې په شکل کې ودانۍ جوړه شوې ده. کاش چې جومات د څلورو خواوو نه پراخ میدان وای نو د جومات لویوالی به ډېر ښه ښکارېده. کابو همدغه حال د مکې په حرم کې هم دی.
۳۰م ستمبر ۱۹۸۲ کې د حج مناسک ختم شول. او موږ بېرته مکې ته راوګرځېدو. د مطابع دار الثقاله (مکه) له لورې هر کال د حاجیانو تعداد خپریږي. د دغه اعلان له مخې په (۱۴۰۲) هجري قمري کال کې له سعودي عربستان پرته له نورو ټولو هېوادونو څخه د راغليو حاجیانو شمېر ۸۵۳۵۵۵ و. د ډېر شمېره هېوادونو نومونه لاندې دي.
۱. مصر ۹۸۴۰۸
۲. ایران۸۹۵۰۳
۳. نایجریا۸۱۱۲۸
۴. پاکستان۷۲۸۴۴
۵. اندونیزیا۵۷۴۷۸
۶. ترکیه۵۳۷۸۸
۷. الجزایر ۴۰۴۰۰
۸. شام۲۷۸۹۰
۹. هند۲۶۲۲۹
د سعودي حکومت بې شمېره لوړ انتظامات کړي دي. دغو انتظاماتو ننۍ زمانه کې حج ډېر اسانه کړی دی. خو یوه ستونزه ده چې کېدای شي د هغوی سره یې کوم حل نه وي. او هغه د حاجیانو ګڼه ګوڼه ده. په ځانګړې توګه د شیطان ویشتلو په وخت کې چې څنګه خلک په یو بل باندې ورغورځیږي. دا ډېره د افسوس خبره ده. بې شمېره خلک په یو وخت کې د شیطان ویشتلو لپاره داسې ګڼه ګوڼه جوړوي او داسې معلومیږي چې په خلکو کې د سمبولیک شیطان په شګو ویشتلو دومره جوش دی چې د هغه په خاطر حقیقي انسان تر پښو لاندې کول غواړي. د خدای د یو حکم د پرځای کولو په شوق کې د خدای بل حکم له نظره غورځولو د دې نه لوی بد مثال ما په خپلو سترګو نه و کتلی. داسې کسان مې ولیدل چې په لاس یا پښه یې پلاستر تاو و. ډېر داسې منظر مې هم وکاته چې د رمي په وخت کې یو حاجي وغورځېده او د خلکو د قدمونو لاندې شو او مړ شو. خلکو ویل چې هر کال داسې پېښې رامنځته کیږي. څنګه عجیب دی هغه حج چې انسان د دښمن یوې نښې په ویشتلو په جوش کې خپله انسان ووژني."