د کتاب لړۍ: د حج حقيقت

د ایمان تجدید (تازه کېدل)

فصل: 28

د ایمان تجدید (تازه کېدل)

حج یو ډول د ایمان نوې کېدنه ده. له حجه وړاندې ایمان ګواکې موقتي ایمان وي. له دې وروسته چې کله مومن مکې ته ورسیږي او لبيك لبيك وایي او د بیت الله څخه طواف کوي نو ګواکې هغه خپل ایمان نوی کوي. هغه په مستقیمه توګه د خدای سره "بیعت" کوي.

له حج نه وروسته ګناهونه داسې بښل کیږي څنګه چې د اسلام د قبلولو وروسته بښل کیږي. د اسلام د قبلولو سره پخواني ګناهونه بخښل کیږي. سړي سره داسې معامله د لومړي ایمان نه وروسته پیل کيږي او د دوهم ایمان وروسته ګواکې تکملیږي. لومړی ایمان که غیر مستقیم ایمان و نو دوهم ایمان مستقیم ایمان دی. بېوزلۍ په حالت کې هم اول ایمان د خدای په رحمت سره د سړي ګناهونو د معاف کولو لپاره کافي کیږي. خو د توانا سړي لپاره له دوهم ایمان وروسته دا تکملیږي. کېدای شي د همدې لپاره په حدیث کې راغلي وي چې کوم سړی توان لري خو بیا هم د حج کولو پرته مړ شي نو خدای ته د دې پروا نشته چې یهودي مړ کیږي او که نصراني. (من ملک زاداءوراحله تبلغه حج بیت الله الحرام ولم یحج فلاعلیه ان یموت یهودیا او نصرانیا، رواه الترمذی رالبیهقی)

د اسلام خلاصه خپل ځان خدای ته سپارل دي. په حج کې دغه سپارل په پوره توګه عملي کیږي. کله چې د عرفات په میدان کې ټول حاجیان "حاضر یم خدایه زه حاضر یم" ویلو سره یوځای کیږي دا د همدغې خبرې یو اجتماعي مظاهره وي. حج ګواکې د خدای مخې ته حاضرېدل دي. قیامت کې هر سړی به نیول شوی د خدای مخې ته حاضر کړای شي، په حج کې د عرفات میدان ته رسېدل ګواکې په خپله خوښه خدای ته حاضرېدل دي.

حقیقت دا دی چې حج د ټولو عبادتونو سردار دی. څنګه چې د کعبې درجه په نورو جماتونو لوړه ده همدارنګه د حج درجه هم د نورو عبادتونو څخه لوړه ده.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ