حج او یووالی
حج او یووالی
د حج یو اړخ اسلامي یووالی دی. حج کې د نړۍ ټول مسلمانان یوځای کیږي او یوځای د حج مراسم اداء کوي. حج د نړۍ د مسلمانانو دیني اجتماع ده. په دې لړ کې د قرآن په څو آیاتونو غور وکړئ:
|
{وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً} البقرة125 {إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ } آل عمران96
{جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَاماً لِّلنَّاسِ } المائدة97 {فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ } إبراهيم37 {وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالاً وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ } الحج27 |
او کله چې موږ بیت الله د خلکو لپاره د اجتماع او امن ځای وګرځاوه.
بې له شکه لومړی کور چې د خلکو لپاره جوړ شوی دی هغه هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتناکه او د ټولې نړۍ لپاره د هدایت مرکز. الله کعبه، د حرمت کور، د خلکو لپاره مو د قیام ځای وګرځاوه. نو ای الله د خلکو زړونه دې ته مایل کړه.
او د حج لپاره خلک راوغواړه چې ستا لوري ته پیاده او یا سپاره راشي، هغوی په ډنګر اوښانو باندې سپاره راځي د لرې ځای څخه. |