د توحید نړیوال مرکز
د توحید نړیوال مرکز
د قرآن د دې ایتونو څخه معلومیږي چې حضرت ابراهیم علیه السلام پواسطه په حجاز کې کعبه د دې لپاره ودانه شوې وه چې د توحید مرکز وګرځي. نږدې او لرې مېشت خلک دې هم ورته په سورلیو راشي. د کعبې ګرد چاپېره داسې تاریخي توکي پیدا کړل شوي دي چې د خلکو زړونه جلبوي. او له هر لوري ورته خلک راځي. بیت الله به تر قیامته پورې د خدای ټاکلی نړیوال اسلامي مرکز وي. دا به د ټولو مسلمانانو نړيواله اجتماع وي. نو ځکه په روایتونو کې راځي چې الله تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته حکم وکړ چې خلکو ته غږ کړه چې هغوی سفر وکړي او دې کور ته د حج لپاره راشي:
|
قال یا رب كیف ابلغ الناس وصوتی لاینفذهم فقال ناد وعلینا البلاغ. فقام علی الحجر وقال یا ایها الناس ان ربكم قد اتخذ بیتا فحجوه. فیقال ان الجبال تواضعت حتی بلغ الصوت ارجاء الارض و سمع من فی الارحام والاصلاب واجابه كل شئ سمعه من حجر ومدرو شجر ومن كتب الله انه یحج الی یوم القیامة، لبیك اللهم لبیك. (تفسیرابن كثیر، اجزء الثالث، صفحه ۲۱۶) |
حضرت ابراهیم علیه السلام وویل چې ای زما ربه زه څنګه خلکو ته غږ وکړم په داسې حال کې چې زما غږ هغوی ته نه وررسیږي. الله وویل چې ته ورته غږ وکړه، رسول یې پر موږ دي. نو حضرت ابراهیم علیه السلام په یوې ډبرې ودرېده او ویې ویل ای خلکو، ستاسو رب یو کور ټاکلی دی، تاسو د دې حج وکړئ. نو ویل کیږي چې غرونه ښکته شول تر دې چې غږ د ځمکې ټولو څنډو ته ورسېده او هغو هم واورېده چې په رحم کې و. او ډبرې، خیمې او ونې چې د قیامت د ورځې پورې یې پرې لیکل کړي و هغوی به حج کوي ټولو واورېده او دا یې وویل: موږ حاضر یو خدایه حاضر یو. |
د دې معنا دا نه ده چې کله حضرت ابراهیم علیه السلام غږ وکړ په هماغه وخت کې د حال او مستقبل ټولو خلکو د هغه غږ واورېده. د حضرت ابراهیم علیه السلام غږ یو مثالي غږ و. بې له شکه ټولو خلکو دا واورېده. خو دغه اورېدنه په هغه وخت کې امکاني وه، په فعلي توګه نه. د حضرت ابراهیم علیه السلام غږ په اصل کې د یوې مسلسلې پېښې پيل و. هغه په خپل وخت کې خلکو ته غږ وکړ او له هغه وروسته نورو خلکو د هغه غږ نورو ته واوراوه. په همدې توګه به یو نسل بل نسل ته دغه غږ کاوه. کله چې د مطبوعاتو او راډیو دور راغی نو د دې پواسطه دغه غږ په نورې تېزۍ سره خپرېدل شروع شو. دغه غږ د غرونو او سمندرونو نه تېر شو او لرې ځایونو ته ورسېده. تر دې چې دغه اندېښنه ختمه شوه چې د دغه پیغمبرانه غږ د اورېدلو څخه به څوک پاتې شي.