د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د نيت ښه والى

فصل: 1

د نيت ښه والى

عمل او نيت

د صحيح بخاري لومړى باب اگر چې د وحې پيل (کيف کان بدء الوحى الى رسول الله صلى الله عليه وسلم) دى مگر د اهميت په اساس باندې په دې کې يي تر ټولو وړاندې د نيت اړوند حديث راوړى دى. امام بخاري رح د سند په سلسله کې ويلي چې علقمه بن وقاص الليثي وايي چې ما د عمر بن الخطاب رضى الله عنه څخه د منبر په سر واوريدل چې ويل يي چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي چې ويل يي: دارمدار د اعمالو په نيت باندې دى. د هر انسان لپاره به هغه څه وي چې ده د کوم شي نيت کړى، نو چا چې د دنيا د حاصلولو او يا کومې ښځې سره د نکاح کولو لپاره هجرت کړى وي. نو د ده هجرت د هغه څه په طرف دى د کوم په طرف چې ده هجرت کړى وي.

يو عمل په ظاهره اگر که ديني وي. د دې بدله به انسان ته د هغه د نيت په اعتبار سره ورکول کيږي د کوم نيت لاندې  چې ده دغه عمل کړى وى. گويا د عمل دارومدار د انسان په خپل نفسي حالت باندې دى، نه د عمل په ظاهري شکل باندې.

د مثال په توگه د توحيد د کلمې په ويلو سره بنده مومن جوړيږي، مگر د ايمان مدار يوازې د کلمې په صحيح ويلو باندې نه دى، بلکې د ايمان د اقرار کوونکي انسان د زړه په کيفيت باندې دى. د لمونځ دارمدار د دې د ظاهري مسايلو په عملي کولو باندې نه دى، بلکې پخپله د لمونځ کوونکى په باطني خشوع باندې دى. د خيرات او صدقى دار مدار د دې په مقدار باندې نه دى. بلکې په دې باندې دى چې انسان خپله صدقه او خيرات يوازې او يوازې د الله تعالٰى په خاطر کړى او که په دې کې يې کوم بل مقصد هم شامل و، او داسې نور.

د انسان چې څنگه نيت وي په هماغه لحاظ سره د ده يو شى خوښيږي. هغه په شعوري او لاشعوري توگه د هغه کار په طرف منډه وهي. په کوم کې چې د ده نيت پوره کيږي. له دې پرته چې کوم کار کوي په هغه کار کې دلچسپي نلري. شهرت غوښتونکى انسان په هغو کارونو پسې منډې ترړې وهي په کوم کار کې چې ځان ښودنې اړخ موجود وي.  يو ماده پرست انسان په هغو ميدانونو کې هلې ځلې کوي په کومو کې چې د ده د مالي گټې وټې ترلاسه کيدو هيله او اميد وي. د قيادت او مشرۍ شوقمن انسان په هغو شيانو کې آواز پورته کوي د کوم په ذريعه چې د دې هيله او اميد وي چې دا به يې د خلکو مشر جوړ کړي.

د دنيا لپاره په تر سره کيدونکى کار باندې په دنيا کې فايده ترلاسه کيږي او کوم کس چې د آخرت لپاره عمل وکړي. هغه به په آخرت کې د خپل عمل پايله او نتيجه لا زياته ترلاسه کړي. له قرآن او حديثو څخه ثابته خبره ده چې کوم يو انسان له ښه نيت سره عمل وکړي. د ده دا عمل د الله تعالٰى په وړاندې د منلو وړگرځي. او د کوم انسان چې په عمل کولو کې نيت ښه نه وي. د ده په ظاهره دغه نيك عمل د خداى جل جلاله په وړاندې منل کيدو درجه نه شي حاصلولى.

د مثال په توگه يو څوك په دې خاطر مال لگوي چې خلکو ته يې ښودنه وکړي، نو په دې باندې د ده لپاره هيڅ اجر او ثواب نشته. دغسې چې يو څوك د ځان ښودنې لپاره عبادت کوي، نو دا هم د هيڅ اجر او ثواب مستحق نه جوړيږي. تردې پورې که يو څوك د شهرت په خاطر جهاد وکړي. نو دغه جهاد هم د الله تعالٰى په نزد هيڅ قيمت او ارزښت نلري.

په دې معامله کې دوه درجي دي يوې ته شعوري او بلې ته لاشعوري ويل کيږي. شعوري درجه دا ده. چې انسان له وړاندې سوچ او فکر وکړي او کوم کار وکړي چې د دې په ذريعه ده ته دنيوي گټې حاصلې شي. په خلکو کې يي عزت او مطرح کيدل ډير شي.

د دې معاملې د لاشعوري توب صورت دا دى چې انسان له مخکې څخه دا سوچ او فکر کړى وي چې داسې کار به نه کوي مگر د خپل طبيعت په اعتبار سره هغه داسې جوړ شوى وى چې د ده يوازې په نمايشي کارونو کې دلچسپي وى. او غير نمايشي کار د ده په نظر کې مهم نه وي. په همدې بنياد د هغه خپل ځان په دې کار کې شريك هم نکړي دا په مادي گټه لرونکو کارونو کې رغبت او مينه لري. او له غير مادي ډول کارونو سره بې مينې وي. دغسې انسان هم د پراخه تقسيم په اعتبار سره په ياده ډله کې شامل دى.

اعتبار حقيقت ته دى نه صورت ته

په حديث شريف کې لارښوونه شوې چې دارمدار د عملونو په نيت باندې دى. (انما الاعمال بالنيات) له دې څخه معلومه شوه چې په دين کې چې کومو شيانو ته اعمال ويل شوي هغه يوازې د خپل شکل او بڼې په اعتبار سره مطلوب نه دي، بلکې د حقيقت په اعتبار سره مطلوب دي. يعنې هر عمل يو روح لري په هر عمل کې چې هغه روح وموندل شي د کوم لپاره چې هغه عمل مقرر کړاى شوى دى. نو دغه عمل قيمتي او ارزښتمن دى. او که هغه روح پکې پيدا نه شي نو بيا د دې عمل د الله تعالٰى په نزد هيڅ قدرو قيمت نشته.

همدا لامل دى چې اکثره هغه عملونه په کومو باندې چې لوى، لوى ثوابونه ويل شوي د همدغو عملونو په باره کې بالکل نور قسم اقوال هم وارد شوي دي. د مثال په توگه قرآن د خداى جل جلاله کتاب دى او د دې په تلاوت کولو باندې ډير ثواب دى. مگر له دې سره په حديث کې راغلي دي چې ډير د قرآن تلاوت کوونکي داسې هم دي چې قرآن په هغه باندې لعنت وايي. (رب تال للقرآن والقرآن يلعنه) لمونځ تر ټولو زيات اهم عبادت دى. مگر په حديث کې ارشاد شوى چې هغه لمونځ، لمونځ نه دى په کوم کې چې خشوع نه وي (لاصلاة لمن لم يتخشع) د الله تعالٰى په نزد د روژې ډير ثواب دى. مگر له دې سره په حديث کې ويل شوي چې ډير روژه نيونکي دي چې له لوږې او تندې پرته نور هيڅ ورته نشته. (کم من صائم ليس له من صيامه الا الجوع والعطش) د الله تعالٰى په لاره کې مصارف کولو کې ډير، ډير ثوابونه دي. مگر په حديث کې دي. چا چې د ځان ښودنې لپاره صدقه او خيرات وکړ نو هغه شرك وکړ (من تصدق يرائي فقد اشرك) قرباني ډير ستر عبادت دى مگر په قرآن پاك کې ارشاد دى. چې الله تعالٰى ته ستاسې د قربانۍ غوښې او وينې نه رسيږي بلکې ستاسې تقوا او پرهيزگاري وررسيږي. (لن ينال الله لحومها ولادمائها ولکن يناله التقوى منکم).

دغه ډول ډير شمير نصوص د اعمالو په باره کې راغلي دي. له حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: الله تعالٰى ستاسې بدنونو او ستاسې شکلونو ته نه گوري ليکن ستاسې زړونو او عملونو ته گوري. (ان الله لاينظر الى صورکم و اموالکم ولکن ينظر الى قلوبکم و اعمالکم). (مسلم) گويا د صورت او جسم په کچه چې کوم عمل کيږي هغه الله تعالٰى ته مطلوب نه دي. الله تعالٰى ته مطلوب عمل هغه دى چې د زړه په سطحه باندې وشي.

که چيرې د ستاسې له يو چا سره محبت وي، نو په ليدلو کې تاسې د ظاهري اندامونو سره محبت کوۍ مگر واقعى او حقيقى محبت په زړه کې دننه وي. نه د ژبې د خوزولو او يا د لاسونو او خپو د حرکت په سطحه. همدغه حال د اسلامي اعمالو هم دى. د خداى جل جلاله په وړاندې هغه عمل ارزښت او قيمت لرونکى دى کوم چې له زړه نه سرچينه اخستې وي. کوم چې د روح دننه د پيداکيدونکې زلزلې خارجي ظهور دى. په کوم کې چې د انسان اندروني وجود قالب شوى وى. که چيرې د انسان عمل يوازې ظاهري بڼه ولري. او د ده د زړه اراده پکې شامله نه وي نو د دغه ډول عمل د الله تعالٰى په وړاندې هيڅ قيمت نشته.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ