څو حديثونه
څو حديثونه
من لبس ثوب شهرة البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ابوداؤد، نسائى، ابن ماجه).
څوك چې د شهرت جامې واغوندي الله تعالٰى به ورته د قيامت په ورځ د ذلت او خوارۍ جامې ورواغوندي.
د دې حديث تړاو د نمايشى (د ځان ښودنې) لباس او جامو سره دى. له دې سره د دې يو مطلب دا هم دى. چې که چيرې يو څوك په شهرت خوښونه کې اخته شى د ده دغه مزاج او طبيعت به د ده لپاره د آخرت په دنيا کې رسوا کوونکى او شرمونکى ثابت شي. خاموشه کارونو سره بې مينې توب او په داسې کارونو پسې منډې ترړې وهل په کومو کې چې د اخبار او رسنيو ارزښت وي. په کوم کې چې د انسان شهرت کيږي. په کوم کې چې د ولس هرکلي سره مخ کيدل وي. د خلکو په نظر کې مقبوليت پيدا کول دا ټول د شهرت په لباس کې شامل دي. کوم چې الله تعالٰى ته ناخوښه دي او د آخرت په تلپاتې ژوند کې به هغه د انسان لپاره د رسوايي لباس جوړ او راڅرگند شي.
من ذکر امراً بشىء ليس فيه ليعيبه به حبسه الله فى نارجهنم حتى ياتى بنفاذ ماقال فيه (طبرانى).
څوك چې د يو چا په باره کې يوه داسې خبره وکړي چې په هغه کې نه وي تر څو د دې په ذريعه په هغه تور ولگوي نو الله تعالٰى به يې د جهنم په اور کې ايسار او بندي کړي. تر څو د لگولي عيب ثبوت راوړي چې په هغه کس يې لگولى و.
گويا داسې انتقادونه له اور سره لوبې کول دي. کله چې د يو چا په طرف د داسې افکارو نسبت وکړي او هغه د خپل انتقاد نښه وگرځوي کوم چې په هغه کې نه وي. يا هغه په داسې علمي او اخلاقي کمزوريو تورن کړې چې يوازې د تور حيثيت لري او په هغه کې د واقعې او حقيقي موجودتيا ثبوت د اعتراض کوونکي له طرفه وړاندې نه کړاى شي.
د عبدالله بن مسعود رضى الله عنه څخه روايت دى چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اِن الله لايمحوالسيئ بالسيء ولکن يمحو السيء... بالحسنة.
الله تعالٰى بدې په بدۍ نه محوه کوي بلکې بدۍ په نيکۍ سره له منځه وړي. پليتي پليتي نه شي لرې کولاى.
د دې حديث يو اړخ هغه دى چې د انسان انفرادي ژوند سره تړاو لري يو کس چې له خپل گاونډي يا بل چا سره د ناوړه چلند تجربه کوي. د دې په جواب کې هغه هم په بد او ناوړه چلند پسې ولگيږي. نو په دې سره يوازې په بدۍ کې زياتوالى راځي. په دې سره بدۍ نه ختميږي. د بديو د ختميدو يوازينې صورت دا دى چې که له يوې خوا د بديو څرگندونه کيږي او له بلې خوا څخه د نيکۍ څرگندونه وشي.
همدا اصول د ټولنيز ژوند لپاره هم صحيح دي. يو قوم که چيرې د تعصب او فساد طريقه اختيار کړي، نو بل قوم په جدا يي کرکه او تعصب سره د دې اصلاح نشي کولاى. يو چارواکى که چيرې ظلم کوي نو د گډوډيو او ويجاړيو په سياست سره د دې ختمول نه شي کيداى. يو ډله که چيرې ټولنيز او اقتصادي استثمار کوي. نو بله ډله په شوروغوغا او يا په منفي تدبيرونو دغه زبيښاك لرې کولاى نشي.
په دې حديث کې چې د کومې خبرې تعليم ورکول شوى دى. ديته په بله وينا کې د مثبت فکر لاره (Positive Thinking) ويل کيږي. په دې معنا چې که چيرې له نورو څخه دې منفي چلند وليد. نو د بل انسان لپاره په مثبته رويه او چلند قائم پاتې کيدل پکار دي. که چيرې د نورو له خوا ظلم او زياتى کيږي نو انسان بايد په متقابله توگه د ظلم او زور زياتي لار اختيار نه کړي. که بل څوك اصول د پښو لاندې کوي او اصول ماتوي او د بې اصولۍ طريقه اختياروي نو انسان بايد په اصولو قايم پاتې شي. که نور خلك ژمنې او وعدې ماتوي نو انسان بايد په خپلو کړو وعدو او ژمنو قائم پاتې شي. له منفي چلند سره، سره په مثبت چلند باندې کلك ودريدل د بې زړه توب کومه طريقه نه ده. بلکې دا يو لوى او ستر کار دى . دا يو وختي تدبير دى. نه په شا کيدنه. د فطرت قانون دى چې د اور د مړه کولو لپاره اور نه بلول کيږي، بلکې د اور وژنې لپاره اوبه پکار دي. همدغه د اخلاقو قانون په دنيا کې له انسان څخه غوښتونى دى.