د لفظ فرق
د لفظ فرق
دامام ابوعبدالله محمد بن اسمٰعيل البخاري (194-256 هـ ق) کتاب صحيح البخاري د حديثو مشهور کتاب دى. د علماوو په دې اتفاق دى چې د الله تعالٰى د کتاب قرآن پاك څخه وروسته تر ټولو زيات صحيح کتابونه دوه دي صحيح بخاري او صحيح مسلم. او په دې دواړو کې صحيح بخاري تر ټولو زيات صحيح دى.(اتفق العلماء على ان اصح الکتب بعد القرآن الصحيحين البخاري ومسلم وکتاب البخاري اصحهما) (فتح الباري جلد 1 صفحه ٦-٥).
امام بخاري د شپږ لکه حديثو له ذخيرې څخه نږدې 9700 حديثو نه منتخب او غوره کړي دي او له هغو څخه يي دغه مجموعه تياره کړې ده. په دې برسيره هر حديث يې چې رااخيستى نو له هغې وړاندې يې استخاره کړې او دوه رکعته لمونځ يې کړى (فتح الباري6 صفحه). تردې پورې چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم يي خوب کې وليد او ده ته په خصوصي توگه د خپلې مجموعې د احاديثو په صحت باندې زيرى حاصل شو. يو شاعر وايي امام بخاري چې کوم حديثونه په خپل صحيح کې جمع کړي گويا چې هغه دغه احاديث براه راست پخپله له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي.
کان البخاري فى جمعه، تلقي من المصطفى ما اکتسب.
د دې ټولو ځانگړتياوو سره، سره صحيح بخارى له تيروتنو او غلطيو څخه پاك نه دى. لکه چې د حديثو د فن ماهرو علماوو په صحيح بخاري کې څو حديثونه داسې په نښه کړي چې په نهايت واضح ډول غلطي يې کړې.
د مثال په توگه صحيح بخاري په کتاب الجنايز کې يو باب دى احداد المراًة على غير زوجها. د ښځې له خپل خاوند نه علاوه د يو بل چا په مرگ باندې ماتم کول. د دې باب بل حديث دا دى.
عن زينب ابنة ابى سلمة قالت لما جاء نعى ابى سفيان من الشام دعت ام حبيبة رضى الله عنها بصفرة في اليوم الثالث فمسحت عارضيها وذرا عيها وقالت: انى کنت عن هذا لغنية لولا انى سمعت النبى صلى الله عليه وسلم يقول لايحل لامراة تؤمن بالله واليوم الاخر ان تحد على ميت فوق ثلاث الا على زوج فانها تحد عليه اربعة اشهر وعشرا.
د ابوسلمه لور زينب رضى الله عنها وايي کله چې له شام څخه د ابوسفيان رضى الله عنه د وفات خبر راورسيد نو په دريمه ورځ ام حبيبه رضى الله عنها ژيړه خوشبويي راوغوښته او هغه يي په دواړو اننگو او دواړو څنگلو ولگوله او ويل يې: ماته د دې ضرورت نشته مگر ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دا واوريدل چې ويل يي. کومه ښځه چې په الله تعالٰى او په آخرت ايمان لري د هغې لپاره جايز نه دي چې هغه په مړي باندې له دريو ورځو زيات غم او خفگان (ماتم) وکړي پرته له هغه ښځې چې خاوند يي وفات شي نو هغه به څلور مياشتي او لس ورځې غم او خفگان گالي.
په دې حديث کې ويل شوي چې حضرت ابوسفيان رضى الله عنه په شام کې وفات شوى مگر په واقع کې دغسې نه ده. د اتفاقي رواياتو مطابق حضرت ابوسفيان رضى الله عنه په مدينه کې په ٣١ هـ کې وفات شوى دى. کومه واقعه چې په مدينه کې پيښه شوى هغه يې په دى روايت کې شام ته منسوب کړې ده. (فتح الباري جلد ٣ صفحه١٧٥-١٧٦).
په دې واقعه باندې د غبرگون دوه طريقې دې يوه سنجيده او بله غير سنجيده. غيرسنجيده طريقه دا ده چې له دې روايت څخه شور او غوغا جوړه کړى شى. او بله سنجول شوې طريقه ده او هغه دا چې ديته د حقيقت خوښونې له نقطه نظره وکتل شي. کوم انسان چې له دې شور غوغا جوړ وي نو په دې اساس باندې ټول صحيح بخاري شکمن جوړولى شي او د امام بخاري په علم پورې ملنډې وهلى شي. هغه د ده له احتياط ډك روايتونه هم فرضي قيصې گڼلى شي. هغه به ووايي کله چې امام بخاري ته دومره هم معلومه نه ده چې د ابوسفيان وفات په شام کې شوى او که په مدينه کې، نو د ده په ترتيب کړي کتاب څنگه اعتماد وکړاى شي.
د دې برعکس يو جدي انسان به دا يوه انساني تيروتنه وگڼي او وبه وايى چې د دې روايت په نور کتاب هيڅ اغيز نه پريوزي. امام بخاري چې دا حديث د کوم ترجمة الباب لاندې راوړى دى. د دې الفاظ وايي د دې دا منشا دا ويل دي چې د هيڅ يوې ښځې لپاره سمه او جايز نه ده چې هغه له خپل خاوند پرته د بل کوم کس په مړينه له درې ورځو څخه زيات ماتم وکړي. اصلي مدعا د يادې شوې تسامح (سترگو پټولو) سره سره ثابته ده. که ابوسفيان په مدينه کې وفات شوى وي هم او که په شام کې هم ـ
د اسلام د انقلاب راوستلو طريقه
په انساني ژوند کې د انقلاب او بدلون راوستلو لار په اسلام کې هماغه ده کومه چې د نباتاتو په ژوند کې د ونې په صورت کې موندل کيږي. ونه په خپل ذات کې يو مکمل وجود دى. مگر د دغه مکمل وجود په راښکاره کولو کې کار له تخم څخه پيليږي. نه د مکملى ونې څخه، ونه په اصل کې د تخم دويم نوم دى چې له تخم څخه تربشپړيدو پورې تدريجي مراحل وهي.
همدغه مثال د انساني ژوند هم ده. په انساني ژوند کې د اصلاح کار په فرد کې له داخلي انقلاب څخه پيليږي او بيا له ضروري تدريجي مراحلو څخه په تيريدو سره د بشپړ بدلون صورت غوره کوي. د دې برعکس د اجتماعي ژوند څخه د کار شروع کول گويا د اس مخې ته د گاډي تړل دي. دا يوه غير فطري طريقه ده کومه چې د خدايي پلان سراسر خلاف ده. دغه ډول غير فطري منصوبې هيڅکله په موجوده نړۍ کې کاميابيدونکي نه دي.
همدا لامل دى چې په قرآن کې د ايمان او مومن معاملى ته د ونې په شان معامله ويل شوې ده، لکه څنگه چې مبارك ارشادشوى دى. آيا تاسې نه دي ليدلي چې الله تعالٰى د پاکې کلمى مثال څنگه بيان کړى دى. هغه د يوې پاکې ونې په شان دى. د کومې چې جرړې په زمکه کې ښخې او کلکې دي. او څانگې يې تر آسمانه رسيدلي دي. هر وخت هغه خپله ميوه (حاصل) ورکوي د خپل رب په حکم سره او بيانوي الله تعالٰى لپاره خلکو مثال تر څو هغوى پند (نصيحت) حاصل کړي. (ابراهيم٢٥-٢٤ آيت).
يوه څيړنه
د موجوده زمانې په مسلمانه نړۍ کې يو نااشنا منظر ښکاري، د تيرو څو سوو کلونو په دوران کې په مسلمانه نړۍ کې لوى لوى انقلابي رهبران راپورته شول. دوى ډير راپارونکي خوځښتونه وچلول. مسلمانانو د ځانونو او مالونو په قربانولو سره د هغوى ملگرتيا وکړه. مگر دا ټول حرکتونه سره د ظاهرې شورما شور او گډوډيو د بربادۍ ښکار شول. په هغوى کې يوه هم خپل ملت او ولس ته مثبته پايله او نتيجه په لاس ورنکړه.
تر ټولو لومړى په مسلمانه نړۍ کې د لويديز استعمار په خلاف تحريکونه رااوچت شول. مگر له اوږدو وينو تويونکو هلو ځلو څخه وروسته کله چې لويديز استعمار له منځه لاړ، نو معلومه شوه چې په هر مسلمان هيواد کې لويديز خوښوونکو رهبرانو په واکمنۍ منگولې ښخې کړي دي. اوس د دغو مسلمانو واکمنانو په ضد تحريکونه پيل شوي دي. څوك له هيواد څخه شړل شوى، څوك وژل شوى او څوك اعدام شوى دى. تر اوسه دغې کړنې دوام درلود چې معلومه شوه چې د رسنيزو وسايلو او تلويزون په ذريعه لويديز اخلاق او فرهنگ د هر مسلمان کورته له نويو لارو ورننوتي دي، اوس د ملي تلويزونونو د مرکزونو د ورانولو کوشش پيل شوى. مگر د فتح د آوازو په منځ کې دا خبره رابرسيره شوه چې د نامسلمانو هيوادو د تلويزوني چينلونو خپرونې له فضا څخه د هر مسلمان کور ته لگيا دي ورداخليږي. مسلمانې ښځې او سړي يي ډير په مينه او احساساتو سره گوري اوس د کورونو په چتونو باندې ډش انټينا ماتول کيږي. تر څو د غير مسلمو تلويزونې خپرونې ونه گوري. مگر په عين همدغه وخت کې معلومه شوه چې نړۍ د انټرنيټ په دور کې داخله شويده.
اوس دا حال دى د کومو ورځپاڼو دفترونه چې په مسلمانو هيوادو کې وسوزول شول او يا کوم کتابونه چې مسلمان به ورته دښمن ويلو او بنديز (ban) يي ورباندې ولگاوه. هغه اوس ټول په ټوله د انټرنيټ په ذريعه له پخوا څخه په زياته کچه باندې ټولې نړۍ ته رسيږي او انټرنيټ هغه آفت او بلا ده د کوم د خپريدو مخنيوى چې هيڅ يو (مادى) زبر ځواك هم نه شي کولاى.
غلطي چيرته ده
دلته پوښتنه دا ده چې الله تعالٰى وعده کړې چې هغه به د ايماندارو کوششونه ضايع نه کړي او گټور به يې وگرځوي. بيا په موجوده زمانه کې برعکس ولې داسې کيږي چې د مسلمانو رهبرانو کوششونه يو په بل پسې په مکمله توگه بې نتيجې راروان دي.
د دې سبب دا دى چې د دې تش په نامه اسلامي رهبرانو د کړنو نښې غلطې وي. د دوى ټولو کوشش دا دى چې سستم کې بدلون راولي. حال دا چې د اسلام ښوونه دا ده چې د فرد په بدلولو باندې دې ټول کوشش وکړاى شي. د سيستم په بدلولو باندې عمل کول داسې دي لکه په ښاخونو او څانگو باندې خواري او کوشش کول. او په فرد او د ده په ذهن او فکر باندې کار کول لکه د ونې په بيخ او ريشه باندې کار کول. د ونې په ښاخونو او څانگو کار کول د خداى تعالٰى په دې دنيا کې هيڅکله نتيجه ورکوونکى نه راخيژي. د دې برعکس د ونې په ريشه باندې چې کار وشي. نو نتيجه يې دومره باوري او يقيني ده لکه څنگه چې د ماښام پسې وروسته سهار ته د لمر راختل يقيني دي.
د اسلامي نقطه نظر له مخې اصل کار دا دى چې فرد بدل کړاى شي. د فرد په فکر او سوچ کې بدلون راوستل شي. د فرد د خوښۍ او ناخوښۍ معيار سم کړاى شي. په فرد کې د ناحق خوښولو مزاج ختم او حق خوښونکى جوړ کړاى شي. د فرد په بدليدو انسان بدليږي او د انسان په بدليدو سرهټولنه بدليږي او کله چې ټولنه بدله شي نو له دې څخه وروسته سيستم پخپله ځان بدلوي.
په نظام باندې د ولاړو هلو ځلو په مقابله کې په انسان باندې د ولاړو هلوځلو اهميت دا دى چې هر شى په پاى کې د انسان په لاس کې دى. د باطل نظام د بدلولو په نوم چې په تيرو پيړيو کې د کومو شيانو خلاف چې تحريکونه چلول شوي دي. د هغو ټولو جوړونکي او چلوونکى براه راست او يا بالواسطه انسانان وو. هيڅ يو نظام خپل وجود پخپله منځ ته راوړى نه دى. بلکې يو شمير انسانانو هغه رامنځته کړى دى. له همدې امله د نظام بدلولو کار له انسان څخه پيليږي. له دې پرته بله کومه طريقه په دنيا کې ناشونى ده او نه نتيجه ورکوونکى ده.
د قرآۤن او حديث په رڼا کې
د قرآن او حديث له مطالعې کولو څخه معلوميږي. چې په اسلام کې د انسانانو د اصلاح په معامله کې اصلي اهميت د زړه دى. د اسلامي هلو ځلو ټوله نښانه دا ده چې د انسان زړه دې بدل کړاى شي. د زړه په سميدو باندې انسان جنت ته داخليدل ترلاسه کوي. لکه چې په قرآن پاك کې مبارك ارشاد دى.
إِلاَّ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ. (الشعراء 89).
جنت ته به يوازې هغه کس داخليږي کوم چې پاك روغ زړه هلته ورسيږي.
همدغه خبره په حديثو کې په بيل انداز سره بيان شوي ده. په دې سلسله کې يو حديث هغه دى کوم چې په صحيح مسلم، ابن ماجه، دارمي او نورو کې راغلى دى. د صحيح بخاري (کتاب الايمان) الفاظ دا دي. الا وان في الجسد مضغة اذا صلحت صلح الجسد کله، واذا فسدت فسد الجسد کله، الاوهي القلب.
خبردار! د انسان په بدن کې يوه ټوټه غوښه ده، کله چې هغه سمه او ښه شي نو ټول بدن سم او جوړوي او کله چې هغه خرابه وي نو ټول بدن خراب وي واورئ! چې هغه زړه دى.
اسلام چې په انسان کې کوم غوره صفتونه په گوته کړي. د هغو ټولو تړاو زړه سره دى. د بيلگې په توگه معرفت، اخلاص، ښه نيت، تقوا، شکر، خشوع، تضرع، انابت الله ته توجه اور نور. د دې ټولو سرچينه زړه دى. په بله وينا داسې ويل کيداى شي. چې د اسلام ټول تحريك په زړه باندې ولاړ دى. د قرآن پاك په الفاظو کې، له انسان څخه چې کوم شى غوښتونى دى هغه په زړه کې دننه ايمان دى. (الحجرات١٤). اسلام لومړى په زړه کې ځاى نيسي او ريښې مضبوطوي. له دې څخه وروسته هغه د ژوند په بيلا بيلو برخو کې خپله نتيجه راښکاره کوي.
دا زړه چيرته دى ـ زړه نه په ټولنه کې دى او نه په حکومتي اداره يا سياسي نظام کې، زړه هميشه په يو انساني فرد کې وي. ټولنه يا سياسي اداره چې ده دا د وگړو د مجموعې يو علامتي نوم دى. افراد چې ترې جلا کړاى شي د ټولنيز نظام يا سياسي ادارې به هيڅ وجود نه وي.
له دې څخه معلومه شوه چې د اسلامي تحريك اصلي نښه فرد دى. ټولنيز، يا سياسي نظام د اسلامي تحريك نيغ په نيغه نښه نه ده. د اسلام غوښتنه ده چې د اصلاح ټول کوششونه دې په انساني افرادو جاري کړاى شي. ځکه چې د افرادو په اصلاح سره د اجتماعي ژوند اصلاح کيږي. او د افرادو په وراني او خرابۍ اجتماعي ژوند گډوډ کيږي.
د اسلامي تاريخ بيلگه او مثال
اسلامي تاريخ د دې اصولو يو ډير زيات بريالى مثال دى. د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم چې له خپل ځان وروسته امت ته کومې لارښوونې کړي. په هغو کې يو ډير مهم هدايت او لارښوونه دا ده. چې په سياسي نظام کې خرابي او ورانى وى نو بيا هم خلك د دې نظام سره ټکر نه کوي بلکې نظام (سستم) دې له پامه وغورځوي او د فرد په اصلاح کولو دې خپل ټول کوششونه متمرکز کړي. (د تفصيلي حوالو لپاره اسلامي فکر وگورئ).
واقعات وايي چې په موجوده زمانه کې د څو مسلمانو مشرانو نه پرته تردې وخته پورې د اسلام په تاريخ کې د اسلام د پيغمبر په دې لارښوونه عمل کيږي د راشده خلافت څخه وروسته د بنو اميه په زمانه کې سياسي گډوډي راغله، چې د نورلسمې پيړۍ پورې دوام درلود، مگر په هر دور کې د امت استازو خلکو د اعراض او مخ اړولو پاليسي خپله کړې هغو له مختلفو اړخونو څخه په دې کار لگياوو، کوم ته چې مونږ د افرادو د اصلاح يا د زړه د اصلاح نوم ورکړى دى. صحابه، تابعين، تبع تابعين، محدثين، فقهاء، علماء او صوفيان په هره زمانه کې په زيات شمير کې پيدا شوې، مگر نږدې هر يوه اصلاح ته خپل ځان وقف کړى وو هغوى په موجوده طريقه د انقلابي نظام په کار هيڅکله مصروف شوي نه وو.
د دې دا نتيجه وه چې د اسلام تير زر کلن تاريخ له هغو تباهيو او برباديو څخه پاک پاتې شو د کومې بيلگه چې په موجوده زمانه کې لگيا يو گورو. اسلام ادارو په آرام او سکون سره کارونه کول، د اسلام علومو خدمت په موافقو حالاتو کې روان و، د دعوت او اصلاح کار پرته له کوم خنډ څخه په فطري انداز کې روان و، په مسلمانه ټولنه کې لږ ډير د اسلامي شعايرو رواج په هر دور کې پاتې و، او نور.
د تفسير په نوم تحريف
د يادو شويو بديو وروستى بدترين صورت دا دى چې په موجوده زمانه کې داسې مسلمان مفکرين رااوچت شوي کومو چې د اسلام تحريف شوى تعبير کړى او انقلابي نظام لپاره کار کول يې د مسلمان امت لايحه کار ثابتول شروع کړي دي. دوى د شرك په فهرست کې د سياسي شرك اصطلاح ورزياته کړه. دوى د طاغوت په مفهوم کې له ځانه پراخي راوسته او د سيکولر نظام حکمرانان يې د طاغوت هم معنا وگرځول. دوى عبادت ته اطاعت ووايه او له دې وروسته يې ټول سياست په دې کې ورداخل کړ، دوى حکم د فوق الفطري حکم په ځاى د سياسي حکم هم معنا جوړ کړ او اعلان يي وکړ چې زمونږ کار دا دى چې مونږ د خداى جل جلاله سياسي حکمراني په ځمکه باندې قائمه کړو، د قرآن لازمي يې متعدي جوړ کړ او دا يي وکړل چې د عدل د پيروۍ کولو په ځاى يې د عدل د بيرغ راپورته کول يي د مسلمانانو منصبي فرض وگرځول. دوى دعوت له عملي شهادت سره وتړل او د دې خبرې په ذهن کې د کينولو کوشش وکړ، چې تر څو پورې په سياسي اقتدار باندې قبضه نه وي شوي، د ژوند په ټولو برخو کې به اسلامي قوانين پلي نه کړاى شي تر هغه وخته پورې د دعوت او شهادت کارونه انجاميداى او سرته رسيداى نشي.
دغه ډول هر تعبير سراسر تحريف شوى تعبير دا دى[1]. دوى د اسلام ټوله نقشه بدلول غواړي. د دې نظرياتو نتيجه يوازې دا کيداى شي. له دې څخه د اغيزمنو خلکو په دننه کې د احتساب د روحيى په ځاى د نورو د احتساب مزاج او طبيعت پيدا کيږي. په دوى کې د تقوا لرونکي ذهن په ځاى سياسي ذهن پيدا کيږي. دوى د نړۍ خلکو ته د مدعو په ځاى د حريف او دښمن په نظر گوري. دوى د انساني محبت په ځاى په انساني کرکه کې ژوند تيروي. دوى مسلمانه ټولنه په حکمرانه او غير حکمرانه کې وويشله. او د دواړو ترمنځ يې يوه نه ختميدونکې جگړه رامنځته کړه.دوى خلك د ودانولو په ځاى دورانولو په کارونو کې مصروف کړل، لنډه دا چې دوى د اسلام په نوم خلك په غير اسلامي لارو روان کړل.
[1] : دا د کتاب د ليکوال شخصي نظر دى ـ دغسې نظر نوموړى د فلسطين په اړه هم لري ـ نوموړې په دې اړه د مسلمانو علماء وو له اجماع سره په ټکر کې واقع دى. (ژباړن).