ايمان
د ايمان خوند
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ذاق طعم الايمان من رضي بالله ربا وبمحمد رسولا و بالاسلام دينا.
د ايمان خوند هغه چا وڅکلو څوك د الله تعالٰى په ربوبيت، د محمد صلى الله عليه وسلم په رسالت او په اسلام باندې من حيث دين راضي او خوښ شو.
له دې حديث څخه معلومه شوه چې د ايمان او اسلام معامله څه و چه کلکه معامله نه ده. بلکې د ذايقې او خوند معامله ده. که چيرې ته د ميوې پوستکى وخورې نو تاته به له هغې څخه هيڅ خوند محسوس نه شي مگر هغه وخت به تاته خوند او مزه محسوسه شي کله چې ته د ميوى مغز (مطوب شى) وخورې. همدغه معامله د ايمان هم ده. ايمان که چيرې په حقيقي توگه اختيار کړاى شي. نو هغه د انسان لپاره ډير زيات خوندور شى جوړيږي.
د حديث مطابق د ايمان دا درجه د انسان لپاره د رضا مندۍ په ذريعه حاصليږي. انسان چې کله د زړه له امادگۍ سره په پوره توگه په دين باندې راضي شي نو دين د د لپاره د خوند شى جوړيږي. ذايقه يا خوند يو تقابلي لفظ دى ـ يعنې د بد خوندۍ په مقابل کې خوندورتوب. ايمان د انسان په داخل کې دا وړتيا پيدا کوي چې د بې دينۍ خبره ده ته بد خونده معلوميږي او هغه دا له بدگڼلو سره يي پريږدي. د دې په مقابله کې ديني خبره ده ته خوندوره محسوسه شي. او هغه دا له خوښۍ سره اختيار کړي.
خداى جل جلاله خپل رب، پالونکى او مالك جوړولو مقصد دا دى چې خداى جل جلاله خپل هر څه جوړ کړي. کله چې کوم انسان په تمامه معنا کې خداى جل جلاله خپل هر څه جوړ کړي، نو بيا، بيا ده ته دا محسوسيږي چې د داسې کولو په نتيجه کې په ظاهره هغه له دنيوي تاوان سره مخامخ کيږي. مگر هغه دغه تاوان په خوښۍ سره برداشت کوي. ځکه چې خداى جل جلاله سره تعلق د ده لپاره خوندور ترينه تجربه جوړيږي. برابره ده چې په هغې کې تاوان وي او که گټه.
دغسې يو مومن چې د ژوند په ميدان ورگډيږي. نو هغه گوري چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د طريقې په اختيارولو کې دنيوي مصلحتونه ټپي کيږي. له دې سره، سره هغه په نبوي طريقه قايم پاتې کيږي. ولې چې د نبوي طريقې پريښودل د ده لپاره بد خونده شى جوړ شوى او په نبوي طريقه باندې قايم پاتې کيدل ورته خوندور شى جوړ شوى.
همدغه معامله په پراخه معنا کې د ټول اسلام ده. د اسلام هدف او موخه دا ده چې انسان ټول ژوند داسې تير کړي. چې دا په هره معامله کې د خداى جل جلاله د احکامو پيروي کوي. د داخلي خواهشاتو له ځپلو څخه نيولې تر بهرني کړو، وړو پورې هر څه الهى او ربانى کړي. په هره معامله کې هغه د خداى جل جلاله تابعدار وي. هغه خپل ټول ژوند د خداى جل جلاله د دين په رنگ کې رنگ کړي.
دغه ډول ژوند تيرول څه ساده او آسانه معامله نه ده. دا په تمامه معنا يوه مجاهدانه معامله ده. د پرله پسې هلو ځلو په ذريعه انسان په دې باندې قايم پاتې کيدى شي. دغسې په اسلامي ژوند کې بيا، بيا داسې کيږي. چې د انسان په وړاندې دوه لارې راځي. يوه هغه لار چې اسلامي ده. مگر په دې کې ډول، ډول ستونزې دي. دويمه هغه کومه چې اسلامي نه ده. مگر په ظاهره په هغې کې سراسر آسانۍ دي. ليکن څوك چې سوچه مسلمان وي هغه پرته له ويرې اسلامي طريقې اختياروي. او غير اسلامي طريقي پريږدي. ځکه چې اسلامي طريقې د ظاهري ناموافقت سره، سره د ده لپاره خوندورې جوړيږي او غير اسلامي طريقې له ظاهري موافقت سره، سره ده ته ډيرې سختې بدخونده محسوسيږي.
له اخلاصه ډك ايمان
عن زيد بن ارقم رضى الله عنه قال، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنة. قيل وما اخلاصها قال ان تحجزه عن محارم الله (الترغيب والترهيب).
زيد بن ارقم رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوك چې په اخلاص سره د لا اله الا الله کلمه ووايي هغه به جنت ته ځي. چا وويل: چې د کلمې اخلاص څه نښې دى؟ ويي فرمايل: دا چې هغه يې د الله تعالٰى د حرام کړاى شويو شيانو څخه راوگرځوي.
اخلاص د يو داسې کيفيت لپاره يو ديني لفظ دى کوم ته چې د نفسياتو په اصطلاح کې سنجيده گي وايي. کوم انسان چې په دې خبره پوه شي چې له الله تعالٰى پرته بل هيڅ معبود نشته. او هغه په واقع کې له پوره سنجيده گۍ سره د دې اقرار وکړي نو د دې لازمي نتيجه دا کيږي. چې د ده په ژوند او د ده په وينا او عمل کې به د دې څرگندونه کيږي ـ په سنجول شوې خبره او د ده په عملي اختيار کې به هيڅ فرق نه وي.
يو کس چې کله دا وايي چې له الله تعالٰى څخه پرته بل معبود برحق نشته. نو هغه په حقيقت کې د خپلې دې موندنې بيان کوي. چې په دې کائناتو کې ټولې لويي او عظمتونه يوازې يو الله تعالٰى ته حاصل دي. الله تعالٰى د ده د ټول شان عظمت سره له پيژندلو څخه وروسته چې د انسان په داخل کې کوم کيفيت پيدا کيږي د دې نوم اخلاص دى.
انسان چې کله الله تعالٰى د ده د جلال او کمال سره وپيژني. نو له دې سره هغه خپله بې وسي او خپله محتاجي هم محسوسوي. دغه احساس د ده په داخل کې د بنده توب جذبه راپورته کوي. هغه د خداى تعالٰى نعمتونه پيژني او د شکر او مننې له کيفيت څخه سرشار (مست) گرځي. له مرگ څخه وروسته د خداى جل جلاله په وړاندې حاضريدو تصور دا د خپل قول او عمل په باره کې تراخري پولې پورې حساس او متوجه کوي. د دې کيفيتونو د مجموعې نوم اخلاص دى. او د دې د اغيز لاندې چې کوم انسان جوړ شي د هغه نوم مخلص انسان دى.
دغه قسم اخلاص چې کله په کوم انسان کې پيدا شي نو د هغه لپاره ناشوني وي چې د الله تعالٰى له احکامو څخه سرغړونه وکړي او د خداى جل جلاله منعه کړاى شوي شيان د ځان لپاره حلال کړي.
د يو ريښتينى انسان لپاره په وينا او عمل کې هيڅ فرق نه وي. کوم کس چې په پاك زړه د الله تعالٰى د معبود برحق کيدو اقرار وکړي. له هغې څخه وروسته امکان نلري چې د هغه عمل دې د هغه د اقرار تابع نه وي.
يو حديث
د صحيح مسلم پيل له کتاب الايمان څخه کيږي. د دې د يو باب عنوان دا دى چې يو کس قسم وخوري او د کوم مسلمان حق پرې له منځه يوسي. د هغه لپاره د جهنم د عذاب ويره ده. (باب وعيد من اقتطع حق مسلم بيمين فاجرة بالنار)
عن ا بي امامة رضى الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: من اقتطع حق امرئ مسلم بيمينه فقد اوجب الله له النار، وحرم عليه الجنة فقال رجل، وان کان شيئًا يسيراً يا رسول الله قال: وان کان قضيبا من اراكٍ. (الجامع الاحکام القران جلد ٤).
له ابوامامه رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې د يو مسلمان مال په قسم سره وخوري. نو الله تعالٰى د هغه لپاره دوزخ واجب کړى او جنت يې ورباندې حرام کړى دى. يو چا وويل: اى د الله تعالٰى رسوله! اگر چې لږ شانته مال هم وي، ويي فرمايل: اگر که د يوې ونې ترخه لخته هم ولى نه وي.
د بل چا د شي وهلو او لاندې کولو نه وروسته قسم خوړل په حقيقت کې هغه د خپل ځان لپاره جايز ثابتول دي. انسان کله ځان د قسم خوړلو په ذريعه پاکوي. او کله د بل شي په ذريعه. انسان دروغ خبرې کوي او د انسانانو په وړاندې خپله سرخرويي باقي پاتې کيدل غواړي. د همدې لپاره د سوگند او قسم کولو تدبيرونه اختياروي. مگر په عين همدغه وخت کې کله چې انسان خپل ځان د دنيا د خلکو په وړاندې د پاکبازه او سپيڅلى ثابتولو کې کامياب ومومي الله تعالٰى خپلو ملايکو ته ووايي چې دا د جهنميانو په لست کې وليکي. په ناحقه د چا څه شى اخستل بد او ناکاره دي. مگر دا نور هم زيات بد او ناکاره دي چې انسان دروغ خبره وکړي او خپله دغه بدي نيکي ثابته کړي. دغسې کول په الله تعالٰى باندې زړورتيا ده. دا په ظلم د پاسه د سرغړونې اضافه ده. دغسې بنيادم د خپل ځان په باره کې ثابتوي چې هغه د اخلاقي کمزوريو سره د بې حسۍ او بې غيرتي او له خداى جل جلاله څخه د پوره بې خوفۍ په شان سختو ناروغيو کې اخته دى.
په ايمان باندې قايم پاتې کيدل
په قرآن پاك کې مبارکه لارښوونه ده: يقيناً هغو کسانو چې ويلي يي دي چې زمونږ رب الله تعالٰى دى او بيا په دې باندې ثابت قدمه پاتي شي. په هغوى به ملايکى نازلې شي او ورته وا يي به چې تاسو مه انديښنه کوئ او مه خفه کيږئ. او تاسو د هغه جنت زيرى حاصل کړئ. (حم السجده 30).
د دې د تفسير لاندې دوه اقتباسونه دلته نقل کولى شي.
عن سفيان بن عبدالله الثقفى رضى الله عنه قال قلت يا رسول الله صلى الله عليه وسلم: قل لى فى الاسلام قولاً لا اسئل عنه احداً بعدك: قال صلى الله عليه وسلم قل آمنت بالله ثم استقم (تفسير ابن کثير جلد3).
حضرت سفيان بن عبدالله الثقفى رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته مې وويل: اى د الله تعالٰى رسوله! د اسلام په باره کې راته يوه داسې خبره وکړه چې له تا وروسته د بل هيچا څخه يي پوښتنه ونکړم. رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وويل: ووايه په الله تعالٰى مې ايمان راوړى او بيا په دې باندې ثابت قدمه پاتې شه.
قال الحافظ ابويعلى الموصلى عن انس بن مالك رضى الله عنه قال: قرا علينا رسول الله صلى الله عليه وسلم هذه الآية (ان الذين قالوا ربنا الله ثم استقاموا) فقد قالها ناس ثم کفر اکثر هم فمن قالها حتى يموت فقد استقما عليها.
حضرت انس بن مالك رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ په وړاندې دغه آيت ولوست (کومو خلکو چې وويل: زمونږ رب الله تعالٰى دى بيا هغوى په دې قايم پاتې شول) رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل خلکو دا کلمه وويله: بيا په دوى کې زياتره يي له دې څخه منکر شول. کوم کس چې د مرگ تر وخته پورې وويله: نو هغه په دې قايم پاتې شو.
ايمان راوړل د دې خبرې ژمنه کول دي. چې انسان به په دنيا کې الله والا جوړيږي. هغه به په هره معامله کې هغه څه کوي کوم چې د خداى جل جلاله د خوښې او رضا مطابق وي. او هغه څه به نه کوي چې د خداى جل جلاله د رضا مطابق نه وي. مومن هغه دى چې د دې ژمنې په کولو سره په ژوند کې ورداخليږي. او بيا په هره معامله کې په دې ژمنه قايم پاتې کيږي. که هغه د ده د خواهش مطابق وي او که د ده خوښې او خواهش مخالف وي. منافق هغه دى چې په ژبه سره دغه ژمنه کوي مگر کله چې په دغه ژمنه او وعده باندې د عمل کولو وخت راشي نو هغه هيره کړي. ده خداى جل جلاله هير کړى او د خپل نفس پسې شاته روان دى.