منافقانه ښه والى
منافقانه ښه والى
په قرآن پاك کې د منافقانو يادونه کيږي او وايي او کله چې ته دوى ته ګورې نو د دوى جسمونه به درباندې ښه لگيږي او که چيرې دوى خبرې کوي نو ته به (خامخا) د دوى خبرې اورى. (المنافقون 4).
يو روايت د حديثو په بيلا بيلو کتابونو کې راغلى. د دې مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: داسې يوه زمانه به راشي چې امانت به (Honesty) د خلکو له زړونو څخه پورته شي. په دغه زمانه کې به د خلکو د ظاهر په اړه ويل کيږي چې دا څومره هوښيار دي او هغه څومره د صبر او خپلواکۍ لرونکى دى. حال دا چې د هغوى په زړونو کې به د غوښ د دانې په اندازه هم ايمان نه وي.
او يقال للرحل ما اعقله وما اظرفه وما اجلده وما في قلبه مثقال حبة من خرد من ايمان (فتح البارى جلد ١١ صفحه ٣٤).
له دې څخه معلوميږي چې کردار او کړه وړه په دوه ډوله دي يو مخلصانه کړه وړه او بل منافقانه کړه وړه. کوم ښه صفتونه چې په يو مخلص کس کې وي په ظاهره به هغه په غير مخلص کس کې هم وي. مگر د الله تعالٰى په نزد يوازې مخلصانه کردار غوښتونى دى. له اخلاصه خالي کردار د الله تعالٰى په نزد هيڅ ارزښت نشته. مخلصانه کردار له خداى جل جلاله څخه له ويرې لاندې پيدا کيږي. او منافقانه کردار له خلکو څخه د ويرې لاندې پيدا کيږي د مخلصانه کردار اصلي عامل او محرك د آخرت معامله وي. او د منافقانه کردار محرك د دنيا معامله وي. مخلصانه کردار د خداى پرستۍ له جذباتو او احساساتو څخه سرچينه اخلي او راپورته کيږي. او منافقانه کردار يوازې د تاجرانه جذباتو او احساساتو څخه سرچينه اخلي.
د ايمان خوند او مزه
امام مسلم بن الحجاج (٢٠٦ هـ ق ٢٦١ هـ ق) د اوچتې درجې يو محدث دى. الجامع الصحيح يا المسلم الصحيح د ده مشهور کتاب دى. ده په کتاب الايمان کې يو باب په دې الفاظو قايم کړاى شوى دى. باب الدليل على ان من رضى بالله ربا وبالاسلام دينا وبمحمد رسولا. فهو مومن وان ارتکب الکبائر. د دې باب لاندې هغه دا حديث نقل کړى دى.
عن العباس بن عبدالمطلب انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ذاق طعم الايمان من رضي بالله ربا وبالاسلام دينا وبمحمد رسولا.
د عباس بن عبدالمطلب رضى الله عنه څخه روايت دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي چې ويل يي د ايمان مزه او خوند هغه چا وڅکلو. چې د الله تعالٰى په ربوبيت او د اسلام په دين او د محمد صلى الله عليه وسلم په رسالت (د زړه له کومې) راضي او خوښ شو.
په انسان کې تر ټولو زياته ځواکمنه جذبه د انانيت (Ego) جذبه او احساس دى. انسان هرې قربانۍ ته تياريداى شي. مگر هغه د انانيت په قربانولو نه راضي کيږي. په موجوده زمانه کې د هيومنزم په صورت کې دې د وروستۍ فتنې صورت اختيار کړى. هيومنزم مطلب دا دى. د تقدير چوکى د خداى جل جلاله په ځاى د انسان په طرف منتقل کول.
Transfer Of Seat From God To Man
ايمان په اصل کې د دې انا (زه) د قربانولو نوم دى. مومن د خپل انا په ښخولو سره د بهرني حقيقت اعتراف کوي. هغه په دې خوښ او راضي وي چې د ده ځاى د بنده توب دي او د خداى جل جلاله لپاره الوهيت او معبودتوب. هغه د الله تعالٰى د پيغمبر لپاره د پيغمبرۍ مقام ورکوي او د ځان لپاره د نه پيغمبرۍ (امتي توب) مقام خوښوي. هغه يوازې د خداى جل جلاله دين ته د دين مقام او مرتبه ورکوي. او پخپله له ځانه د دين جوړولو څخه په مکمله توگه لاس واخلي. دغه ډول يوه پريکړه د يوه زورور فکري انقلاب څخه وروسته شونې ده. دغسې انسان د معرفت يو ځانگړى خوند څکلى وى. که چيرې داسې نه وي نو هغه د دغه ډول ځانگړې قربانۍ لپاره هم تياريدى نشو.
د ايمان برکتونه څوك ترلاسه کولاى شي
ذق طعم الايمان من رضى بالله ربا وبمحمد رسولا، وبالاسلام دينا.
د ايمان خوند هغه چا محسوس کړ، چې د الله تعالٰى په ربوبيت او محمد صلى الله عليه وسلم په رسالت او پيغمبرۍ او د اسلام د دين په غوره کولو خوښ او راضي شو.
ثلاث من کن فيه وجد حلاوة الايمان من کان الله ورسوله احب اليه مما سواهما ومن احب عبداً لايحبه الا لله، ومن يکره ان يعود في الکفر بعد اذانقذه الله کما يکره ان يلقى فى النار. (بخاري)
د ايمان خواږه هغه چا وڅکل په چا کې چې دا درې صفتونه پيدا شول. چاته چې الله تعالٰى او د هغه رسول له ټولو شيانو څخه زيات گران او محبوب شول. او بل دا چې يو چا سره محبت کوي يوازې د الله تعالٰى په خاطر يې کوي. بل دا چې کفر طرفته ورگرځيدل يې دومره له پامه بد وي لکه څومره يې چې په اور کې ورغورځيده يدايشي.
مومن جوړيدل څه دي دا دنيا پريښودل او آخرت پلوه ژوند اختيارول دي. دا سره د نفس او شيطان په چاپيريال په اوسيدود خداى والا جوړيدل دي. دا د کتل کيدونکو شيانو په منځ کې غورځيدو سره د نه ليدل کيدونکو شيانو غوښتونکى جوړيدل دي. دا يوه سخته پريکړه ده او د يو چا لپاره په دې ستونزمنه فيصله باندې د کلك ودريدو ضامن يوازې دوه شيان دي. يو دا چې ايمان د ده لپاره يو خوندور شى جوړه شوى وي، لکه څنگه چې يو خوندور خوراك د يو انسان لپاره د خوند او مزې شى وي. دويم دا چې ايمان د ده لپاره يوه د محبت معامله جوړ شي. لکه له يو گران او محبوب ځوى سره د پلار د محبت د اړيکې معامله.
هر شى چې د يو چا لپاره د خوند شى جوړ وگرځي. نو د دې مطلب دا کيږي. چې له دې سره د ده تړاو د شخصي گټې د پولې پورې تړلى دى. يو شى چې يو چا ته خوند ورکړي هغه هيڅکله هغه شى نه پريږدي. هغه په هر قيمت چې وي د لاسته راوړلو کوشش يې کوي. هغه شى چې انسان ته ترې د روح غذا رسيږي. له کوم شى سره چې ده د زړه ته آرام حاصليږي، کوم شى چې د ده فکر يو مخيز کوي. د کوم شى په ورکيدلو سره چې انسان تشه محسوسوي. او د کوم شي په موندلو چې انسان ځان پورمامور محسوسوي. دغسي شى د انسان لپاره داسې ضروري دى لکه د ده خپل وجود او بدن.
د ايمان برکتونه هغه وخت انسان ته په لاس ورځې. کله چې ايمان د ده لپاره دغسې يو مزه دار ايمان جوړ شي. بهرته چې د کوم انسان نه تا ته تکليف ورسيږي نو د ستا په زړه کې د هغه په خلاف يوه مستقله کرکه پيدا کيږي. مگر د لور يا ځوى نه چې کوم تکليف در ورسيږي. هغه د يوه وخته پورې له محسوسولو څخه وروسته هيريږي.
د دې د توپير لامل دا دى چې بهرني سړي سره ستا اړيکې يوازې رسمي اړيکې دي. په داسې حال کې چې لور او زوى سره ستا تعلق او تړاو د محبت دى. رسمي تعلقات چې وي نو د شکايت او اختلاف په پيدا کيدو سره په اړيکو او تعلق کې توپير راځي. مگر له چا سره چې د محبت تړاو پيدا شي نو د شکايت او اختلاف سره، سره بيا هم تعلق او اړيکو کې هيڅ فرق نه راځي.
د محبت او احساس اړيکې او تعلق هغې کچې ته رسولى شي. چيرته چې ټول مخالف اسباب له منځه ځي. او يوازې موافق اسباب باقې پاتې کيږي. له الله تعالٰى او د هغه له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دغه ډول د محبت تعلق مطلوب او غوښتونى دى. که چيرې دغسې نه وي نو انسان د امتحان په سختو حالاتو کې په خداى پرستۍ باندې کلك ودريدلاى نشي.
د منافقت نوى دور
يو روايت د حديثو په بيلا بيلو کتابونو کې راغلى دى. د دې روايت ترمخه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې په آخره زمانه کې به د خلکو له منځه به امانت (Honesty) پورته کړاى شي. نږدې ټول خلك به خاينان (Dishonest) جوړ شي. مگر دغه زوال به د داخل په اعتبار سره راځي. ترکومه ځايه چې د ظاهر تعلق دى معامله به له ظاهر څخه بالکل مختلفه او جلا وي. لکه څنگه چې په حديث شريف کې راغلي چې:
او يقال للرحل ما اعقله وما اظرفه وما اجلده وما في قلبه مثقال حبة من خرد من ايمان (صحيح البخارى کتاب الفتن).
يعنې: د يو انسان په اړه به ويل کيږي. چې دا څومره عقلمن انسان دى هغه څومره ښايسته خبرې کوي. هغه څومره کلك او مضبوط انسان دى. حال دا چې د هغه په زړه کې به دوري (غوښ) د دانې په اندازه ايمان هم نه وي.
په دې حديث کې غالباً د هغو منافقانو يادونه ده، چې د صنعتي تهذيب په زمانه کې پيدا کيدونکي وو، منافقت په اصل کې د مفاد پرستۍ دويم نوم دى. يعنې په بنيادم کې به د اخلاقو او ايمان روح موجود نه وي. مگر دنيوې گټې لپاره يا د خلکو په منځ کې د ښه جوړيدو لپاره به هغه په ظاهره توگه د ايمان او اخلاقو ښودنه کوي. دا عين هغه شى دى چې په موجوده زمانه ورته پروفيشنل اخلاق ويلى کيږي. په موجوده زمانه کې د دې ډول مصنوعي اخلاقو گټې په زرگونو چنده زياتې دي. له دې سره د مصنوعي اخلاقو په وسايلو کې هم ډير زياتوالى راغلى دى.
دې زماني توپير د منافقانه طريقو اختيارولو په محرکاتو کې ډير زيات والى راوستى دى. په دې اساس دا بالکل فطري ده چې د صنعتى تهذيب په زمانه کې شاندار منافقين رامنځته شويدې. د کومو ظهور چې په پخوا زمانه کې ممکن نه و، د نوې زمانې منافقت ته په بله وينا کې پروفيشنل اسلام هم ويل کيږي. د نوې زمانې له رونقه ډکو وسايلو او اسبابو پروفيشنل اسلام دومره شانداره کړى چې په ظاهره په مخلصانه اسلام کې هم موجود نه دى.