د منافق پيژندنه
د منافق پيژندنه
د صحيح بخاري او صحيح مسلم په کتاب الايمان کې د منافق د پيژندنى په باره کې څه روايتونه راغلي دي. د الفاظو په معمولي تفاوت سره هغه روايت دا دى.
اربع من کن فيه کان منافقا خالصاً اذا ائتمن خان، واذا حدث کذب، واذا عاهد غدر و اذا خاصم فجر، وان صام وصلى وزعم انه مسلم.
څلور خصلتونه چي په چا کې وي هغه پوره منافق دى کله چې امين وگرځول شي خيانت کوي، کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې وعده وکړي نو نه يي په ځاى کوي. او کله چې جگړه او بحت کوي نو بدې او ناکاره خبرې کوي. اگر که روژې نيسي، او لمونځ کوي او گومان کوي چې دا مسلمان دى.
په ټولنيز ژوندانه کې چې د يو او بل انسان تر منځ کوم خپلمنځي معاملات مخې ته راځي د هغې بيلا بيل صورتونه دي. چې په لوى تقسيم کې هغه څلور دي. د انسان خپل داخلي شخصيت څنگه دى؟ د هغې څرگنديدل په دغو اړخونو کې ترسره کيږي. د يو ډول څرگندول د انسان د مخلص والي نښه وي. او د بل قسم څرگندول د انسان د منافق پيژندل کيدو نښه وي.
د مال او جايداد په لړ کې بيا، بيا داسې کيږي چې د يو انسان شى د بل انسان لاس ته ورځي. اوس چې کوم انسان د بل چا شى خپل حقدار ته نه ورکوي بلکې په هغه باندې خپله قبضه لگوي. نو په داسې کولو سره هغه خپل ځان منافق ثابتوي.
همدغه معامله د وينا ده. يو انسان چې په خپله خبره کې محتاط نه وي کله چې خبرې کوي دروغ وايي نو دغسې انسان په منافقانو کې د الله تعالٰى په نزد شامل دى.
دغسې يو انسان له بل انسان سره ډير وختونه لوظ او ژمنه کوي. اوس چې کوم انسان يو چا سره تړون او ژمنه کوي، کله چې د معاهدې د پوره کيدو وخت راشي هغه نه پوره کوي. نو دا د حقيقت په اعتبار سره منافق دى.
مومن د اصولي انسان نوم دى او منافق د بې اصوله انسان نوم دى.
ايماني کيفيت او څرنگوالى
د يو روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.
عرض على ربى عزوجل ان يجعل لي بطحاء مکة ذهبا فقلت لا يا رب ولکن اشبع يوماً واجوع يوماً فاذا جعت تضرعت اليك و ذکرتك واذا شبعت حمدتك وشکرتك (مسند احمد5/254).
يعنې الله تعالٰى راته دا وړانديز وکړ چې د ستا لپاره د مکې وادي (دره) سره زر وگرځوم. ما ورته وويل: اى زما پروردگاره نه! بلکې زه غواړم چې يوه ورځ موړ او يوه ورځ وږى يم. بيا کله چې زه وږې شم نو زه به تا ته سوال او زاري وکړم او تابه ياد کړم. او کله چې موړ شم نو د ستا حمد او شکر به اداء کړم.
حقيقت دا دى چې د ايماني کيفيت تړاو مخامخ له حالاتو سره دى. په ژوند کې چې کله يو صورتحال مخې ته راځي نو په دې لحاظ سره د مومن لپاره دا يماني کيفياتو سرمايه او پانگه موجوده وي. کله چې حالات ډير ډولونه وي نو دغه رنگ د ايماني کيفياتو هم ډير ډولونه وي. په هر ډول کې د دې مطابق د انسان په داخل کې ايماني کيفيت پيدا کيږي. په موجوده دنيا کې انسان د امتحان لپاره پيدا شوي دى. له همدې امله دلته د ښځې او نر په وړاندې بيلا بيل حالات مخې ته راځي.داسې د دې لپاره کيږي. تر څو ده ته وروښودل شي چې څوك په دغه معيار پوره خيژي او څوك په دې امتحان کې ناکاميږي. په دې دنيا کې د آرام او آسودگۍ حالت وي او که د تکليف او ستونزې حالت وي. دواړه اضافي حالتونه دي. په دواړو حالاتو کې اصل ارزښت د دې خبرې دى. چې په دې کې د يوې ښځې او سړي څخه چې کوم مطلوب چلند پکار دى. د هغې ثبوت ده ورکړې او که نه.
اصلي اهميت د حالاتو په مقابله کې د غبرگون دى، نه پخپله د حالاتو. دا حقيقت چې کله ښځې او نارينه ته څرگند شي. د هغه حال بيا دا وي چې د هغه نظر بيا په آسودگۍ او تکليف باندې نه وي. بلکې دي خبرې ته وي چې په حاصل شوو حالاتو کې څه ډول ثبوت وړاندې کړي. د شکر او که د ناشکرۍ، د صبر او که د بې صبرۍ دغسې خلك هميشه له خپل ځان سره محاسبه کوي او د بهرنيو حالاتو څخه شکايت او فرياد نه کوي.