د اسلام ارکان
د اسلام ارکان
عن عبدالله بن عمر رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: بنى الاسلام على خمس شهادة ان لا الٰه الا الله وان محمداً عبده ورسوله واقام الصلاة وايتاء الزکاة والحج وصوم رمضان (متفق عليه).
د عبدالله بن عمر رضى الله عنهما په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د اسلام ودانۍ په پنځه شيانو ولاړه ده. د دې خبرې گواهۍ په ورکولو چې له الله تعالٰى پرته بل حق معبود نشته. او دا چې محمد صلى الله عليه وسلم د الله تعالٰى رسول او پيغمبر دى. او د لمونځ قايمولو او د زکات ورکولو او حج په کولو او د رمضان د روژو په نيولو باندې.
د دې حديث له مخې په اسلام کې پنځه شيان د ستنو حيثيت لري. لکه څنگه چې يو تعمير او ودانۍ په ستنو ولاړه وي. دغسې اسلامي ژوند په پنځه وو بنيادي ارکانو قايم او ولاړ دى. دغه پنځه رکنونه په اصل کې د پنځه اصولو استازيتوب کوي. مومن هغه دى چې خپل ژوند په دې پنځه اصولو باندې ودروي.
د شهادت د کلمې هدف د خداى تعالٰى د خدايتوب او د محمد صلى الله عليه وسلم د رسالت او پيغمبرۍ اعتراف کول دي. د دې کلمې په ذريعه يو انسان د يو خداى جل جلاله په ټولو کماليه صفاتو باندې اقرار کوي هغه د محمد عربي صلى الله عليه وسلم په دې حيثيت سره اقرار کوي چې خداى جل جلاله هغه د ټولو انسانانو تلپاتې لارښود او رهنما جوړ کړى دى. دا حقيقت چې د چا زړه ته ښکته شي. نو دا د ده په ټولو نفسياتو کې شامليږي، د دغسې انسان سينه د هر ډول رښتياوو لپاره خلاصه وي. هغه يو داسې انسان جوړيږي. چې د ده لپاره هيڅ يو شى هم د حق په وړاندې خنډ نه جوړيږي.
د لمونځ اساس تواضع او عاجزي ده. د کوم انسان په دننه کې چې د لمونځ حقيقت پيدا شي نو هغه له کبر، او انانيت څخه يو طرفه خالي او پاك وي. د ده چلند په هره معامله کې د عاجزۍ او خاکسارۍ چلند وي.
د زکات حقيقت د مخلوق خدمت کول دي. په کوم انسان کې چې په واقعيت کې د زکات روح پيدا شي. هغه د ټولو انسانانو خير خواه جوړيږي. هغه د هر يو لپاره گټه رسوونکى ژوند تيروي.
د حج حقيقت يووالى او اتحاد دى. کوم انسان چې په رښتيني جذبه او احساس سره د حج مراسم اداء کړي. نو په هغه کې د اختلاف او جگړې مزاج او طبيعت ختميږي. هغه د خلکو په منځ کې په اتفاق او اتحاد سره ژوند تيروي.
د روژې حقيقت صبر دى. کوم انسان چې په رښتيا سره روژه نيونکى وي. هغه له دې سره په لازمي توگه صبر لرونکى هم وي. په ده کې دا عمومي مزاج پيدا کيږي. چې هغه د ستونزو او ناخوالو په برداشت کولو سره د خلکو په منځ کې ژوند تيروي.
نتيجه نه بلکې هدف مقصود شى
کله داسې کيږي چې يو شى په ظاهره صحيح وي. مگر د سياق په بدليدو سره هغه غلطيږي. د مثال په توگه يو شى چې د کوم عمل نتيجه وى هغه ته د خپل کار هدف جوړ کړې نو دا غلط هم شي او د خپلې پايلې په اعتبار سره بې نتيجې هم وي.
د قرآنکريم په انشراح سورت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مخاطب کولو سره ارشاد شوي دي. چې مونږ ستا آوازه (شان) اوچت کړى دى. (ورفعنا لك ذکرك) له دې څخه هغه فوق العاده او ستر نومياليتوب او عزت دى. چې د اسلام پيغمبر ته په دنيا کې حاصل دى. د ده مبارك د شان اوچتوالى په ټوله دنيا کې دومره منل شوى. د نن يو غير مسلم چې کله په انساني تاريخ کې د سلو سترو شخصيتونو يو فهرست تياروي نو په هغه فهرست کې د ده مبارك نوم د فهرست په سر کې ليکي.
مگر خپله آوازه او خپل شان اوچتول د ده هدف نه و، بلکې د ده د پروگرام يوه نتيجه وه. په دې لړ کې دلته يو حديث رانقل کيږي.قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اتانى جبريل فقال ان ربي وربك يقول کيف رفعت ذکرك. قال الله اعلم فال: اذا ذکرت و ذکرت معى: (تفسير ابن کثير).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې جبريل عليه السلام راته راغى او ويې ويل: زما او ستا رب وايي چې ما ستا نوم (ياد) څنگه اوچت کړى پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: الله تعالٰى ښه پوهيږي. جبريل عليه السلام وويل: الله تعالٰى فرمايي: کله چې زما نوم اخستل کيږي نو د ستا نوم به هم اخستل کيږي.
له دې حديث څخه معلوميږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا هم معلومه نه وه چې د ده نوم څنگه ا وچت کړى شوى او يا به څنگه اوچتيږي. دا کوم څه چې شوى، ټول په ټوله هغوى د کوشش او خواهش نه پرته شوي دي.
له دې مثال څخه د هدف او نتيجې فرق په پوهه کې راځي. دعوت ستا هدف و، او د نوم اوچتوالى د دې نتيجه وه. اوس که چيرې يو څوك داسې وکړي چې د نوم اوچتوالى د پيغمبر هدف وگڼي او د خپل نوم د اوچتولو په کوشش پسې ولگيږي. نو دا به بالکل غلطه وي. دا به د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د سنتو خلاف ورزي وي نه د سنتو پيروي.
همدغه معامله د دنيوي واکمنۍ ده. اقتدار د الله تعالٰى يو انعام دى کوم چې د دعوتي عمل په نتيجه کې د خداى جل جلاله له طرفه يوې ډلې ته ورکول کيږي. که چيرې يوه ډ له داسې وکړي چې د دنيوى اقتدار تر لاسه کول د نبوت هدف وگرځوي او دا آواز اوچتول شروع کړى نو دا به هم سراسر تيروتنه وي. دا په داسې توگه نتيجه د هدف په شان گرځول دي لکه څنگه چې د نوم اوچتولو (رفع ذکر) په پورته ياد شوى مثال.