د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

 د الله تعالٰى په رسۍ ټينگې منگولې لگول

فصل: 8

 د الله تعالٰى په رسۍ ټينگې منگولې لگول

د قرآنکريم د آل عمران سورت په ١٠٣ آيت کې د ايمان خاوندانو ته خطاب شوى او ورته ويل شوي ... او تاسې ټول يو بل ته د اتفاق لاس ورکړئ او د الله تعالٰى رسۍ مضبوطه ونيسئ او مه ډلې ډلې کيږئ. او په خپلو ځانونو باندې د الله تعالٰى هغه انعام يادکړئ چې تاسې د يو بل دښمنان واست، بيا ده ستاسې په زړونو کې يو بل سره مينه محبت واچاوه، نو تاسې د ده په پيرزوينه او انعام سره خپلو کې وروڼه، وروڼه شوئ.

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا.

په دې آيت کې د الله تعالٰى د رسۍ څخه مقصد قرآن پاك دى. او د تفرق څخه هدف دا دى چې تاسې د خپلو شخصي گټو په خاطر مه ډلې، ډلې کيږئ او د الله تعالٰى په دين ودريږئ او ټول سره خپلو کې وروڼه، وروڼه شئ.

ويجوز ان يکون معناه ولاتفرقوا متابعين للهوى والاغراض المختلفة وکونوا في دين الله اخوانا (تفسير فرطبي جلد4 صفحه 159).

د ژوند دوه طريقې دي ..... يوه د قرآن پيروي او بله د نفسي غوښتنو پيروۍ. کوم خلك چې رښتيني مومنان وي او په پوره سنجيدگۍ سره د قرآن پاك اتباع کول غواړي. د هغه ټوله پاملرنه د قرآن پاك د احکامو په طرف وي. د هغه پرهيزگاري په هغه کې سخته جذبه او احساس پيدا کړي. په بې پلوه توگه د الله تعالٰى په رضا او خوښۍ پوهيږي. او په پوره توگه په هغې ټينگ ودريږي. د دې په برعکس د کومو خلکو د دلچسپۍ مرکز او هسته چې خپل خواهشات او غوښتنې وي. هيڅکله د يو طرفه ذهن لاندې فکر او سوچ نشي کولاى. په هغوې کې هر يو د خپل خواهش او خپلو گټو په طرف منډه اخستي وي. د هغې نتيجه دا وي چې د هغوى د هر يوه لار له بل څخه جلا شوي وي.

   کومو خلکو چې په رښتيا سره د خداى جل جلاله کتاب خپل لارښود جوړ کړى وي. په هغوي کې په لازمي توگه اتحاد او اتفاق موجود وي. او کومو خلکو چې خپل خواهشات او نفسي غوښتنې خپل رهنما او لارښودې جوړې کړي وي. هغوى په لازمي توگه ډلي، ډلي او خپلو کې بې اتفاقه کيږي. هغوى هيڅکله يوه متحده ډله نه شي جوړيدى.

د الله تعالٰى د کتاب د لارښود جوړولو په صورت کې دا وي. چې تر ټولو زياته رښتينولى د خلکو د پاملرنې مرکز جوړوي. دغه تر ټولو اوچت رښتيا څرنگه چې يو وي له همدې امله د خلکو پاملرنه يوازې په يوه ټکي لگيدلي وي د دې فکري يووالي نتيجه او پايله د عملي يووالي په صورت کې راوځي.

د دې په عکس کله چې د خلکو د توجه د مرکز د هغوى خپل نفسي خواهشات وي. څرنگه چې د هر چا جلا، جلا خواهش او غوښتنه وي. نو له همدې امله د خلکو نښانې او بيرغونه  هم جلا، جلا وي. د دې د نتيجې دويم نوم ډلې، ډلې توب او اختلاف دى.

 په آيت کې د "جميعا" لفظ دې حقيقت طرفته اشاره کوي. چې په اخلاص او صداقت سره د قرآن پاك پيروي په ذهن او فکر کې د يووالي مزاج پيدا کوي. چې د دې پايله کې ټوله ډله د يو عمل کوونکې جوړه شي. د دې په عکس د نفس خواهشات او غوښتنې په عيني توگه د خپل نوعيت په اعتبار سره د ډلې ډل بازۍ په طرف بوتلل کوي. د دې نتيجه دا شي چې افکار او اعمال د اختلاف په صورت کې راڅرگند شي.

په ټولنيز ژوند کې له يو بل څخه شکايت پيدا کيدل بالکل يو فطرى شى دى. په عامو حالاتو کې دا پيدا کيږي او ډيريږي تردې پورې چې خلك خپل، خپل شکايتوننو په سببيو له بل څخه ليرې کيږي. د دې نتيجه د ډلو او اختلافاتو په صورت کې راوځي.

مگر کومو خلکو ته چې ايماني شعور حاصل وي. هغوى له انساني شکايتونو څخه د پورته د الله تعالٰى په رضا او خوښۍ کې ژوند تيروي. شکايتونه د هغوى د يووالي او اتفاق په لاره کې خنډ نه شي واقع کيدى. هغوى له شکايت سره، سره داسې وي لکه چې دوي په خپلو منځو کې وروڼه، وروڼه وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ