د لويديز تهذيب او اسلام
د لويديز تهذيب او اسلام
په صحيح بخاري کې روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (ان الله ليؤيد هذا الدين برجل فاجر) الله تعالٰى د دين مرسته په فاجر Wicked انسان باندې هم وکړى. دا حديث د تفکير (آف تهنکنگ) په اعتبار سره له اندازې زيات د اهميت وړ دى. د اثنايي طرز فکر (Dichotomous thinking) غلطي بيانوي.
له دې څخه معلوميږي چې انسان يوازې په دوه کټگورى يا ټوليو کې نيك او بد کې نه دى تقسيم شوى بلکې د دې انسانانو يو دريم قسم هم شته. او هغه تاييدکوونکى (Supporter) دى. يعنې يو انسان په ظاهره ښه نه دى. په ظاهره هغه فاجر (بدکاره) ښکاري خو په هغه کې په يقيني توگه يو دريم صفت کيدى شي. او هغه دا چې هغه په يو اعتبار سره زمونږ لپاره د ملاتړ او تاييد (Support) ذريعه جوړ شي.
د اسلام په ابتدايي تاريخ کې د حديبيه سوله يو داسې غير ثنايي طرز فکر يو عملى مثال دى. په ظاهري اعتبار سره د حديبيه جانب مقابل د اسلام دوست نه و، له همدې امله خلکو د خپل ثنايي فکر مطابق دا وگڼله چې دا د اسلام دښمن دى. مگر د اسلام پيغمبر د خپل رباني فراست (هوښيارتيا) (وزډم) په اساس باندې د دې (Dichotomy) ښکار نه شو. هغه دا درك کړه چې دلته يو دريم صورت هم موجود دى. او هغه پخپله په جانب مقابل کې د دعوت پټ شوي امکانات دي. نو هغه له دويمې ډلې سره د امن معاهده وکړه او د دعوت امکانات يې پرانستل. له دې وروسته په موافق ماحول کې د دعوت امکانات په استعمال راغلل. نتيجه دا شوه چې په دوو کلونو کې دننه د اسلام تاريخ بدل شو.
زه فکر کوم چې په موجوده زمانه کې د لويديز تهذيب معامله هم بعينه همداسې ده. نن يو ځل بيا مسلمان په دغسې معامله کې د دا ډول (Dichotomy) ښکار شوى دى. څرنگه چې په ظاهره لويديز تهذيب دوى ته د اسلام دوست نه ښکاري. له همدې امله د ثنايي طرز فکر په اساس هغه داسې گڼي چې لويديز تهذيب د اسلام دشمن دى. تردې پورې چې ځيني توند لاري Extremists ديته دجال وايي. مگر که چيرې مونږ د دې Dichotomy څخه بهر راووځو. نو معلومه به شي چې که لويديز تهذيب د ا سلام دوست نه وي نو دښمن يي هم نه دى د ليکوال په فکر) بلکې د حديث په ژبه کې هغه د اسلام ملاتړى او مرستيال (Supporter) دى.
نن يو ځل بيا دغه ډول فراست Divine Wisdom ته اړتيا ده کوم چې د حديبيه پر مهال غوره کړاى شوى و، که چيرې مونږ دغسې وکړو، نو يو ځل بيا به هغه تاريخ په خپله خوا راوگرځوو، په ناموافقو حالاتو کې به موافق حالات رامنځته شي او مونږ به د دې وړ وگرځو چې هغه پټ شوي موافق امکانات به استعمال کړو او د اسلام يو نوى تاريخ به جوړ کړو.
د لويديز تهذيب بيرغ پورته کوونکى د خپل سياسي او اقتصادي امتحاناتو لاندې ډير داسې کړنې سرته رسوي چې زمونږ په نزد زمونږ د ملي امتحاناتو په خلاف دي. د واقعې په توگه زه دا خبره سمه منم، مگر د دې تړاو په حقيقت کې اسلام دښمنۍ سره نه دى دا په تمامه معنا د ... معامله ده. دا دنيا د قالب په اصولو باندې جوړه شوې ده. له همدې امله دلته دغه ډول پيښې هميشه روانې وي او دوام به لري. مونږ ته پکار دي چې دا د فطرت تقاضا وگڼو او خپله ټوله پاملرنه د هغو امکاناتو په لټون او د هغوى په استعمالولو کې ولگوو. کوم چې په ظاهره د مخالفو حالاتو سره، سره زمونږ لپاره دلته په پورته توگه موجود دي.
د دجال په اړه حديث په خپل ذات صحيح دى. مگر تر کومه ځايه چې د لويديز تهذيب تړاو دى هغه په يقيني توگه د دجال په اړه د حديث لاندې نه راځي. د لويديز د تهذيب معامله په زياته صحيح توگه له دې بل حديث سره تړاو لري. کوم چې د ادخال الکلمه په نسبت سره د وړاندويلو په توگه وارد شوى دى. حقيقت دا دى چې لويديز تهذيب د ادخال الکلمه د خدايي پروژې لپاره د يو مرستيال عامل Supporting factor په حيث راپورته شوى دى. د دجال والا حديث سره د دې مخامخ هيڅ تړاو نه شته.
په ذکر شوي حديث کې ويل شوي دي چې يوه زمانه به راشي چې د اسلام کلمه به د ټولې نړۍ هر کوچني او لوى کورته ننوزي. غور وکړئ! د اسبابو په موجوده دنيا کې دغه وړاندوينه په عملي توگه د واقعې جوړيدو لپاره ډيرې مرستيالې وسيلې پکار دي. دغه مرستيالې وسيلې په پخوا زمانو کې موجودې نه وې. دا يوازې لويديز تهذيب دى کوم چې په تاريخ کې د لومړى ځل لپاره هغه ټول وسايل او ذريعې په بشپړه توگه برابرې کړي دي. کومې چې د ادخال الکلمه د عمل بشپړيدو لپاره اړينې او ضروري دي.
دغسې د حديث په الفاظو کې د لويديز تهذيب قضيه نه د دوست قضيه او نه د دښمن، بلکې دا يوه دريمه قضيه ده او هغه د مؤيد (سپورټر) قضيه ده. د دې معاملې د عملي وضاحت لپاره د دې نوعيت يو څه تاييدونکي شيان په لنډه توگه د مثال په توگه ذکر کولاى شي.
1: د ادخال الکلمه لپاره تر ټولو لومړى اړين شى چې پکار دى هغه نړيوالې ذرايع دي. او دا يو منل شوى حقيقت دى چې د لويديز لخوا راوړل شوى تهذيبي انقلاب په انساني تاريخ کې هغه لومړنۍ قضيه ده کوم چې د دغه ډول نړيوال کميونى کيشن يا مخابرات زمونږ په لاس کې راکړى کوم چې د دې عمل د تکميل لپاره په نه خلاصيدونکي توگه پکار دى.
2: بل لازمي ضرورت خلاصه مذهبي آزادي ده. که مذهبي ازادي نه وي نو د مطلوب نوعيت کاميابه پيغام رسونه ممکنه نه ده. دا هم د لويديز تهذيب دين دى. چې يو داسې دور يي پيدا کړى چيرته چې په تاريخ کې د لومړى ځل لپاره مذهبي آزادي د انسان د سپيڅلي حق په توگه شوى ده.
3: د ادخال الکلمه پروژه او پلان په نړيواله کچه د تکميلولو لپاره بې اندازې سرمايي او شتمنۍ ته اړتيا وه. دا هم د مغربي تهذيب په ذريعه په بالواسطه توگه مسلمانو هيوادو ته حاصل شوى دى. دا د لويديز تهذيب علمبرداران وو چې په اسلامي هيوادو کې يي پترول راپيدا کړل. بيا همدا خلك وو، چې د نوي مشيني دور په پيدا کولو سره يي پترولو ته قيمتي Commodity حيثيت ورکړ. دغسې ترلاسه شوې شتمنۍ مسلمانان نن د دې جوگه کړل چې هغه دادخال الکلمه ځاى عالمي کوشش له لوى نه لوى قيمت ورکړى او دا جاري وساتي.
4: د لويديز تهذيب په ذريعه له ترلاسه شوو تاييدونو څخه يو تاييد دا دى چې دې په لومړى ځل د آزادې څيړنې اصول له برياليتوب سره تر سپيڅلو کتابونو پراخه کړى. د دې نتيجه دا شوه چې نور ټول مذهبي کتابونه غير تاريخي ثابت شول. اوس په استثنايي توگه يوازې قرآن په تاريخي توگه د ثابت کتاب په حيثيت سره باقي پاتې شو. دغسې لويديز تهذيب پيدا کړي علمي انقلاب اسلام د انحصار او اجاره دارى په درجه کې د مذهب يوازينې د اعتبار وړ نماينده جوړ کړ.
5: بيا همدا مغربي تهذيب و، چې د فطرت پټ رازونه يي رابرسيره کړل، کوم چې د قرآن د رښتينوالي تصديقونکي دي. دغسې د لويديز تهذيب دا کارنامه ده چې د قرآن د دې آيت ساينسي تفسير يي وليکه. ژر ده چې وروبه ښيو دلايل او نښې د قدرت خپل په بره کنارو د آسمان کې او په ځانونو د دوي تردې چې پوره واضحه او څرگنده شي ورته چې دا کتاب حق دى.(حم السجده آيت ٥٣).
د لويديز د تهذيب د علمبردارانو په ذريعه د فطرت د نړۍ بې شميره حقيقتونه مخې ته راغلل کوم چې د اسلام صداقت په سوچه علمي اساساتو باندې سم او صحيح ثابتوي.
د يادو شوو اسبابو په اساس زما پريکنده نظر دا دى چې د لويديز تهذيب د دجال راښکاره کيدل نه دي. د خپلو امکاناتو په اعتبار سره هغه د اسلام په حق کې د الهى مرستې او تاييد راڅرگنديدل دي. دې تهذيب هغه ټول اسباب پيدا کړي دي کوم چې د ادخال الکلمه د کوشش کاميابولو سره د چلولو لپاره اړين دي په موجوده زمانه کې د دغو امکاناتو استعمالول دا کار په ښه توگه باندې سرته رسولى شي دغه پروژه په عملي توگه شروع شوې ده. نن هره ورځ په زرگونو خلك د اسلام دين د يو فطري دين په توگه پيژني او دا دين قبلوي. د حديبيه د معاملې د سرته رسيدو وروسته د قرآن پاك د الفتح سورت نازل شوى په دې کې ويل شوي.
That it may be a sign for the believers, and that he may guide you to a straight path
يا په بله وينا دا معامله د دې لپاره وشوه. تر څو تاسې د يوې علامتي واقعې (قضيې) په صورت ووايي چې په دې ډول معاملاتو کې تاسې په Dichotomy کې اخته نه شئ. بلکې دريمه لار ولټوئ.
دا د حديبيه اصول دى. او د لويديز تهذيب په معامله کې به مونږ ته دغسې اصول اختيارول دي. له دې څخه وروسته به د خداى جل جلاله دا زيرې په مونږ باندې رښتينى شى چې بيشکه مونږ فتح درکړه تاسې ته ښکاره فتح (سورت فتح آيت ١).