په اسلام کې د غسل (لمبلو) اهميت
په اسلام کې د غسل (لمبلو) اهميت
په اسلام کې د زړه او روح له پاکۍ سره د بدن په پاکوالي هم ډير زيات زور ورکړل شوى دى. تردې پورې چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې پاکوالى او نظافت نيم ايمان دى. (الطهور نصف الايمان) لمونځ د اسلام يو اهم ترين عبادت دى. د دې په اړه فرمايي: الله تعالٰى هيڅ لمونځ د بدن له پاکۍ څخه پرته نه قبلوي. (لايقبل الله صلاة بغير الطهور) د هر لمانځه لپاره اودس لازم گرځول شوى چې گويا نيمايي غسل دى. ترکومه ځايه پورې چې د مکمل جسماني غسل تړاو دى نو د حديثو په کتابونو کې د طهارت (پاکوالي) د بابونو له لوستلو څخه يي اندازه کيږي. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه وو به په عامه توگه هره ورځ غسل کاوه. په دغه زمانه کې د سبا ختلو څخه وروسته غسل کول (لمبل) عام رواج دي. دغه واقعه د حديثو په هره مجموعه کې د کتاب الطهاره لاندې ليدلى شئ.
د مسند احمد په يو روايت کې ويل شوي دي چې دريم خليفه عثمان رضى الله عنه به هره ورځ يو ځل غسل کاوه. (کان عثمان رضى الله عنه يغتسل کل يوم مره) هره ورځ سهار مهال غسل کول د انسان يوه فطري اړتيا ده. دغه فطري تقاضا په يقيني توگه په اسلام کې شامله ده کوم چې په حقيقي معناگانو کې د فطرت دين دى. په دې معامله کې ځينو خلکو ته له يو روايت څخه اشتباه مخې ته راځي.
په صحيح بخاري کې روايت دى: حضرت عايشه رضى الله عنها وايي. د جمعې په ورځ به خلك له ليرې، ليرې څخه مدينې منورې ته راتلل. څرنگه چې دغه خلك به گردونو وهلي وو. او د هغوى له بدن څخه به خوله راوتله. رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې حالت په ليدلو سره د دوى يو تن ته وويل: لو انکم تطهرتم ليومکم هذا (فتح البارى جلد٢ صفحه ٤٤٧).
يعنې کاشکې تاسې همدا نن ورځ خپل ځان پاك کړى واى.
د دې حديث د هرې ورځې يا اوونيز غسل سره هيڅ تړاو نه شته. د دې مطلب په ساده توگه يوازې دا دى. چې نن تاسې د ډيرو خلکو په منځ کې کښينۍ له ډيرو خلکو سره ملاقي کيږئ او لمونځ کوۍ. تاسې ته پکار دي چې د دغسې ټولنيز وخت خيال وساتئ. او له لمبلو پرته په دغو مجلسونو کې شريك کيدل نه دي پکار. دا د وخت په اعتبار سره د غسل د ځانگړي ارزښت بيان دى، نه د غسل د وخت او معيار ټاکل.
د فطرت دين
خورشيد بسمل صاحب (پيدايښ ١٩٤٧م) سره مې د جون په ٢٢ – ١٩٩١م کې په ډيلي کې ملاقات وشو هغه د جمو اوسيدونکى دى. هغه څو له عبرت نه ډکې پيښې بيان کړې.
هغه وويل: په راجورې ضلع کې يو ځاى دى چې کالا کوټ نوميږي. دغلته يو صاحب دى چې راجه رام شرما نوميږي. دا مهال هغه د تعليم په محکمه کې د ولسوالۍ په کچه د پلان مدير دى. يو کس ورته راغى چې يوه غوا ورڅخه واخلي. ده ورته وويل: چې ما سره خو غوا شته. مگر هغه دا مهال يوه ليوني سپي داړلې ده. که چيرې تاسې په دې خبره له پوهيدو وروسته هم دا اخستل غواړى نو ته اوس دا اخستلى شې.
څو ورځې وروسته پاکستاني تلويزون ته په کتلو شرما صاحب د يو حديث شريف مضمون واوريد په دې حديث کې ويل شوي وو چې مسلمان هغه دى چې د تجارت په وخت د خپلې سودا (د خرڅولو د شي) له خرابۍ څخه اخستونکى خبر کړي. شرما صاحب ته د دې پروگرام په اوريدو سره د خپلې غوا واقعه راياده شوه. نو ويې ويل: په دې لحاظ سره خو زه هم مسلمان يم. دا حديث په سنن ابن ماجه کې دى. د دې اصلي الفاظ دا دي.
عن واثلة بن الاسقع رضى الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من باع عيبًا له ينبه لم يزل فى مقت الله او لم تزل الملائکة تلعنه. (مشکاة المصابيح ٢. ٨٦٩).
واثله بن اسقع رضى الله عنه وايي ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چې ويل يې چا چې يو عيب لرونکى شى خرڅ کړ او اخستونکى يې له عيب څخه خبر نه کړ نو هغه به برابر د الله تعالٰى په ناراضگۍ کې وي او يا به ملايکې ورباندې هميشه لعنت وايي.
حقيقت دا دى چې اسلام کوم پردى (اجنبي) شى نه دى. اسلام د فطرت دين دى. هر انسان په همدې فطرت باندې پيدا کړاى شوى دى. ديته د اسلام د لفظ صورت ورکړل شوى. که چيرته خپل منځي کرکه او جگړې ختمې کړاى شي او د اسلام د استازيتوب کولو لپاره يوازې قرآن او حديث د خلکو په وړاندې وي. نو بيشماره خلك به اسلام په عيني توگه د خپل زړه آواز وگڼي. او هغه به داسې خپل کړي لکه چې هغه د ده خپل شى وي. چې د څه مودې ورك کيدو وروسته يي يو ځل بيا ده ته بيرته لاس ته ورشي.
د فطرت دين په خپل ذات کې يو ځواك دى. ديته د بل کوم زياتي طاقت اړتيا نشته.
پورته ذکر شوى يوازې يو حديث نه دى د قرآن او حديثو د ټولو تعليماتو او لارښوونو معامله همدا ده. حقيقت دا دى چې د اسلام ټول تعليمات او لارښوونې په فطرت باندې ولاړې دي. کوم چې فطرت دى هغه اسلام دى چې هيڅکله هم ختميداى نشي. دا حقيقت قرآن داسې بيان کړى دى.
تاسې ټول يوطرفه شئ خپله مخه دغه دين خوا ته وروگرځوئ. الله تعالٰى چې په کوم فطرت باندې خلك پيدا کړي هغه جوړښت او پيدا کيدل بدليدونکي نه دي. همدا برابره او سيده دين دى. (سورت روم ٣٠ آيت).