د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

عبادتونه

فصل: 11

د اوداسه برکت

د حضرت عثمان بن عفان رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: کوم کس چې اودس وکړي، بيا په ښه طريقه اودس وکړي له هغه څخه د هغه گناهونه خارج شي. تردې پورې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه يي هم گناهونه ووځي. (من توضاٴ فاحسن الوضوء خرجت خطاياه حتى تخرج من تحت اظفاره). (رواه مسلم).

له بهتر اودس څخه مقصد څه شى دى؟ د دې وضاحت له نورو روايتونو څخه کيږي. له حضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. له تاسې څخه چې کوم يو تن اودس وکړي، بيا هغه په پوره توگه وکړي له هغې څخه وروسته هغه ووايي چې زه شاهدي ورکوم د دې چې له الله تعالٰى څخه پرته بل هيڅ معبود برحق نشته هغه هيڅ شريک نه لري او د دې گواهي ورکوم چې محمد د الله تعالٰى بنده او رسول دى. نو د ده لپاره به د جنت اته دروازې بيرته کړاى شي، له هرې دروازې چې جنت ته ننوتل وغواړي داخل به شي.

ما منکم من احد يتوضا فيبلغ الوضوء ثم قال اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريك له واشهد ان محمداً عبده ورسوله الا فتحت له ابواب الجنة الثمانية يدخل من ايها شاء (رواه مسلم).

دغسې په حديث شر يف کې دي. هر کله چې يو کس اودس وکړي او له هغې څخه وروسته دا دعا ولولي اى الله! ما له توبه کوونکو کسانو څخه وگرځوې او ما له پاکو او صافو خلکو څخه وگرځوي.

اللهم اجعلني من التوابين واجعلنى من المتطهرين (ترمذي).

په يو بل راويت کې ويل شوي دي. چې رسول  الله صلى الله عليه وسلم اودس وکړ. له دې وروسته د هغه له ژبې څخه دا الفاظ ووتل: اى الله! داسې مې له گناهونو څخه پاك کړې لکه څنگه چې سپينه جامه له خيرې څخه پاکول کيږي.

اللهم نقنى من الخطا يا کما ينقى الثوب الابيض من الدنس.

په بيلا بيلو روايتونو کې دا خبره په بيلا بيل انداز سره بيان شوې ده. چې په اوداسه سره د انسان گناهونه معاف کيږي. په اوداسه سره د ده گناهونه وينځل کيږي. تردې پورې چې هغه پاك صفا شي.

دوامدار عمل

يو روايت د الفاظو په معمولي توپير سره د حديثو په بيلا بيلو کتابونو کې راغلى دى. د صحيح بخاري (کتاب الرقاق باب القصد والمداومة على العمل) د يو روايت الفاظ دا دي. ان احب الاعمال الى الله ادومها وان قل.

د الله تعالٰى په نزد تر ټول زيات خوښ عمل هغه دى چې دوامدار وي اگر چې هغه لږ هم وي. (فتح الباري  ١١، ٣٠٠ ).

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې وينا يو تړاو له عباداتو سره دى. د مثال په توگه په نفلي لمونځ او يا نفلي روژه کې د انسان لپاره يو داسې معمول جوړول پکار دي. کوم چې هغه هميشه جاري ساتلى شي داسې نه دي پکار چې لږې ورځې د زياتو نفلو اهتمام وکړي او له هغې وروسته هغه په لږو باندې هم قايم پاتې نشي.

دا د ژوند  مستقل اصول دي. او د دې تړاو د ژوند له هر اړخ سره دى. په بله وينا د دې مطلب دا دى کوم کار چې شروع کولى شي هغه په داسې شکل شروع کړي چې پرله پسې دوام لرونکى (Sustainable) وي. دا د پلان شوي کار اهم ترين اصول دي. په دې دنيا کې هره ستره نتيجه د پلان شوي عمل په ذريعه حاصليږي. او نتيجه ورکوونکى پلان هغه وي کوم چې له شروع کولو څخه وروسته په دوامداره توگه جاري وي.

په دې دنيا کې د يو عمل نتيجه هميشه ځنډ سره او ورو راوځي. په لږ شان وخت کې هيڅ يوه لويه نتيجه تر لاسه کول د موجوده دنيا په نظام کې له سره ممکنه نه ده. په دغسې حالت کې نتيجه ورکوونکى عمل هغه کيداى شي چې دوامدار وي. کوم عمل چې ډير دوام ونلري. د هغې په اړه له وړاندې څخه پوهيدل پکار دي چې هغه به په دې دنيا کې بې نتيجې راوځي.

د انسان لپاره پکار دي چې هغه کوم کار شروع کوي هغه دې له مستقل مزاجۍ سره په پرله پسې توگه جاري وساتي. او کوم عمل چې په دوامداره ساتل ورته ممکن نه وي. هغه دى نه پيلوي. ولې چې د دغسې پيل هيڅ پايله په دې دنيا کې راوتونکې نه ده.

لمونځ

په حديث کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې د انسان او کفر تر منځ (خنډ) د لمانځه پريښودل  دي. (بين الرجل والکفر ترك الصلاة) حضرت عمر رضى الله عنه فرمايي لمونځ د دين ستن ده. (الصلاة عماد الدين) لمونځ د الله اکبر له ويلو څخه پيليږي. او د السلام عليکم ورحمة الله په ويلو سره پاى ته رسيږي. لکه څنگه چې په حديث کې راغلي دي. (تحريمها التکبير وتحليلها التسليم).

 د لمونځ ابتدايي تيارى له اوداسه څخه کيږي. د اوداسه په اړه په حديث کې راغلي دي. د هغه چا لمونځ نه کيږي. د چا چې اودس نه وي. او د هغه چا اودس نشته چې په هغه باندې د الله تعالٰى نوم ياد نه کړي. (لاصلاة لمن لا وضوء له ولا وضوء لمن لم يذکر اسم الله عليه).

اودس په حقيقت کې يو ډول عملي دعا ده. انسان د خپل بدن يو څه نماينده برخې وينځي او له الله تعالٰى څخه سوال کوي چې دغسې د خپل رحمت په اوبو سره زما ټول بدن پاك کړې، زما پاکوالى وکړې او جنت ته مې داخل کړې.

آذان کوونکى چې کله د آذان کلمات وايي نو د دې په باره کې حکم دى چې ټول لمونځ کوونکي يې واوري او دغسې په خپله ژبه ووايي دغه تکرارول په حقيقت کې د آذان کوونکى آواز ته لبيك (حاضر او آماده) ويل دي د دې مقصد دا دى چې بنده دې ديني عمل ته په پوره توگه تيار دى د چا له طرفه چې دا رابلل کيږي.

له دې وروسته لمونځ د الله اکبر (الله تر ټولو ستر دى) په ويلو سره په لمانځه کې داخليږي. دا د دې حقيقي واقعې اعتراف دى چې په دې دنيا کې لويي او سترتوب يوازې الله تعالٰى لره دى. بيا انسان په ادب سره ولاړ وي. هغه ښکته کيږي او خپل سر په ځمکه باندې ايږدي. دا د دې خبرې عملي اقرار دى چې خداى جل جلاله لوى دى او زه کوچنى يم . زه تر وروستۍ پولې پورې د ده اطاعت ته لپاره تيار يم.

په پاى کې لمونځ کوونکى خپل مخ ښي او چپ طرفته گرځوي. او وايي السلام عليکم ورحمة الله دغسې گويا هغه په ځمکه باندې د اوسيدونکو سټولو خلکو لپاره د سلامتيا او خير خواهۍ د احساس څرگندونه کوي. خداى جل جلاله گواه جوړوي او ژمنه کوي چې په ځمکه کې به داسې اوسيږي چې د ده په وجه به د هيچا سلامتيا ته هيڅ خطر نه پيښيږي. د هر چا ځان، مال او ابرو، دا هر څه به له ده څخه محفوظ او په امن وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ