د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

لمونځ د علاج او درملنې وسيله

فصل: 12

لمونځ د علاج او درملنې وسيله

کان فتى من الانصار يصلى مع النبي صلى الله عليه وسلم ولايدع شيا من الفواحش والسرقة الارکبه فذکر للنبي صلى الله عليه وسلم فقال: ان الصلاة تنهاه. فلم يلبث ان تاب وصلحت حاله فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم الم اقل لکم (الجامع لاحکام القرآن ١٣- ٤٨- ٣٤٧).

د انصارو يو ځلمي رسول الله صلى الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه مگر له دې سره، سره يې د بد کاريو او غلا ارتکاب هم کاوه. رسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندې د دغه کس يادونه وشوه. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ډير ژر به يې لمونځ له دغو ناوړو کارونو څخه منع کړي. په پاى کې دغه کس توبه وويسته او د ځان اصلاح يي وکړه. له دې وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: آيا ما تاسې ته نه وو ويلي.

لمونځ که چيرې له واقعي شعور او احساس سره وکړاى شي. دا په انسان کې حساسيت راپورته کولو ذريعه جوړيږي. کله چې په انسان کې د ديني جذبې حرارت راپورته شي له هغې وروسته هغه د خپل ځان د اصلاح لاره اختياروي. له دې وروسته لمونځ د ده لپاره يوازې يو رواجي او وروستى عمل نه گرځي. بلکې دا په هغه باندې څارونکى جوړيږي. لکه څنگه چې په قرآن پاك کې ارشاد دى.

ان الصلٰوة تنهٰى عن الفحشاء والمنکر.

لمونځ انسان له ناکاره او بدو کارونو او خبرو څخه رامنع کوي.

نوموړي ځلمي لومړى په بې شعورۍ او عدم احساس سره لمونځ کاوه. ورو، ورو د هغه ذهنيت بدل شو. څرنگه چې هغه په عربي پوهيده. له همدې امله د قرآن تلاوت، لمونځ او نورو دعاگانو د هغه ذهن باندې اغيز کاوه. په جومات کې مومنانو سره ملاقاتونو او خبرو اترو هغه د نوي فکر او سوچ په طرف بوتللو. دغسې بيلا بيلو شيانو په ده باندې اغيز کاوه. تردې چې هغه له بې روحه لمونځ څخه تير او يو سوچه رښتينى لمونځ کوونکى جوړ شو.

له هر يو شکل سره يوه روحيه وي يو انسان که چيرې دغه شکل په پوره توگه اختيار کړې نو دغه روحيه ورو، ورو په ده کې پيدا کيږي.

جومات او لمونځ

حضرت انس رضى الله عنه ويلي دي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې ويل يي! زما په امت به يو داسې وخت راشي چې خلك به په جوماتونو فخر او وياړ کوي. مگر هغه به (په ذکر او لمونځونو سره) ډير کم آباد وي.

ياتي على الناس زمان يتباهون بالمساجد ثم لايعمرونها الا قليلا. (فتح الباري ١- ٦٤٢).

د حضرت انس رضى الله عنه يو بل روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. تر هغه به قيامت رانشي تردې پورې چې خلك به په جوماتونو باندې په وياړ او فخر کولو پسې ولگيږي.

(لا تقوم الساعة حتى يتباهى الناس فى المساجد (سنن ابي داؤد جلد ١، صفحه ١٢٠).

دغه ډول روايتونه په اصل کې د زوال د زمانې نښې بيانوي. کله چې په کوم قوم زوال راځي نو هميشه به داسې کوي چې روح به ختم شي او د ظاهري شيانو به بازار گرم وي. په دغسې زمانه کې به خلك د جوماتونو د زياتوالي ولولې او له جوشه ډك احساسات بيانوي. د جومات په پرتمينه توگه په ودانولو به فخر کوي هغوى به کوشش کوي چې خپل قومي سترتوب په جوماتونو باندې ښکاره کوي. په دغه زمانه کې به خلك يوازې په ظاهر باندې پوهيږي. له همدې امله به د هغوى په وړاندې د ودانولو له سترتوب پرته نور څه نه وي. په کوم کې چې هغه خپل ځان برتر او اوچت محسوس کړى شي.

مگر کله چې په خلکو کې د دين روح ژوندى وي نو د هغوى په نزد به د ظاهري شوشا هيڅ ارزښت نه وي. په معمولي توگه باندې په جوړو شوو جوماتو کې په لمونځونو کولو به هغوى ته تر ټولو زيات سکون حاصليږي هغوى به داسې جومات خوښوي چيرته چې د رڼاگانو انتظام نه وي ځکه چې هلته الله تعالٰى ته په توجه کولو کې هيڅ شى تکليف ورکوونکى نه وي. د نرم قالين په ځاى هغوى ته د خاورو په فرش باندې تندى ايښودل ډير خوښ او گران وي. ځکه چې په خاورو کې سجده عاجزانه حال سره  زيات نږدي وي.

د جوماتونو ډول او سينگار او سترتوب د دغو خلكو لپاره د خلل غورځولو باعث جوړيږي کوم چى د الله تعالٰى په عظمت او لويي کې د څو شيبو تيرولو لپاره جومات ته راغلى وي د هغوى دا خوښيږي چې د دوى او د رب تر منځ هيڅ شى حائل او پرده نه وي. له همدې امله هغوى ساده جوماتونه خوښوي، نه د رنگ او روغن لرونکي جوماتونه.

په جماعت سره لمونځ آدا کول

عن عبدالله بن عمر رضى الله عنهما ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: صلاة الجماعة تفضل صلاة الفذ بسبع وعشرين درجة. (موطا امام مالك رح ٩٣).

د عبدالله بن عمر رضى الله عنهما په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په جماعت سره د لمونځ اداء کول له يوازې (بې جماعته) لمونځ څخه اووه ويشت درجې غوره دى.

د لمانځه مطلوب کيفيتونه د جماعت په لمانځه کې زياتيږي. له همدې امله د دې ثواب هم د الله تعالٰى په نزد د ځانته لمونځ کولو په مقابله کې زياتيږي.

په جماعت باندې د لمونځ کولو لپاره انسان لومړى فکر او سوچ کوي چې اوس يي وخت راغلي. اوس ما ته جومات ته تلل پکار دي. دغسې د لمونځ کوونکى ذهن له وړاندې نه د عبادت په فکر کې لگيدلى وي. بيا هغه له کور څخه راوځي او د جومات په طرف روانيږي. په هر قدم ده ته ورياديږي چې ته د خداى جل جلاله د عبادت لپاره روان يي. دغسې گويا هغه له لمانځه څخه وړاندې په لمانځه کې مشغول شوى دى.

په جومات کې ده ته پوره ماحول او چاپيريال په لاس ورځي. دلته هغه محسوسوي. چې زه يوازې لمونځ کوونکى نه يم. بلکې زه د لمانځه په پراخه ورورولۍ کې شامل شوى يم.  لومړى د ده حيثيت اگر چې د يوازې لمونځ کوونکي و، خو اوس د ده حيثيت د لمونځ قايمونکى کيږي.

بيا په جماعت سره لمونځ پخپله لوى او ستر اجر او ثواب لري. په ځانله لمونځ کې گويا هغه د خپل ځان پخپله امام دى. دلته چې د بل امامت کې لمونځ اداء کړ. د لا زياتې عاجزۍ او تواضع ثبوت يې ورکړ. په ځانله لمونځ کې ده د خپل انفرادي اسلام احساس تازه کړى وو په جماعت سره په لمونځ کولو کې ده د نورو هم مذهبو سره يو ځاى د اجتماعي اسلام ژوندۍ تجربه وکړه. په يوازې او ځانله لمونځ کولو کې ده د يو فرد په کچه باندې الهي فيض تر لاسه کړ. په جماعت سره په لمونځ کولو کې دا په ټول جماعت باندې په نازليدونکي الهي فيض کې شريك شو.

له دې سره د جماعت د لمانځه يو خصوصيت دا هم دى. چې انسان د جومات په سپيڅلي چاپيريال کې د خپلو نورو ورونو سره يو ځاى کيږي. هغه له نورو څخه هم زده کړه کوي. او هغوى نورو ته هم ورزده کول کوي. دا له نورو څخه هم يو څه ترلاسه کوي او نورو ته هم يو څه ورکوي. په ځانله لمونځ کولو که چيرې ده يوازې لمونځ اداء کړى دى. خو په جماعت سره په لمونځ کولو کې دا د ټول اسلام اداء کوونکى جوړيږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ