په لمانځه د بديو مخنيوى
په لمانځه د بديو مخنيوى
په قرآن پاك کې لارښوونه شوې ده چې په پابندۍ سره لمونځ اداء کوئ. بيشکه چې لمونځ له ناکاره کارونو او خرابو خبرو مخنيوى کوي. اقم الصلوة. ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنکر. ابن ابي حاتم رح د حضرت عمران بن حصين رضى الله عنه څخه روايت کړى دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د دې آيت په باره کې پوښتنه وشوه. نو ده صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
من لم تنهه صلوة عن الفحشاء والمنکر فلاصلوة له.
د چا لمونځ چې څوك له فحشاء او منکراتو څخه منع نه کړي نو د هغه لمونځ، لمونځ نه دى.
لمونځ څه دي. لمونځ د دې حقيقت وريادونکى دى چې انسان د يو داسې خداى جل جلاله په وړاندې ژوند تيروي. کوم چې اگر چې انسان يي نه شي ليدلى (په دنيا کې) مگر خداى جل جلاله خو دا ويني. کوم انسان چې له جومات څخه دا سبق (نصيحت) حاصل کړي او بيرته وگرځي آيا هغه چې بهر ولاړ شي له خداى جل جلاله څخه به غافل ژوند تير کړي. په لمونځ کې انسان د دې خبرې اقرار کوي چې خداى جل جلاله تر ټول ستر او لوى دى. کوم انسان چې په دې اقرار کې رښتينى وي. څنگه به امکان ولري چې هغه دې بيا د لمانځه څخه وروسته د خپل سترتوب او لويي بيرغ پورته کولو کې مشغول او مصروف شي.
په لمانځه کې چې انسان څه وايي. هغه د خپل خداى جل جلاله په وړاندې د دې خبرې ژمنه کوي چې دا به د خدايي احکامو پابند ژوند تيروي. بيا څنگه ممکنه ده چې بهر ته ووځي او د خلکو په منځ کې دې د سرغړونکي او باغي انسان په شان ژوند تير کړي، د لمونځ کړه وړه د دې خبرې څرگندول دي چې د دې انسان سينه د خداى جل جلاله له ويرې او محبت څخه پورمامور ده. بيا څنگه داسې کيداى شي چې په جومات کې دې يو انسان د الله تعالٰى د ويرې او محبت څخه سرشار کيدو دعوا کوي او کله چې له جومات څخه بهر وځي. نو داسې ژوند کول دي کوي چې نه له خدايه ويره وي ا ونه د خداى جل جلاله محبت.
لمونځ که چيرې له حقيقي روح سره اداء شي، نو په يقيني توگه چې هغه له فحشاء او منکراتو څخه راگرځونکى جوړيږي. ليکن لمونځ که چيرې له حقيقي روح څخه خالي وي. نو هغه يوازې رسم او رواج کيدى شي. د کوم چې د انسان له اصلي ژوند سره هيڅ تړاو نه شته. هغه په ظاهري کچه لمونځ دى مگر په حقيقت کې هغه لمونځ نه دى. ولې چې هغه انسان له فحشاء او منکراتو څخه راگرځونکى نه دى جوړ شوى.
دا خبره داسې ده لکه چې ـ پلار ولاړ وگوري. او ځوى هماغه شا ملاست پروت وي په ده کې د پلار ادب نشته. هغه ورور نه دى چې خپله خور په لوږه کې ويني او دا څه نه ورکوي. هغه دوست دوست نه دى چې د دوست له مرگ نه خبر شي او دا خپله خندا بنده نه کړي،د ده دوستى، دوستى نه ده.
د ځان کنټرول روزنه
د روژې لپاره اصلي د عربي لفظ صوم دى.د صوم معنا ځان رابندول. (Abstinence) څرنگه چې په روژه کې انسان له خوراك، څښاك او نورو خواهشاتو څخه رابنديږي. نو له همدې امله ورته د صوم نوم ورکړل شوى دى.
په اسلامي شريعت کې روژه په پرله پسې توگه د يوې مياشتې پورى نيول دي. هر کال د قمري جنترى په اعتبار سره د رمضان په مياشت کې دغه روژه نيول کيږي. په کال کې يوه مياشت دغه روژه نيول په هر مسلمان باندې فرض دي. څوك يې چې د نيولو وس او طاقت لري.
دا روژه د رمضان د مياشتې له اولې ورځې څخه پيليږي. او د مياشتې تر وروستۍ ورځې پورې ختميږي له همدې امله دغه مياشت کله نهه ويشت ورځې اوکله ديرش ورځې وي.
سهار د روژې پيل کيدو څخه وړاندې چې څه خواړه خوړل کيږي. هغې ته پيشمنى ويل کيږي. د دې پيشمني وخت د رښتينى سبا (Morning Twilight) د راختلو څخه پيليږي. د روژې ماتولو لپاره چې څه خوړل کيږي هغې ته روژه ماتى وايي. د روژه ماتي وخت د لمر له پريوتلو څخه لږ وروسته سمدستي شروع کيږي په روژه نيونکى د شپې لخوا د دې يو ډول پابندي هم نشته.
ماښام د روژې ماتولو په وخت چې کومه دعا لوستل کيږي. د هغې لنډيز دا دى. اى خدايه! ما د ستا د حکم په اساس دغه روژه ونيوله او د ستا د اجازې په اساس مې روژه ماته کړه. دا دعا د روژې روح او معنا ښايي له دې څخه معلوميږي چې د روژې اصلي روح دا دى چې انسان خپل ځان د خداى جل جلاله د رضا او خوښې پابند جوړ کړي. دغه پابندي او التزام په ټول ژوند کې مطلوب دى. د رمضان د مياشتې روژه د دغه ډول پابند ژوند يو کلن علامتي مشق او تمرين دى.
د اسلام له مخې په موجوده دنيا کې انسان د امتحان (Test) لپاره پيدا کړل شوى دى. ده ته چې کومه آزادي حاصله ده هغه د دې لپاره ده چې هغه خپله رضا او اراده د خداى جل جلاله د حکمونو په پابندۍ کې استعمال کړي د آزادۍ د دې پابندۍ استعمال لپاره انسان ته په خپلو خواهشاتو باندې د کنټرول او بنديز لگول دي. له همدې امله د سلف کنټرول د وړتيا پيدا کولو اړتيا ده. روژه د دغه ډول سلف کنټرول (قابو کولو) کلنۍ روزنه ده.
د سلف کنټرول لرونکي ژوند لپاره د صبر او برداشت اړتيا ده. روژه همدغه د صبر صفت په انسان کې پيدا کوي په همدې لحاظ سره په حديث کې روژې ته د صبر مياشت (شهر الصبر) ويل شوې ده. په دنيا کې په اسلامي طرز او طريقې سره د ژوند تيرولو لپاره تر ټولو زيات چې د کوم شي اهميت او ارزښت دى هغه صبر او زغم دى. له همدې امله په قرآن پاك کې ويل شوي دي چې د صبر کوونکو لپاره د خداى جل جلاله په وړاندې بې حسابه اجرونه او ثوابونه دي. (١٠-٣٩).
د بې حسابه اجرونو زيرى په حديث کې د روژې لپاره هم ويل شوى دى. ابوهريره رضى الله عنه وايي چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الله تعالٰى فرمايي. انسان ته د نيکو کارونو په بدل کې له لسو چندو څخه تر اووه سوه پورې ورکول کيږي. مگر روژه زما لپاره ده. او زه به د دې (بې حسابه) اجر ورکوم. (بخاري او مسلم).
د بې حسابه اجر استحقاق اصلاً د صبر لپاره دى. صبر په اسلام کې تر ټولو ستره نيکي او تر ټولو زيات د قدر وړ صفت دى. روژه انسان دغه ډول صبر کوونکي ژوند لپاره تياروي. په همدې وجه په روژه باندې هم بې حسابه انعام ورکول کيږي.
د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په تاسو کې چې کله يو څوك روژه وي نو هغه دې نه چاته کنځلې کوي او نه دې چا سره جگړه کوي. که چيرې يو څوك ده ته کنځلې کوي يا له ده سره جنگ کوي نو دا دې ورته ووايي چې زما روژه ده.
دا هغه شى دى کوم ته چې صبر يا پابندي ويل کيږي. يعنې د احساساتي کيدو په وخت نه احساساتي کيدل. د نورو د منفي چلند سره، سره خپل ځان په مثبته رويه او چلند قائم ساتل. که يو څوك زور، زياتى کوي بيا هم ته په يو اړخيزه توگه له زور زياتي څخه ځان ژغورل.
روژه يو کلن روزنيز کورس دى. کوم چې انسان د داسې نفس قابو کولو وړ جوړوي چې په انسان کې ورسره ضبط نفس (په ځان قابو) راځي. په ده کې يو داسې طاقت پيدا کوي د کوم په ذريعه چې هغه د خپل ځان مالك کيږي. د کوم په ذريعه چې هغه خپل ځان د شريعت د ټاکلو اخلاقو په پوله باندې قائم وساتي. صحيح او مطلوب ژوند تېر کړى.
په روژه کې د خوراك څښاك پريښودل په علامتي توگه باندې د غير مطلوبو شيانو دپريښودلو سبق ورکوي له همدې امله د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کوم انسان چې درواغ خبرې او په درواغو عمل کول پرينږدي نو د الله تعالٰى ديته اړتيا نشته چې هغه دې خپل خوراك او څښاك پريږدي.