د روژې حقيقت
د روژې حقيقت
په مسند احمد او ترمذي کې دا روايت راغلى دى. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الله تعالٰى ما ته دا وړانديز وکړ چې زما لپاره د مکې دره سره زر وگرځوي. ما ورته وويل: نه اى ربه! بلکې زه دا غواړم چې زه دې يوه روځ خوراك وکړم او موړ يم او يوه ورځ دې وږى يم. کله چې وږى شم نو تا ته عاجزي او زاري وکړم او تا ياد کړم او کله چې زه په خيټه موړ يم نو د ستا حمد او شکر اداء کړم.
عرض على ربى يجعل لي بطحاء مکة ذهبا: فقلت لا يا رب! ولکن اشبع يومًا واجوع يومًا فاذا جعت تضرعت اليك وذکرتك . واذا شبعت حمدتك وشکرتك. (مشکوٰة المصابيح ٣ / ٤٣٣).
له دې حديث څخه معلوميږي چې له حالاتو پرته کيفيات نه پيدا کيږي. لوږه په انسان کې د بې وسۍ کيفيت ته وده ورکوي. او هغه ته خداى جل جلاله وريادوي. له دې وروسته انسان چې کله موړ شي نو په ده کې د شکر او مننې احساسات رابيداروي. او د خداى جل جلاله په شکر ويستلو او حمد ويلو کې يې مشغولوي.
همدا د روژې بنسټيز مقصد او هدف دى. روژه يو کلن روزنيز کورس دى د کوم په ذريعه چې په انسان باندې د لوږې احوال پيدا کيږي. تر څو په ده کې د عجز او تضرع او انابت کيفيات راپورته کړي ا و هغه د الله تعالٰى يادونکى جوړ کړي.
په روژه کې د ورځې په وخت د لوږې تجربه کوي. له دې وروسته د شپې هغه د دې تجربه کوي. چې په خيټه موړ وي خوراك او څښاك کوي تر څو په ده کې د شکر ويستلو جذبې او احساسات راويښ شي. او سينه يې د الله تعالٰى په حمد او شکر سره آباده شي.
عاجزي (تضرع) او شکر ويستل دوه ډير زيات مطلوب ديني کيفيتونه دي. د رمضان د روژې مقصد او هدف دا دى چې د ورځې د لوږې او د شپې د موړوالي په ذريعه دغه دواړه مطلوب کيفيتونه په بنيادم کې پيدا کړاى شي.
د روژې گټه
د رمضان مبارکه مياشت چې راشي نو شيطانان تړل کيږي او د خداى جل جلاله د رحمت دروازې پرانستل کيږي. (سلسلت الشياطين وفتحت ابواب الرحمة). شاه ولې الله رح د دې حديث په تشريح کولو کې ليکلي دي. کله چې په امتونو کې کوم امت د روژې پابندي کوي نو د دوى شيطانان په زولنو کې تړل کيږي. او د دوى لپاره د جنت دروازې پرانستل کيږي او د اور (دوزخ) دروازې يې په مخ تړل کيږي. (واذا التزمته ا مة من الامم سلسلت شياطينها وفتحت ابواب جنانها و غلقت ابواب النيران عنها) (حجة الله البالغه.).
له قرآن پاك څخه معلوميږي. چې شيطانان په انسانانو کې هم وي او په پيريانو کې هم وي. (الانعام ١١٢).
د حديثو له مخې روژه د دې دواړو ډولو شيطانانو څخه نجات ورکوونکى ده. کوم خلك چې په حقيقي توگه د روژې پابندي کوي نو د دې دواړه ډوله شيطانانو څخه محفوظيږي.
له غور کولو څخه معلوميږي چې د دواړه قسمه شيطانانو لپاره په انسان باندې د مسلط کيدو يوه لار ده. او هغه د انسان خپل نفس دى. جني شيطانان خلك د نفس د خواهشاتو په دوکه کې اخته کوي او په هغوى باندې قابو پيدا کوي. بيا يې چې هرې خوا ته بوتلل غواړي په هغه طرف يې بوځي.
د انسي شيطانانو لپاره هم په انسان باندې د کنټرول حاصلولو لار همدا ده. هغه داسې خبرې کوي په کوم سره چې د انسان نفس په غصه کيږي او کله چې د انسان په نفس کې غصه راپورته شي نو هغه خپل عقل له لاسه ورکوي. نو بيا انسي شيطانانو ته فرصت په لاس ورشي. څنگه يي چې استعمالوي نو استعمالوى يي.
روژه د انسان نفس لاندې کوي. هغه له انسان څخه حيواني خواهشات ختموي او له ملکوتي احساساتو څخه يي ډکوي. دغسې انسان د دې وړ جوړوي چې هغه د نفسي خواهشاتو ښکار نه شي، هغه چې په پارونکو خبرو غصه شي نو له کنټرول څخه بهر ته وځي. دغسې روژه جني او انسي شيطانان دواړه گويا داسې په زنځيرونو کې تړي چې هغه په انسان باندې په خپل اغيز اچولو کې کامياب نشي.
دوه خوشحالۍ
په حديث شريف کې دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.للصائم فرحتان يفرحهما اذا افطر فرح واذا لقي ربه فرح بصومه. يعنې د روژې نيونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي. په کومو سره به چې هغه خوشحاله شي. کله چې هغه روژه ماتوي نو خوشحاليږي. او کله چې له خپل رب سره مخامخ شي. نو د خپلې روژې په انعام به خوشحاله شي. (فتح الباري ٤/ ١٤١ – صحيح مسلم شرح النووي ٨/٣٨ ).
روژه دار ټوله ورځ وږى او تږى وي. له دې څخه وروسته کله چې هغه ماښام روژه ماتوي. خوراك او څښاك د ده بدن کې داخليږي. نو په قدرتي توگه ده ته خوشحالي حاصليږي. بيا له مرگ څخه وروسته په آخرت کې چې کله دا روژه دار الله تعالٰى سره ملاقي شي او الله تعالٰى دا د روژې نيولو په بدل کې په جنت کې داخل کړي نو دغه وخت د لا زياتوالى سره ده ته بشپړه خوشحالي حاصله شي.
حقيقت دا دى چې روژه د دنيا د ژوند نښه ده. او افطار د آخرت د ژوند نښه ده. په دنيا کې مومن د مسؤليت پيټى پورته کول او د قربانيو برداشت کول دي. له خوندونو څه په بې برخې کيدلو د خداى جل جلاله اطاعت کول دي. مگر د آخرت معامله له دې څخه جلا وي. هلته د ده لپاره ټولې خوشحالۍ، خوشحالۍ دي. هلته ده لپاره ټول آرام او سهولتونه دي. دغسې روژه په علامتي توگه د مومن د دنيا پيژندنه ده. او افطار په علامتي توگه د مومن د آخرت تعارف او پيژندنه ده.
د دنيا ژوند د مومن لپاره د لوږى ژوند دى او د آخرت ژوند د خوراك څښاك ژوند دنيا کى د مومن لپاره ټول مسؤليتونه او ذمه وارۍ دي. او په آخرت کې د مومن لپاره ټول انعامات او پيرزوينې دي.
روژه انسان ته دا احساس ورکوي چې په دنيا کې د دغو قربانيو تر پولو په ورتگ سره خپل فرض او دنده اجراء کول دي. او د روژه ماتي په صورت کې دا د دې تجربه کوي چې ډير ژر هغه وخت راتلونکى دى چې د ده خداى جل جلاله به د ده قدر داني او عزت وکړي. او په تلپاتې جنتونو کې به يي ننباسي. چيرته چې بې حسابه خوشحالۍ او خوندونه هم دي او له دې څخه به په پوره توگه آزاده استفاده هم کوي.
د همدردۍ مياشت
په روايتونو کې راغلي دي. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د رمضان مياشت د همدردۍ او همکار ۍ مياشت ده. (مشکوٰة المصابيح ١-٦٣ ).
يعنې خلکو سره د مرستې او همدردۍ مياشت. دا د روژې هغه اړخ دى کوم ته چې انساني اړخ ويل کيږي. لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په مياشت کې ډير زيات خيراتونه او صدقه کوله. په دغه مياشت کې به هيڅ سوالگر له هغه څخه تش لاس نه تلو. دغسې په حديث شريف کې راغلي دي. څوك چې په روژه کې په چا خوراك وکړي نو دا به د هغه لپاره د مغفرت او بښنې ذريعه جوړه شي. په يو بل حديث کې د ي. څوك چې په روژه دار خوراك وکړي. نو ده ته به هم د روژه نيونکي په اندازه ثواب ورکړل شي. (٦٢١).
د رمضان د مياشتې يوه ځانگړتيا دا ده چې په دې کې انسان د لوږې او تندې پخپله تجربه کوي. دغه تجربه په امير او غريب دواړو يو شان کيږي دا تجربه يوازې يو ځل په لنډ مهاله توگه نه کيږي. بلکې پوره يوه مياشت په پرله پسې توگه دا هره ورځ له دې ځانگړي کورس څخه تيريږي.
دغسې روژه په هر انسان باندې دا تجربه کوي. چې انساني اړتياوې کومې دي. ده ته وايي چې تنده څه شى د ى او لوږه څه شى دى؟ کوم خلك چې په عامو حالاتو کې د لوږې او تندې احساس نه کوي. هغه هم د رمضان په مياشت کې په ذاتي توگه پخپله د دې تجربه کوي. دغسې روژه هر انسان يوې سطحى ته رسوي. امير انسان د څه وخت لپاره هغه حالت ته رسوي په کوم حالت باندې چې يو غريب انسان ژوند کوي.
دغسې د هر انسان انسانيت راويښيږي. هر انسان د نورو په احساس کې شريکيږي. په هر انسان کې دا احساس راپورته کيږي چې هغه د نورو په ضرورتونو کې د هغوى په کار راشي. د خپل وس او طاقت په اندازه نورو سره همکاري وکړې. دغسې روژه له يو بل سره د همدردۍ او يو بل سره د کومك کولو يو عام احساس پيدا کوي. کوم چې له رمضان څخه وروسته مياشتو پورې هم باقي پاتې وي. تردې پورې چې ټول کال تير شي او بيا بله د رمضان مياشت راشي. چې يو ځل بيا په انسان کې انساني جذبات او احساسات راپورته کړي.