د الله تعالٰى له طرفه اواز
د الله تعالٰى له طرفه اواز
د روژې په باره کې د ترمذي او ابن ماجه روايت دى. په دې کې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې د کومو خبرو خبردارى او اعلان کړي له هغو څخه يو دا دى کله چې د رمضان مياشت راشي نو د الله تعالٰى له طرفه يو آواز کوونکى آواز کوي. چې اى د خير، ښيگړې طلب کوونکيه راوړاندې شه او اى د شر او بديو طلبگاره ايسار شه . ينادى مناد، يا باغى الخير اقبل، ويا باغي الشر اقصر (مشکاة المصابيح ١-٦١١).
په دې الفاظو کې يو رواني او نفسياتي حقيقت په گوته شوى دى. د رمضان په مياشت کې چې يو انسان روژه نيسي. نو د دې نتيجه دا کيږي، چې د ده مادي قوتونه کې کمزوري کيږي او روحاني قوتونه يې په کې ځواکمن کيږي. دغسې په فطري توگه د ده په دننه کې يو طلب راپورته کيږي. نيکيو خواته نږدې کيږي او له بديو څخه ليرې کيږي. روژه د انسان د شخصيت حيواني اړخ فشار لاندې نيسي. او په ده کې پټ کړاى شوي باريکه احساسات راويښوي. دغسې انسان د دې جوگه چې د انساني اوچتو اقدارو په طرف په تيزۍ سره خپل سفر وکړي.
روژه يوه سخته تجربه ده. هغه د انسان معمولات ماتوي. انسان سهار او ماښام په فوق العاده حالاتو کې ژوند تيروي. د دې په نتيجه کې کمزوري منځته راځي، بدن ماتيږي، د نارامۍ او بې سکونۍ کيفيت ورباندې راپريوځي.
د روژې دغه اړخ انسان د مرگ او اخرت يادونکى جوړوي. په انسان باندې له مرگ څخه وروسته چې د محرومۍ او بې وسۍ کوم کلى حالات راتلونکي دي. روژه گويا په جزئي توگه باندې د دغه ډول محرومۍ او بې وسۍ له وړاندې نه وريادوي. روژه انسان د دې جوگه کوي چې هغه راروانه ورځ له راتلو څخه وړاندې محسوس کړي. کله چې هغه بالکل مخې ته راغلې. هغه له مرگ څخه وړاندې له مرگ څخه وروسته د نوي ژوند لپاره تياروي.
اخلاقي پرهيزگاري
په حديث کې د روژې مياشت ته د صبر مياشت ويل شوې. (مشکاة المصابيح ١-٦١٣). يعنې د صبر او تحمل مياشت، په دې مياشت کې انسان ته د دې خبرې تربيت ورکول کيږي. چې هغه په خپلو منفي احساساتو باندې کنټرول پيدا کولو سره د فتنو په دې دنيا کې بريالى ژوند وکړي. د انسان منفي احسات د ده په ترقۍ کې تر ټولو ستر خنډ دى. او روژه د دې سترې انساني ستونزې د حل يو سپيڅلى تدبير دى.
دا خبره په حديث شريف کې په دې طريقه ويل شوى ده. چې د هر شي يو زکات وي او د بدن زکات روژه ده. (مشکاة ١ – ٦٣٩). دلته له زکات څخه هدف پاکوالى دى. يعنې د هر شي د پاکولو يوه طريقه وي. او د جسم د پاکولو لپاره د روژې طريقه ټاکل شوې ده. د روژې حيثيت د انساني جسم لپاره د غسل په شان دى. د اوبو غسل د بدن ظاهري برخه پاکوي او روژه د انساني جسم باطني برخه پاکوي.
په حديث شريف کې دي کله چې يو له تاسې خوراك ته دعوت کړى شو او تاسې روژه نيولې وه نو ورته ودې وايي چې زما روژه ده. اذا دعي احدکم الى طعام وهو صائم قليقل انى صائم. (مشکاة المصابيح ١-٦٤١).
په يو بل حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په تاسو کې چې د چا د ورځې روژه وي نو هغه دې نه غلطې خبرې کوي او نه دې شور او لانجې کوي. که چيرته يو څوك ورته کنځلې وکړي يا ورسره څوك جنگ کوي نو ده ته پکار دي چې ورته ووايي زه روژه دار يم. (مشکاة المصابيح ١-٦١١).
د روژې مقصد دا دى چې انسان په ځان باندې عملي پرهيزگاري راولي. دغسې په ده کې د يو ډول پرهيزگارۍ فکر راپورته کيږي هغه فکر کوي. چې زما لپاره پکار دي چې د پرهيزگارۍ ژوند تير کړم. په دغسې حالت کې که يو څوك ورته د خوراك يو شى وړاندې کړي نو په سمدستي توگه دې ورته ووايي چې ما روژه نيولې. که څوك ورته بد وايي يا له ده سره خوله وهي چې دا په غصه کړي. نو د هغه په ځواب کې دې په جذباتو نه راځي. ولې چې د ده زړه د ده له اندرون څخه ورته وايي، تا چې روژه نيولې او پرهيزگار جوړ شوى يي ته هيچا سره په بدو کړنو کې مه شريکيږه.
دغسې روژه په انسان کې يو مزاج او طبيعت جوړوي. چې له هغه غير انساني خبرو څخه پرهيز وکړې. هغه خپل ځان له ناوړو خبرو او کړنو څخه ليرې وساتي. هغه له اخلاقي پرهيز سره په دنيا کې ژوند تير کړي.
دغه پرهيزگاري په موجوده دنيا کې د هر ډول ديني او دنيوي ترقۍ يوازينى ضمانت دى. انسان په دنيا کې د امتحان لپاره مشته کړى شوى دى. له همدې امله دلته ډول ډول ازميښتى ترغيبات هم شته تر څو د هغې په واسطه د انسان کره او کوټه توب معلوم شي. او دا څرگنده شي چې څوك په دغه امتحان کې کاميابيږي او څوك پکې ناکاميږي.
تر ټولو اول د انسان خپل نفس دى. د انسان په نفس کې ډير ناخوښه احساسات په پيدايشي توگه موجود دي. د مثال په توگه حسد، غصه کرکه، بغض، خودغرضي، مفاد پرستي، خودبيني، مصلحت پرستى، انانيت او داسې نور. هر کله چې فرصت رامنځته شي نو احساسات راوپاريږي. غواړي چې انسان د ځان په طرف راکش کړى. همدا امتحان وي. دغه وخت اړتيا پيښيږي چې انسان د داسې پرهيزگارۍ په اصولو عمل وکړي د کوم روزنه يې چې د اضافي کورس په ذريعه د روژي په مياشت کې ترلاسه کړې ده.
دغسې شيطان بيا، بيا انسان دوکه کوي. انساني پرو پاگند دا يو غلط طرفته بوتلل غواړي، رسمونه او رواجونه انسان د ځان په طرف راکاږي. په دې ټولو فرصتونو کې انسان بې لارۍ ته نږدې کوي. دغه وخت چې انسان د پرهيزگارۍ اصول اختيار کړي او خپل ځان له انحراف څخه وژغوري دغه انسان کامياب دى. او کوم کس چې دا کار ونکړي هغه په دنيا کې هم ناکام دى او د آخرت په اوږد ترين ژوند کې هم ناکام دى.
پرهيز يو ځانته اصول دي. او روژه د دې پرهيز د اصولو يو سبق او نصيحت دى. روژه دار هغه دى د چا روژه چې هغه د پرهيز گرانه ژوند تيرولو جوگه وگرځوي.
پرتمين او عاليشانه جوماتونه
د سنن داؤد په (کتاب الصلاة باب في بناء المساجد) کې د عبدالله بن عباس رضى الله عنه يو روايت الفاظ په دې توگه راغلي دي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما امرت بتشييد المساجد قال ابن عباس رضى الله عنهما. لتزخرفنها کما زخرفت اليهود والنصارىٰ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې ماته د اوچتو او پرتمنيو جوماتونو د جوړولو حکم نه دى شوى. (د حديث له بيانولو وروسته) عبدالله بن عباس رضى الله عنهما وويل: تاسې خلك به خامخا جوماتونه ښايسته کړئ لکه څنگه چې يهودو او نصاراوو خپلې عبادتخانې ښايسته کړې وې. په يو روايت کې راغلي يو صحابي وايي چې مونږ د اوچتو او دنگو جوماتونو له جوړولو څخه منع کړاى شوي يو. (نهينا عن تشييد المساجد).
دغه وړاندوينه په موجوده زمانه يو واقعيت او حقيقت جوړ شوى. او د دې مناظر په هر هيواد کې ليدل کيدى شي. هر چيرته چې مسلمانان ميشت دي. هلته دنگ، دنگ جوماتونه روان دي جوړيږي. څه د ماڼيو په شکل څه د کلاگانو په شکل او څه د تاج محل په شکل. د شانداره جوماتونو جوړولو دا کار په امريکا او اروپا کې په زياته اندازه روان دى. ولې چې په دې لړ کې هلته ښې تخنيکي اسانتياوې موجودې دي. دلته دا پوښتنه کيږي چې د عاليشانه جوماتونو جوړول په اسلام کې ولې ناخوښه گرځول شوي دي. د دې سبب دا دى چې د جوماتونو عاليشانه جوړول د امت د روحاني زوال نښه ده.
ځکه کله چې روح (Spirit) ختم شي. نو د دې د جبيره کولو لپاره په ظاهري شوشا کې اضافه کيږي.
د دنگو جوماتونو يو بل اړخ دا دى چې دا د ريا او ځان ښودونکې ديندارۍ نښه ده. په عاليشانه ودانيو کې د ريا او ځان ښودنې احساس بې حده آرام مومي، هغه د ماتو شوو نفسونو لپاره د سترتوب او فخر د آرامولو آسباب برابروي. په موجوده زمانه کې د عامو مسلمانانو نفسياتي حالات داسې دي. چې د دوى سياسي دبدبه دلاسه ورکړي. په دغسې حالاتو کې د ځانونو سترتوب ته دا فرضي تسکين او آرام ورکوي چې اوس هم دوى د ځمکې په مخ د خپل سترتوب نښې قائمې ساتلې دي.