د تقوا او پرهيزگارۍ مرکز
د تقوا او پرهيزگارۍ مرکز
بدر الدين محمد بن بهادر الزرکشي (٧٩٤م) په قاهره کې پيدا شوى او هملته وفات شوى دى. ده خپل کتاب اعلام المساجد کې د جومات اړوند ډير روايتونه رانقل کړي دي. له هغو څخه يويي دا دى.
قال ابودرداء رضى الله عنه لابنه يا بنى ليکن المسجد بيتك فانى سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول المساجد بيوت المتيقين فمن يکن المسجد بيته يضمن له الروح والرحمة والجواز على الصراط الى الجنة .
ابو درداء رضى الله عنه خپل زوى ته وايي اى ځويه جومات خپل کور جوړ کړه ځکه چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې ويل يي: جوماتونه د پرهيزگارانو کور دى. نو جومات چې د چا کور شي الله تعالٰى ورته د رحمت او مهربانۍ ضمانت ورکوي. او هغه ته د جنت د لارې حظ ورکوى.
په دې حديث کې د بيت لفظ په ساده توگه د کور په معنا نه دى. دا په اصل کې په هغه معنا سره دى کوم چې د مرکز لپاره نن سبا استعماليږي. د دې مطلب او مفهوم دا دى چې جومات په پرهيزگارۍ باندې د روزل کيدو مرکز دى. جومات د يو کلي هغه ځاى دى چيرته چې په اجتماعي توگه باندې خلکو ته د پرهيزگارانه ژوند روزنه ورکول کيږي. يو مومن چې په دې دنيا کې د ديندارۍ کوم ژوند تيروي. د دې پوره بيلگه په لمانځه کې ليدل کيدى شي. له همدې امله حضرت عمر فاروق رضى الله عنه فرمايلي دي. چې لمونځ د دين ستن ده چا چې لمونځ قايم کړ، هغه دين قايم کړ او چا چې لمونځ لړنگ کړ هغه دين لړنگ کړ.
(الصلاه عماد الدين فمن قامها اقام الدين ومن هدمها هدم الدين).
په جومات کې هره ورځ د الله اکبر آواز اورول کيږي. دا د دې خبرې وريادونه ده چې انسان کوچنى دى او خداى جل جلاله لوى دى. جومات ته په داخليدو چې انسان اودس وکړي. دا د دې خبرې سبق او درس دى. چې انسان ته هر وخت ځان پاك ساتل پکار دى. په جومات کې انسان رکوع او سجده کوي. دا د دې خبرې ښوونه ده چې بايد په دنيا کې انسان په تواضع او عاجزۍ واوسي. په جومات کې په جماعت سره لمونځ ادا کولى شي. دا د دې خبرې تربيت ورکول دي چې په اجتماعيت او ټولنيزتوب سره ژوند تير کړه.
الله تعالٰى ته د نږدې کيدو سجده
د قرآن پاك په سورت علق وروستى آيت کې ارشاد شوى واسجد واقترب.العلق 19 ـ يعنې ته سجده وکړه او الله تعالٰى ته نږديکت حاصل کړه. د دې آيت وضاحت له يو حديث څخه کيږي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: اقرب ما يکون العبد من ربه واحبه اليه ماکانت جبهته فى الارض ساجداً لله. (مسلم کتاب الصلاة النسائى کتاب المواقيت الترمذى کتاب الدعوات مسند احمد). يعنې بنده خپل رب ته تر ټولو زيات نږدې او تر ټولو زيات محبوب هغه وخت وي کله چې تندې يي په ځمکه وي الله تعالٰى ته يې سجده لگولي وي.
سجده څه شى دى ـ سجده د انسان د دننه حالت يوه خارجي څرگندونه ده. سجده د خپل حقيقت په اعتبار سره دا ده چې د انسان په زړه کې د خپل رب د سترتوب سخت احساس راپيدا شي. هغه د الله تعالٰى د پوره قدرت په مقابله کې د خپل پوره بې وسۍ فکر ناآرامه د ده دغه داخلي کيفيت په جسماني اعتبار سره په دې حالت کې څرگند شي. په سجده کولو سره په ځمکه پريوځي کوم چې د پوره بې وسۍ او ناتوانۍ صورت دى.
سجده د انساني ناتوانۍ بڼه ده. د سجدې مطلب دا دى چې بنده د خپل رب په وړاندې په آخري درجه عجز او ناتوانۍ پريباسي. خپل ټول وجود الله تعالٰى ته وسپاري. په خپله بې حده عاجزۍ او د الله تعالٰى په بې حده قدرت لرلو باندې اعتراف وکړي. کله چې يو انسان خپل ځان د تلپاتې توب دغه درجې ته ورسوي. نو له دې څخه وروسته د بنده او د خداى جل جلاله هيڅ واټن پاتې نه وي. له دې وروسته الله تعالٰى د ده او دا د الله تعالٰى وي.
د سجدې دا فايده د دې په ظاهر باندې نه ده، بلکې د سجده کوونکي د باطني کيفيت په اساس ده. سجده د ظاهرى صورت د حيثيت نښه ده. سجده يو معنا لرونکى رباني عمل دى. حقيقي سجده هغه ده چې د بنيادم د بدن سره د هغه زړه، د هغه روح او د هغه دماغ هم د الله تعالٰى په وړاندې غورځيدلى وى. د سر په ايښودلو سره خپل ټول وجود د الله تعالٰى په وړاندې تسليم او ټيټ کړى.
د خير، خيرات کلتور
ايمان چې په انسان کې کوم کيفيات پيدا کوي د هغې يو اړخ دا دى چې د دې انسان په داخل کې د ورکړې احساس له حده زيات پيدا کيږي. هغه هره شيبه نورو ته د ورکړې لپاره تيار وي. که هغه ته خلك ورکوي او که نه يي ورکوي.
په دې سلسله کې يو حديث هغه دى چې ترمذي او ابوداؤد رانقل کړى دى. چې ابوسعيد خدري رضى الله عنه وايي: د مدينې منورې په جومات کې رسول الله صلى الله عليه وسلم په جماعت سره لمونځ اداء کړ. له لمانځه څخه د فراغت نه وروسته خلك لا په جومات کې ناست وو چې يو کس دغلته راغى. چونکه په جماعت سره لمونځ اداء شوى و، هغه له خلکو جلا ودريد او د خپل لمونځ په اداء کولو يې شروع وکړه. د دې حالت په ليدلو سره رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: آيا په تاسې کې څوك شته چې په دې کس باندې صدقه وکړي او له ده سره لمونځ وکړي. (الا رجل يتصدق على هذا فيصلى معه) بيا يو کس (ابوبکر صديق رضى الله عنه) پاڅيد او له دې کس سره يې لمونځ وکړ. (مشکاة المصابيح ١-٣٦٠).
رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې کس په مقتدي کيدو او له ده سره په لمونځ کولو د ده لپاره ولي صدقه وفرمايله. د دې سبب دا و، چې هغه انسان د جماعت له لمانځه څخه محروم شوى و، او اوس هغه بې جماعته خپل لمونځ اداء کاوه. په دغسې حالت کې که چيرې يو کس له ده سره د مقتدي په توگه يو ځاى لمونځ وکړي نو د ده لمونځ يو باجماعته لمونځ جوړيږي. په دې توگه دا شريك کيدونکى انسان د ياد لمونځ کوونکى لپاره د باجماعته لمونځ د ثواب ورکول کيدو سبب جوړ شو.
اسلام د خپلو انساني تعليماتو په اعتبار سره گويا د يو ډول صدقې کلتور دى. اسلام په انسان کې د نورو لپاره د ورکړې احساس (Spirit of giving) پيدا کوي. د دې احساس يو ستر صورت دى د کوم مثال چې په ذکر شوي حديث کې په نظر راځي. ايمان له انسان څخه د ورکولو والا جوړوي. نور خلك که چيرې له ده نه غواړي هم نو دا بيا هم د ورکړې لپاره تيار اوسيږي. اگر که د بل د مقتدي جوړيدل هم وي.
د اسلامي ښوونو دوه اړخه دي. يو د خداى جل جلاله په نسبت او بل د بندگانو په نسبت. د خداى جل جلاله په نسبت چې د اسلام کوم تعليمات او ښوونې دي. د هغو عنوان عبادات دي. او د انسان په نسبت چې کوم تعليمات دي د هغو نوم صدقه او خير خيرات دى. دغه دوه شيان د اسلام د ټولو تعليماتو خلاصه او نچوړ دى.
د خداى جل جلاله په نسبت سره د انسان لپاره دا کول دي چې هغه خپل ټول احساسات او د ويرې او محبت ټول جذبات د خداى جل جلاله لپاره خاص کړى. په دې اعتبار سره هغه بل څوك د خداى شريك نه کړي خداى جل جلاله د خپل ځان لپاره هر څه وگڼي.
تر کومه ځايه چې د انسان تړاو دى. په دې نسبت سره د مومن لپاره دا کول دي چې هغه د ټولو انسانانو خير خواه جوړ شي. هغه د دوست او دښمن تر منځ فرق کولو پرته د هر يو لپاره خير ښگڼه وغواړي.