د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

اخلاق

فصل: 17

مور، پلار سره چلند

عن عبدالله بن مسعود رضى الله عنه قال: سالت رسول الله صلى الله عليه وسلم اى العمل احب الى الله قال الصلاة على وقتهاـ قلت ثم اى، قال بر الوالدين ـ قلت ثم اى  قال الجهاد في سبيل الله. (رواه البخاري او مسلم).

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې د الله تعالٰى په نزد تر ټولو زيات محبوب عمل کوم يو دى ـ ويي فرمايل: په خپل وخت سره لمونځ کول، پوښتنه وشوه له دې څخه وروسته بل کوم يو غوره دى ـ ويى فرمايل: له مور، پلار سره ښه چلند او رويه کول (احسان، نيکي او خدمت کول) پوښتنه وشوه چې له دې څخه وروسته بل کوم عمل غوره دى ـ ويي فرمايل: د الله تعالٰى په لاره کې جهاد کول.

عن عبدالله بن عمرو بن العاص ان رجلاً جاء الٰى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: جئت ابايعك على الهجرة وترکت ابوى يبکيان ـ قال ارجع اليهما فاضحکهما کما ابکيتهما. ( رواه ابو داؤد).

يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل: تا ته د دې لپاره راغلى يم چې د هجرت لپاره درسره بيعت وکړم او پلار او مور مې په ژړا پريښودل. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: خپل مور او پلار ته بيرته ورشه، داسې يي وخندوه لکه څنگه چې دې ژړولي وو.

عن انس رضى الله عنه قال: اتى رجل رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال اشتهى الجهاد ولا اقدر عليه ـ قال هل بقى من والديك احد ـ قال امى ـ قال قابل الله فى برها فاذا فعلت فانت حاج و معتمرو مجاهد. (رواه ابويعلى او القيراني).

يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل: د جهاد شوق لرم، مگر وس يې نلرم، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په مور او پلار کې دې کوم يو ژوندى دى. ويي ويل: مور مې شته. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د خداى جل جلاله د رضا د حصول په خاطر له هغې سره د ښه چلند کوشش کوه. کله چې دې دا کار وکړ نو ته (په ثواب او اجر کې) حاجي يې، عمره کوونکى يې او مجاهد يي.

عن ابى هريرة رضى الله عنه قال: جا‌ء رجل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال يا رسول الله من احق بحسن صحابتى قال امك ـ قال ثم من قال امك ـ قال ثم من قال امك قال ثم من قال ابوك. (رواه البخاري او مسلم).

يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او پوښتنه يي وکړه چې زما د ښه مجلس (احسان او نيکۍ) تر ټولو زيات حقدار څوك دى ـ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ستا مور، پوښتنه يي وکړه او بيا، ويي فرمايل: ستا مور، پوښتنه يي وکړه او بيا؟ ويي فرمايل: ستا مور، بيا يي پوښتنه وکړه چې بيا څوك ډير حقدار دى ـ ويي فرمايل: ستا پلار.

عن عبدالله بن عمرو بن العاص قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم رضا الله فى رضا الوالد وسخط الله فى سخط الوالد. (رواه الترمذى).

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د الله تعالٰى رضا مندي او خوښي د پلار په رضا کې ده او د الله تعالٰى ناراضتيا د پلار په ناراضه کولو کې ده.

الجنة تحت اقدام الامهات. (الجامع الصغير للسيوطى).

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: جنت د ميندو د قدمونو لاندې دى.

تر کعبې شريفې زيات د احترام اودرناوى وړ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ. (الحجرات 12).

اى مومنانو له ډيرو گومانونو څخه ځان وساتئ. ځکه چې ځينې گومانونه گناه ده. او د يو بل پټ رازونه مه راسپړئ. او غيبت دې نه کوي ځينې ستاسې د ځينو نورو آيا خوښوي يو له تاسې چې وخورى د خپل مړ ورور غوښه نو بدگڼۍ تاسې هغه او وډار شئ له الله تعالٰى څخه بيشکه چې الله تعالٰى توبه قبلونکى ډير مهربان دى.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لماعرج بى مررتُ بقومٍ لهم اظفار من نحاسٍ يخمشون وجوههم وصدورهم فقلتُ من هٰولاء يا جبريل قال هٰولاء الذين ياکلون لحومَ الناسِ ويقعون فى اعراضهم. (ابوداؤد).

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي د معراج په شپه په يو شمير کسانو راتير شوم. چې د مس نوکان يي وو. خپلې سينې او مخونه يي ورباندې زخمي کول. ما وويل: چې دا څوك دي اى جبريله! هغه وويل: دا هغه خلك دي چې د خلکو غوښى به يې خوړلې (غيبت به يي د خلکو کاوه) اود هغوى عزتونو  به وغورځيدل.

المومن اکرم حرمةٍ من الکعبة.(ابن ماجه).

مومن له کعبې شريفې څخه زيات د احترام وړ دى.

من رد عن عرض اخيه رد الله عن وجهه النار يوم القيامة (ترمذي).

 څوك چې خپل مسلمان ورور له بې عزتۍ څخه بچ کړي. نو د قيامت په ورځ به الله تعالٰى د ده مخ د دوزخ له اور څخه بچ کړي.

اذا حسدت فاستغفر الله واذا ظننت فلا تحقق. (طبراني).

کله چې حسد او کينه دې زړه کې پيدا شوه نو له الله تعالٰى څخه معافي وغواړه. او کله چې دې د چا په باره کې گومان وکړ نود هغې تحقيق مه کوه.

يامعشر من امن باسانه لاتغتابو المسلمين ولا تتبعو اعوراتهم فانه من يتبع عورة اخيه يتبع الله عورته ومن يتبع الله عورته يفضحه فى جوف بيته. (ابوداؤد).

اى تش د خولې مسلمانانو! د مسلمانانو بدي مه بيانوئ. او د هغو په پټو رازونو پسې مه کيږئ ځکه څوك چې د يو مسلمان ورور په عيبونو لټولو پسې شي. نو خداى جل جلاله به د ده په پټو عيبونو پسې شي. او خداى جل جلاله چې د چا په پټو عيبونو پسې شي نو هغه به خامخا رسوا کړي اگر که دغه عيوب يي په کور کې دننه وي.

ان من اربى الربا الاستطالة فى عرض المسلم بغير حق. (ابوداؤد).

تر ټولو زيات بد دا دي چې په يو مسلمان په عزت  ناحقه بريد او حمله وکړاى شي.

په روايتونو کې راغلي دي چې عبدالله بن عمر رضى الله عنهما يوه ورځ کعبې طرفته کتل او بيا يې وويل: چې ته څومره د عظمت او سترتوب لرونکى يي. او ستا عزت او حرمت څومره زيات دى مگر د مومن حرمت د الله تعالٰى په نزد له تا څخه هم زيات دى. (ما اعظمك واعظم حرمتك وللمومن اعظم حرمة عند الله منك). ( مختصر ابن کثير رح جلد ٣ صفحه ٣٦٦).

دا خبره چې عبدالله بن عمر رضى الله عنهما وکړه دا په اصل کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ارشاد دى. کوم چې ابن ماجه روايت کړى دا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم صحابى په خپله ژبه کې خپور کړى دى.

کعبه يو خاموش ياد گار دى. له دې سره د کوم بنيادم هغه معاملات نه راځي کوم چې د ژوندې بنيادم سره راځي. له همدې امله د کعبې د احترام لپاره انسان په آسانۍ سره راضي کيږي او د انسان په احترام کولو باندې نه راضي کيږي. مگر د انسان د پرهيزگارۍ اصلي امتحان د کعبې په سطحه نه بلکې د انسان په سطحه باندې کيږي.

کله چې د يو کس په زړه کې د خپل ورور په خلاف يو بدگمان تيريږي. مگر هغه صرف د گمان په اساس باندې د ده په باره کې خبره نه کوي، تردې چې د پراخ ظرفۍ څخه کار اخلي. هغه د دې بدگومان د تحقيق څخه هم بچ کيږي. هغه غواړي کومه خبره چې الله تعالٰى پټه ساتلې هغه دا پټه ساتي. هغه د يو داسې کار ثبوت ورکوي کوم چې د يو مقدس ديوال د احترام کولو څخه هم زيات ستر عمل دى. دا چې کله په چا باندې غصه شي مگر له دې سره، سره هغه خپله دغه غصه زغمي او خپل ځان له دې څخه رامنع کوي چې د چا په عزت حمله وکړي. هغه چې کله يو چا ته د زيان اړولو تدبيرونه کوي نو هغه يو داسې عمل کوي کوم چې د مقدسو يادگارونو له ادب کولو څخه څو چنده زيات قيمتي او ارزښتمن وي. کله چې يو انسان ويني چې د ده ورور په کومه برخه کې ترقي کړې له دې سره، سره دا له هغه سره حسد او کينه نه کوي. دا د هغه بد نه غواړي نو دا د خداى جل جلاله په نزد يو دومره ستر عمل دى کوم چې د ده لپاره د کعبې له احترام څخه هم د زيات اجر او ثواب باعث جوړيږي.

   په دنيا کې هر انسان په منځ لاره کې ولاړ دى. يو طرف د ده خداى جل جلاله دى چې دا د آخرت په طرف دعوت کوي بل طرف ته هغه انسانان دي د کومو په منځ کې چې نن هغه اوسيږي. انسان بايد له نورو سره هغه چلند غوره کړي کوم چې دا يي د خپل ځان په باره له الله تعالٰى څخه غواړي. که انسان غواړي چې الله تعالٰى يي د قيامت په ورځ عيبونه او گناهونه راښکاره نه کړي نو د ده لپاره پکار دي چې د نورو په عيبونو پسې نه شي.که چيرې دا په دنيا کې د خداى جل جلاله د بندگانو عيبونه پټ کړي نو خداى جل جلاله به هم د ده عيبونه پټ کړي. او که دا نور خلك رسوا کړي نو الله تعالٰى به دا رسوا او شرمنده کړي او له خپل رحمت څخه به يي ليرې کړي. حقيقت دا دى چې د نورو عزت ساتل د خپل عزت ساتل دي. په بل چا باندې گذار کول په خپل ځان گذار کول دي. مگر ډير لږ خلك په دې راز پوهيږي. او له دوى څخه هم لږ خلك هغه دي چې خپل ځان په دې عمل کولو باندې راضي کولى شي.

 تر ټولو ستر عمل هغه دى د کوم لپاره چې انسان د خپل نفس سره په جگړه اخته کيږي. د کوم لپاره چې مصلحتونو ته د زيات برداشت کول دي د کوم لپاره چې د دې ورکول وي چې د انسان عزت او مقبوليت په خطر کې پريوځي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ