د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د بې حسۍ رنځ

فصل: 18

د بې حسۍ رنځ

په انساني ناروغيو اورنځو کې يوه ويرونکى ناروغي هغه ده کومې ته چې جذام (Leprosy) ويل کيږي. دغه وژونکې ناروغي يو ځانگړي ميکروب په سبب پيدا کيږي. دغه جراثيم د جسم محيطي اعصاب له منځه وړي. د کوم په نتيجه کې چې د انسان په وجود کې د حساسيت ماده ختمه شي.

It is caused by Hansen's bacillus. Destruction of the peripheral nerves by bacillus leads to a loss of sensation. (V1/159)

 د مثال په توگه د جذام د رنځور لاس که په اور کې وغورځيږي لاس به وسوځيږي مگر هغه به خپل لاس ته له اور څخه د پورته لپاره په حرکت کې رانشي. د دې وجه دا ده چې د ده د بدن حس ختم شوى دى. د انسان په بدن کې يو ډول نازك اعصاب دي. دغه اعصاب بې حده حساس وي. د بدن په هره برخه کې چې حادثه رامنځته شي. نو هغه په دې وخت کې د دې خبر دماغو ته رسوي. دماغ په فوري توگه د بدن دغه برخې ته د حادثې له ځايه د پوره کيدو حکم ورکوي. او په يوه شيبه کې د بدن هغه برخه له هغه ځايه ليرې کوي د جذام په ناروغۍ کې دغه ځانگړي اعصاب مړه کيږي. له همدې امله که د ده لاس په اور ولږيږي نو دماغو ته د دې خبر نه رسيږي. له همدې ا مله د دغه حکم هم نه جاري کيږي. او لاس سره له سوځيدو بيا هم هماغه شان په اور کې وي.

دغه بدني رنځ يوه الهى نښه ده. کوم چې مونږ ته د يو روحاني رنځ په اړه معلومات راکوي. دغه روحاني رنځ هغه دى کوم ته چې په قرآن کريم کې قساوت (سخت زړتوب) ويل شوى (الحديد ١٦). دا د اخلاقي او روحاني مرگ يو حالت دى. کله چې د بديو او نيکيو په باره کې د انسان حساسيت مړ شي، نو هغه له زړه سوي درد او ناآرامي څخه محروم شي کوم چې انسان په دې مجبوروي چې کله نيکي وويني نو د هغې په طرف منډه ورواخلي. او چې بدي وگوري نو ترې وتښتي، او خپل ځان ترې وژغوري.

د ايماني حساسيت او جذبې څخه د دغه بې برخې توب مثالونه په قرآن او حديثو کې په کثرت سره بيان شوي. د مثال په توگه د بنو المصطلق له غزا (٦ هـ) وروسته له يوې ساده شان واقعې څخه شور او غوغا جوړه کړاى شوه او د مديني يو شمير خلکو د حضرت عايشه رضى الله عنها په خلاف يوه درواغجنه قيصه جوړه کړه. له دې وروسته نورو خلکو پرته له تحقيقه يو بل ته بيانوله. په دې باندې په قرآن کې ويل شوي دي. کله چې تاسې دا په خپلو ژبو نقلوۍ او په خپلو خولو داسې خبرې کوۍ چې تاسې لره په هغې هيڅ علم نشته. او تاسې دا معمولي خبره گڼۍ او حال دا چې هغه د الله تعالٰى په نزد ډيره لويه خبره ده. (النور١٥). د يو چا په باره کې يوه خبره اوريدل او هغه پرته له تحقيقه په خلکو کې خپرول د حساس زړه لپاره ډير زياته سنگينه (سخته) خبره ده. مگر کوم خلك چې په روحانى توگه مړه شوي وي. هغو دا بې تکلفه چاپوي او په نقلولو يي شروع کوي. د دې لامل دا دى چې د جذام د ناروغ په شان د ده هغه حساسيت ختم شوى دى کوم چې دغه ډول معامله کې يې راواخلي او دا د دې په ويلو مجبور کړي چې ووايي. مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا (مونږ لره حق نشته چې مونږ دغسې خبرې په ژبه باندې راوړو). (النور ١٦).

بخاري کې د ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. بنده د الله تعالٰى د ناراضه کيدو يوه خبره کوي. او هغه دې خبرې هيڅ پروا نکوي. حال دا چې د دې په وجه په جهنم دوزخ کې وغورځيږي. (ان العبد ليتکلم بالکلمة من سخط الله تعالٰى لايلقى لها بالا يهوى بها فى جهنم).

يوه خبره چې په هغې د يو چا عزت او ابرو توئيږي. په يو چا باندې د درواغو تور لگول کيږي. په دې سره د يو چا شخصيت پاما ليږي. دغه ډول خبره له خپلې ژبې څخه راويستل د داسې انسان لپاره د هماليي د غره سر ته د ختلو برابر وي. د چا زړه کې چې د خداى جل جلاله ويره او خوف موجود وي. مگر د چا په زړه کې د خداى جل جلاله حساب کتاب کيدو احساس مړ وي، هغه دغسې خبرې داسې خپروي لکه چې هغه يوه خوندوره قصه بيانوي.

دجذام ناروغي د جسماني حساسيت د ورك کيدو په نتيجه کې پيدا کيږي. دغسې بې مسؤليته خبره کول او پرته له تحقيق څخه تورونه او درواغ خپرول هم يو ډول روحاني ناروغي ده. دغه ناروغي په هغه انسان کې پيدا کيږي. د چا چې په آخرت کې د نيول کيدو په اړه حساسيت مړ شوى وي.

د مرتبو او درجو اوچتيدل

موجوده نړۍ د ازميښت او امتحان نړۍ ده. دلته د هر چا لپاره آزادي ده چې څه غواړي او خوښه يې وي هغه وکړي. د قيامت له راتگ څخه مخکې دغه آزادي ختميدونکې نه ده. همدا لامل دى چې په موجوده دنيا کې لکه څنگه چې د حق او انصاف بيلگې شته دغسې دلته به د ظلم او زور زياتي پيښې هم روان وي. دا يوه تلپاتې مسئله ده. دا د لومړى انسان (آدم عليه السلام) په زمانه کې د هابيل او قابيل د جگړې په صورت کې پيل شوې او د قيامت تر راتگه پورې به روانه وي. په دغسې حالت کې د ظلم او زور زياتي د مسئلو حل څه دی. د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوند لکه څنگه چې په نورو معاملاتو کې لارښودنه کوي دغسې د ده ژوند په دې نازکه معامله کې هم رهنمايي کوي. هغه لارښوونه دا ده. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: الا اخبرکم بعملٍ يرفعُ الله به الدرجات ـ قالوا بلٰى يا رسول الله ـ قال: تحلُم علٰى من يجهل عليك. وتعفو عمن ظلمك وتُعطِى من حرمك وتصل من قطعك.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: آيا تاسې ته يو داسې عمل ونه ښيم چې الله تعالٰى په هغې سره ستاسو درجې او مرتبې اوچتوي. خلکو وويل: هو! ويي وايه اى د الله تعالٰى رسوله! کوم کس چې له تا سره له جهالت څخه کار اخلي ته له هغه څخه تيريږه: څوك چې له تا سره ظلم کوي معاف کوه يي. څوك چې تا محروموي ته هغه ته ورکړه کوه. او څوك چې درسره خپلوي پرې کوي ته يې ورسره ساته.

د دې حديث په الفاظو غور وکړئ. د دې له مخې د درجاتو او مرتبو د لوړيدلو راز دا دى. چې انسان بايد له بالمثله جوابي اخلاقو څخه مکمل پرهيز وکړي. هغه له احساساتي کيدو سره، سره درگزر او د تيريدنې طريقه اختياروي. خلك که ظلم کوي بيا هم دا معافي کوي. خلك د بې برخې کولو دسيسې کوي خو دا بيا هم د ورکړې لړۍ دوامداره ساتي. خلك د لرې والي کوشش کوي خو دا بيا هم د نږدې کيدوکوششونه جاري ساتي.

دا د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم طريقه ده. په دې طريقه چې چليږي ته مومن يې. څوك چې دا طريقه پريږدي تردې پورې چې د ژبې او قلم په ذريعه د دې ترديد کوي هغه پرته له شهبې له ده منکر دى. اگر که پخپله هر څومره ځان مومن گڼي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ