زيان نشته
زيان نشته
د اسلام يو مستقل اصول دا دى چې لاضرر ولاضرار في الاسلام (ابن ماجه کتاب الاحکام) يعنې په اسلام کې نه ضرر ا وچتول شته او نه بل ته نقصان رسول شته. د دې اصل تړاو له شخصي ژوند سره هم دى او له ټولنيز ژوند سره هم دى.
مومن له الله تعالٰى څخه ويريدونکى انسان وي. هغه په هيڅ حال کې دا نه خوښوي چې له ده څخه دې چاته تکليف او زحمت ورسيږي. مومن هغه دى چې د نورو د درد او زخم په خپله سينه کې محسوس کړي. بيا به دغسې انسان کله د دې تحمل ولري چې هغه دې بل ته تکليف ورسوي. يا دې يو څوك د خپل زور نښه وگرځوي. د مومن حال خو دا وي. چې که چيرې په يو چا باندې قدرت حاصل کړي بيا هم هغه ته په تکليف رسولو خپله انانيت (خود خواهۍ) نه سړوي.
مگر له دې سره مومن په دې هم پوهيږي چې موجوده نړۍ د امتحان نړۍ ده. دلته هر انسان ته د خداى جل جلاله له طرفه پوره، پوره آزادي ورکړل شوې ده د دې آزادۍ د غلط استعمال نتيجه دا ده چې ډير خلك سرکشه شی. ډير خلك نورو ته په تکليف رسولو خوشحاليږي.
په دغسې حالت کې په دې دنيا کې د جايز ژوند حاصلولو لپاره اړينه ده. چې انسان د دغه ډول خلکو خوا ته پوره متوجه وي. کوم چې خپله آزادي غلطه استعمالوي او نورو ته دتکليف رسولو پسې لگيدلى وي. نورو ته يې خکر اړم کړي وي او د خپلې خود خواهۍ د آرامولو اسباب يي برابر کړي وي.
له دغه ډول زيان رسولو څخه ځان بچ کولو ته مومن بايد هوښيار واوسي. خلکو سره په معامله کې، په راکړه ورکړه کې، د خلکو په منځ کې په اوسيدو کې، هغه هميشه ويښ وي تر څو د نورو له شر څخه خپل ځان وساتي.
د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره د مومن د پاره دا کول دي چې هغه د خپل ګيرچاپيره د ټول ځواك يوه محسوس دايره ولري. تر څو خلك د ده له طرفه هيبت وهلي وي او د ده په خلاف هغوي د هيڅ ډول شرارت جراءت ونکړي.
د زغم ګټه
په حديث شريف کې راغلي دي. چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کوم کس چې خپله غصه په داسې حالت کې کنټرول او قابو کړي چې دا د هغې په نافذولو قادر وي نو الله تعالٰى به د ده زړه له ايمان او سلامتيا څخه ډك کړي. (من کظم غيظاً وهو يقدر على انفاذه ملاٴ الله قلبه امنا وايماناً).
دا پيغمبري ښوونه د انسانيت د آبادولو لپاره شاه کليد کليدي حيثيت لري. په کومو کسانو کې چې دا صفت موجود وي. هغه به تر ټولو اوچت روحاني ترقي ترلاسه کړي. او د کومې ټولنې زياتره خلك چې د دې صفت لرونکي وي. هغه ټولنه به د امن او امنيت زانگو وګرځي.
کله چې په يو انسان کې د چا خلاف غصه راپورته شي او هغه د دې غصې په څرگندولو قادر وي. د دې سره، سره هغه خپله غصه په خپل ځان کې دننه پټه کړي نو دا کومه ساده معامله نه ده. دغه انسان د خپل دغه عمل په ذريعه په خپل ځان کې يو نوى اخلاقي طاقت پيدا کوي هغه وده کوي او يو نوى انسان ترې جوړيږي.
هغه په خپل ځان کې د کرکې او نفرت په ځاى د محبت پالنه کوي. هغه خپل شخصيت د انتقام په ځاى د معافۍ او بخشش په رنگ کې رنگوي. هغه په خپل ځان کې منفي نفسيات د فشار لاندې نيسي. او د دې په ځاى مثبتو نفسياتو ته وده ورکوي دغسې غصه زغمل د ده لپاره د خپل شخصيت د تعميرولو او ودانولو په معنا ګرځي.
په موجوده دنيا کې د مثبت شخصيت د جوړولو لپاره تر ټولو لوى کورس همدا دى. له همدې کورس څخه په تيريدو له هغه نه هغه انسان جوړيږي. کوم چې د اوچتو صفتونو لرونکى وي. کوم خلك چې د غصې زغملو دغه تعليم اختيارولو ته تيار نه وي. د هغه د شخصيت اوچت تعمير هم واقعه جوړيدونکى نه دى.
د غصې څرگندونه د شخصيت بربادول دي. او غصه زغمل شخصيت ته آرام او سکون ورکوي. غصه که چيرې د شاته تگ سفر دى. نو غصه زغمل د وړاندې تگ سفر دى. غصه دا ده چې انسان د حالاتو په منځ کې وغورځي او پاتی شي. او دغصې زغمل دا دي چې انسان له حالاتو څخه پورته کيږي او د خپل ژوند لپاره يوه اوچت تره سطحه حاصلوي. په غصه زغملو کې سراسر گټه او د غصې په نه زغملو کې سراسر تاوان دى.
اعلی کردار
په حديث شريف کې راغلي دي چې اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي. له هغه چا سره خپلوي او اړيکې جوړی څوك چې تانه ځان پريکوي. او هغه چاته ورکړه کوه څوك چې له تا څخه منع کول کوي. ا و هغه څوك معاف کوه چې په تا ظلم او زياتى کوي. (تصل من قطعك و تعطي من حرمك وتعفو عمن ظلمك).
په دې حديث کې د کردار او کړو وړو هغه طريقه بيان شوې ده. کوم چې له انسان څخه اوچت انسان جوړوي. هغه طريقه دا ده چې انسان د عکس العمل له نفسياتو څخه پاك شي. د ده اخلاق ځوابي اخلاق نه وي. بلکې هغه د اوچتو انساني اصولو لاندې ژوند تير کړي. هغه له هر چا سره د ښو اخلاقو چلند او رويه اختيار کړي. برابره ده چې له هغه څخه يې ښه تجربه وي او که بده تجربه.
په ټولنيز ژوند کې داسې وي چې يو کس له تا څخه شکايت لري. او هغه تاسره اړيکې شلوي او يا سلام کلام درسره بندوي په دغسې حالت کې به ته هم هاغسې نه کوې کومه رويه چې له تا سره کوي. د دې بر عکس ته به يو طرفه له هغه سره ملاقات کوې. ته به په يوه اړخيزه توگه له هغه سره سلام کلام جاري ساتې. او دا هر څه به يوازې په ظاهري توگه نه وي بلکې د زړه له کومې او په پوره امادگۍ سره کول پکار دى.
دغه شان کله داسې کيږي چې يو کس له تا نه خفه او په غصه وي. او چې يو څه يې تا ته تراوسه درکول هغه درباندې بند کړي. په دې حالت کې تاته دا کول پکار نه دي چې تراوسه تا هغه ته ورکول شو هغه ته هم نه ورکوي.د دې برعکس تا ته د ورکړې سلسله جارې ساتل پکار دي. تا چې ده ته څه ورکول هغه ضرور ورکړه او له ورکړې څخه وروسته دهغه څخه څه هيله مه لري.
دغسې په ټولنيز ژوند کې کله، کله داسې کيږي چې يو کس تاسره داسې معامله کوي چې هغه د ستا په نظر کې ظلم وي. په دغه وخت کې د ستا زړه له غصې څخه راډکيږي. مگر اوچت ترين انسانيت دا دى چې ته خپله غصه ختمه کړې. ظلم کوونکى معاف کړې او دوباره ورسره عادى او نورمال اړيکې جوړې کړې.