بدگوماني
بدگوماني
په صحيح بخاري او صحيح مسلم کې دا روايت راغلي دى چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم خلکو ته لارښوونه کولو سره وويل. خپل ځانونه له ډيرو زياتو گومانونو څخه وژغورئ. ځکه چې گومان تر ټولو زيات دروغ دي. (اياکم والظن فان الظن اکذب الحديث). (متفق عليه).
گومان دا دى چې يو انسان له پوره معلوماتو پرته د يو چا په اړه يو نظر او رايه قايمه کړي. د هر انسان يوه ځانته او جلا نړۍ وي. د هر انسان کړه وړه د ډيرو اسبابو لاندې سرته رسيږي. په دغسې حالت کې له پوره تحقيق پرته د يو چا په عمل پوهيدل ممکن نه دي. يو څوك د يو چا يوازې يو عمل ويني او د هغه په اړه يوه رايه جوړه کړي. نو دا گومان دى. او گومان د هيچا لپاره جايز نه دى.
د انسان د هر عمل ډير اړخونه وى. له همدې امله د هغې توجيهات هم بيلا بيل او مختلف وي. د نورو په باره کې د انسان ليدل او تجربه هميشه يو جزئي مشاهده او تجربه وي. په دغسې حالت کې د يو چا يو چلند ليدل او د هغه په خلاف بدگوماني کول گويا يو جزيي علم کلي علم گڼل دي. په نيمگړو معلوماتو باندې د پوره پوهې لرلو دعوا کول دي. له همدې ا مله د يو چا په خلاف بدگوماني عين هماغه شان يو عمل دى لکه دروغ.
دروغ په اخلاقي لحاظ يو انتهايي عيبداره خبره ده. دا د الهى شريعت له مخې سراسر ناجايز دي. په دغسې حالت کې چې انسان د يو چا په خلاف بدگوماني کوي نو هغه د يو بې حده سنگين جرم ارتکاب کوي. په داسې کولو هغه خپل ځان د خداى جل جلاله په وړاندې يو نامطلوبه بنده جوړوي. او د انسانانو په نظر کې له هغه څخه يو داسې شخص جوړيږي. چې ټول خلك ورڅخه کرکه او نفرت کوي. د چا چې په ټولنه کې د عزت مقام او مرتبه حاصل شي.
د گومان په اساس د يو چا په خلاف د نظر قايمولو څخه دا غوره ده، چې انسان يې په اړه هيڅ رايه قايم نه کړي. انسان د نظر په نه لرلو کې آزاد دى. مگر د نظر او رايي په قايمولو هغه نيول کيداى شي. ښه گومان جايز ا و بدگومان پرته له شك او شبهې څخه ناروا دى.
د گاونډي حقوق
په قرآن او حديثو کې د گاونډي ډير حقونه بيان شوي دي. امام بخاري رح د ابو رافع رضى الله عنه يو حديث رانقل کړى. د دېله مخې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې گاونډي د نږديوالي له امله د شفعې زيات حقدار دى. (الجارا حق بسقبه). (مشکاة المصابيح ٢-٨٩٣).
حضرت ابورافع رضى الله عنه د واقعاتو لاندې ويل شوي دي. چې په مدينه کې د ده دوه کورونه وو. له دې دواړو څخه هغه د يو کور خرڅول غوښتل يو کس دغه کور په پنځه سوه ديناره اخستل غوښتل مگر له دې سره يو بل کس د دې کور د اخستلو خواهشمند و، او هغه سعد بن ابى وقاص رضى الله عنه و، کوم چې د ابو رافع گاونډي و، ده خپل کور د سعد بن ابى وقاص په لاس خرڅ کړ. اگر چې د خپل وړانديز مطابق هغه دغه کور په څلور سوه ديناره واخيست او هغه هم په قسطونو دغه وخت ابورافع رضى الله عنه وويل: چې گاونډيتوب په اعتبار سعد بن ابى وقاص د دې کور د اخستلو ډير حقدار دى. له گاونديانو سره ښه چال چلند يو ډير ستر ديني عمل دى.انسان ته د دې بهترينه بدله په آخرت کې ورکول کيږي. بيا هم د دنيا په اعتبار سره هم دغه اسلامي عمل ډير اهميت او ارزښت لري. په دې کې د دنيوي حکمتونو بې شميره اړخونه پټ دي.
يو کس چې ستا گاونډې دى. هغه سهار او ماښام ستا ملگرى دى. ده سره بيا بيا ستا مخ کيدل دي. په دغسې حالت کې که چيرې ستا گاونډى له تا څخه ناراضه وي. نو هغه له بې شميره طريقو څخه تا ته زيان رسولى شي تردې که چيرې هغه د ستا په معاملاتو کې غير جانبداره شي بيا هم د ده بې پرې توب د ستا لپاره ډير ضرر ناك ثابتيداى شي.
د ستا ښه چلند که چيرې ستا گاونډي ستا دوست جوړ کړي. د ستا د نيکيو په اساس د هغه فطرت به دا وايي چې زما لپاره هم د احسان او نيکۍ بدله نيکي کول پکار دي نو دغسې گاونډي د ستا لپاره له ټولو قيمتي شيانو څخه زيات قيمتي دى. ته چې ده ته هر څومره فايده ورسوي نو د هغه له طرفه به تا ته هم څوچنده زياته فايده او گټه درسيږي.
په دين کې ژوره پوهه
په اسلام کې په دين د ژورې پوهې له حده زيات اهميت دى. قرآن پاك په دين کې ژوره او عميقه پوهه کفايي فرض گرځولې ده. مبارك ارشاد دى. که چيرې د ټول امت خلك نه وي نو دومره خو کول پکار دي چې دغه امت په ځان کې د اعلٰى درجې تفقه فى الدين وړتيا خامخا پيدا کيږي. (التوبه ١٢٢).
د حديث څخه هم د دې اهميت ثابتيږي حضرت معاويه بن ابي سفيان رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. من يرد الله بن خيرا يفقهه فى الدين. (فتح الباري ١٣/٣٠٦).
يعنې الله تعالٰى چې چا سره د خير او نيکۍ اراده فرمائي نو هغه ته په دين ژوره پوهه (تفقه فى الدين) کوي.
د تفقه معنا فهم، بصيرت او زيرکتيا ده. دلته د تفقه لفظ د معروفې فقهې په معنا نه دى. په موجوده زمانه کې چې د فقه لفظ ويل کيږي نو له دې څخه هغه احکام او مسايل فهميږي کوم چې د اسلامي شريعت فقهاء وو په را وروسته زمانه کې ترتيب کړي دي. مگر په ياد شوي آيت او حديث کې د تفقه لفظ په دې معنا استعمال شوى نه دى. بلکې هغه په اصولي او اساسي دين کې د ژور فهم او بصيرت لپاره راغلى دى.
په دې اعتبار سره د تفقه مطلب د معروف نوعيت مقلدانه علم نه دى بلکې هغه سراسر يو مجتهدانه علم دى. د تفقه في الدين مطلب د کرښو څخه تيريدل او په دې کې پټ شوي معنويت پيدا کول دي. له فني او ظاهري تفصيلاتو څخه تيريدل او د معنويت په سمندر کې داخليدل دي.
تفقه فى الدين د مومن لپاره پرته له شکه د خير يوه اوچته درجه لري. په کوم انسان کې چې د تفقه فى الدين وړتيا او صلاحيت پيدا شي. د ده ايمان په ده کې د يو رباني شخصيت په جوړولو لگيا شي. هغه د حقيقتونو د مخامخ ليدلو جوگه شي.
هغه واقعات او معاملات د هغې په صحيحه رڼا کې لگياوي گوري. هغه که د ده خپله شخصي معامله وي او يا د نورو هغه صحيح ترينې رايي نظر ته د رسيدو قابل او وړ جوړيږي.
د حضرت ابوهريره رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. خصلتان لاتجتمعان في منافق حسن سمت ولافقه فى الدين.(الترمذي بحواله مشکاة المصابيح ١/١٧٦). دوه صفتونه داسې دي چې په هيڅ يو منافق کې نه رايو ځاى کيږي. ښه اخلاق او په دين کې ژوره پوهه (تفقه فى الدين).
له منافقت سره تفقه في الدين ولې نه جمع کيږي؟ د دې بنيادي وجه دا ده. چې منافق يو غيرسنجيده انسان وي. او ناسنجيده ذهن د دې وړ نه وي چې هغه دې په ژورو حقيقتونو وپوهيږي. او يا دې د هغه ادراك وکړاى شي. د ژور بصيرت لپاره خلوص سنجيدگي (Sincerity) يو لازمي شرط دى. له منافقت سره هيڅکله سنجيدگى نه جمع کيږي له همدې امله منافق هيڅکله د تفقه فى الدين له خوند سره آشنا کيږي هم نه.
د تفقه في الدين درجه د ده هغه وخت په برخه کيدى شي چې خپل ذهن له نورو غير اړونده شيانو څخه اوچت کړى او يوازې دين د خپل غور او فکر موضوع جوړ کړي. دغه ذهني يو خوا ته کيدل (Concentration) د تفقه في الدين دروازه ده. کوم خلك چې د ذهن د دغه يو خوا ته کيدلو قيمت اداء نکړي هغه هيڅکله دغه خير موندلى او تر لاسه کولى نشي. کوم ته چې په قرآن او حديثو کې تفقه فى الدين ويل شوى.
عبدالله بن عباس رضى الله عنهما وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: فقيه واحد اشد على شيطان من الف عابد. (الترمذى، ابن ماجه، بحواله مشکاة المصابيح ١/٨٣). يعنې يو فقيه په شيطان باندې له زرو عابدانو څخه زيات سخت دى.
غير فقيه يوازې د شيانو ظاهر ته گوري د دې برعکس د فقيه نظر د شيانو د اصل حقيقت پورې رسيږي غير فقيه د شيانو په فرق او توپير نه پوهيږي. په داسې حال کې چې فقيه د يو او بل شي په فرق او توپير پوهيږي. همدا وجه ده چې غير فقيه په ډيره آسانۍ د شيطان دوکې او ښايسته ښکاره کولو ښکار کيږي. په داسې حال کې چې فقيه د دې وړتيا لري چې هغه له شيطاني دوکې څخه پرده پورته کوي او حقيقت هغه په ښکاره شکل کې گوري او دغسې له گمراهۍ څخه هغه بچ شي.