افراط (غلو) نه شته
افراط (غلو) نه شته
د قرآن کريم د سورت النساء ١٧ آيت کې د اهل کتابو د يادونې لاندې دا حکم ورکړاى شوى چې تاسې خلك په خپل دين کې غلو (افراط) مه کوئ. (لاتغلوا في دينکم.) همدا خبره په حديث کې په دې الفاظو کې ويل شوې. تاسې خلك ځانه په دين کې له زياتى نه وساتئ ځکه چې پخواني امتونه په دين کې د ځان د زياتونې په وجه هلاك شوي وو. (اياکم والغلو فى الدين فانما هلك من کان قبلکم بالغلو فى الدين) (مسند احمد ١/٢١٥).
د حديث د غلو فى الدين مطلب په دين کې زياتى راوستل او له پولې ورتيريدل. د حديث له مخې په هر ډول معاملاتو کې د توسط او ميانه روۍ لار صحيح لار ده. د اعتدال او ميانه روۍ طريقه هميشه انسان د برياليتوب په لور بيايي. او غلو هميشه د زيان او ناکامۍ په طرف انسان بوځي. دا پخپله د فطرت قانون دى. له همدې امله په نړيوال کچه په دې اعتراف شوى. د انګريزي ژبې يوه مقوله ده. زياتى او غلو په هر شي کې بده او ناکاره ده.
An Excess of every thing is bad
د غلو تړاو له هر ډول معاملې سره دى د مثال په توگه په عقيده کې کلکوالى ډيره ښه خبره ده. مگر د عقيدې په ښکاره بيانولو کې که چيرې د ځان خطر وي. په دغسې حالت کې د خپل ځان د بچ کولو لپاره د هغې د پټولو حکم ورکړل شوى. لمونځ او روژه، ذکر او تلاوت د قرآن پاك دا ټول مطلوب او ښه عملونه دي. مگر هغه په غير معتدله توگه په کثرت سره مطلوب نه دي. امر بالمعروف او نهى عن المنکر پرته له شکه ضروري عملونه دي. ليکن که چيرې يو څوك هغه د زور، زياتي حد ته ورسوي.
نو دا سم کار نه دى. همدغه معامله د اخلاقي اصولو هم ده. د مثال په توگه په خپل ځان باورې کيدل يو اوچت اخلاقي صفت دى. مگر دغه خو د اعتمادي که چيرې يو څوك غير حکيمانه اقدام ته ورسوي. نو دا به غوره او ښه نه وي. عزت نفس او خود داري پرته له شبهې د يو خوښ کړاى شوى عمل حيثيت لري. مگر که دغه عزت نفس انسان دې حد ته ورسوي. چې هغه د ده لپاره د خپلې غلطۍ په اعتراف کې خنډ جوړ شي. نو دا نيکي نه ده بلکې يوه بدي ترې جوړه شوه.
دغسې دا يو ښه صفت دى چې يو څوك د چا کومك وانخلي. د بل چا احسان اخستل ښه ونه گڼي. هغه د خپل ځان سنبالښت پخپله وکړي. مگر که چيرې دا په يو چا کې د غرور او لوى والي د احساس کيدو سبب جوړ شي. نو دا د ده په حق کې يو بد او ناکاره عادت دى، نه يو ښه عادت.
د انسان دا کمزوري ده چې په يو شى کې يو امتيازى اړخ گوري. نو د دې په باره کې يو مبالغه اميزه تصور ورته قائم شي. هغه د دې مقام په ټاکلو کې له حد څخه مخکې او وړاندې کيږي. نو د دې نوم غلو (افراط) ده. د شرك او شخصيت پرستۍ ټول ډولونه اصلا د دې غلو پيداوار او حاصل دى.
په دين کې غلو دا ده چې په دين کې د يو شى يوه درجه او مرتبه وي. او هغه په خپل واقعي درجه کې پريږدې. بلکې هغه زيات او له حده د زياتې درجې د ورکولو کوشش يي وکړى. الله تعالٰى يو بنده له پلار څخه پرته پيدا کړى نو هغه ته د خدا ى جل جلاله ځوى وويل شي (نعوذ بالله) الله تعالٰى يو چا ته ستره مرتبه ورکړي. نو دا وگڼل شي چې دا کوم مافوق شخصيت دى. او له انساني غلطيو څخه پاك دى. د دنيا د تروتازه کيدو څخه د بچ کيدو تاکيد او ټينگار چې وشي نو هغه لوى وگڼل شي او د ترك دنيا پورې ورسول شي. د ژوند په کوم اړخ پورې مربوط احکام چې ورکړل شي. نو په هغه کې مبالغه وکړاى شي ا و په دې بنياد باندې يوه پوره ديني فلسفه ترې جوړه شي.
د دې ډول ټول صورتونه په کوم کې چې ديني تعليم له خپل واقعى مقام څخه پورته کول او مبالغه آميزه درجه ورته ورکړل شي دا د غلو په فهرست کې شامل کيږسي.
مصيبتونه هم رحمت وي
يو روايت په صحيح البخاري (کتاب الجهاد) سنن ابى داؤد (کتاب الجهاد) او په مسند امام احمد کې راغلى دى. د بخاري الفاظ دا دي. عجب الله من قوم يدخلون الجنة فى السلاسل. (فتح البارى جلد ٦/١٦٨) الله تعالٰى د هغه قوم له حالت څخه تعجب کوي چې په زنځيرونو کې (تړلي) جنت ته داخل شيپه ځينو روايتونو کې يقادون او په ځينو کې يساقون راغلي دي. يعنى نيول شوي وي يا تړل شوي بوتلل کيږي.
په دې حديث کې چې يو شمير مومنانو سره د کومې معاملې يادونه شوې هغه په آخرت کې کيدونکى معامله نه ده بلکې له آخرت څخه وړاندې په دنيا کې رامخې ته کيدونکې معامله ده. دلته د زنځير لفظ څخه د مجبور کوونکو حالاتو Compulsive situation بيانول دي. د دې مطلب دا دى چې ځينې خلك به له داسې مجبورونکو حالاتو سره مخ شي چې د هغوى لپاره به د خداۍ پرستۍ او آخرت خوښولو له ژوند اختيارولو پرته بله هيڅ چاره نه وي. گويا تړل شوې به جنت ته رسول کيږي.
دغه نيکمرغي د هغه چا په برخه کيږي چې د چا په زړه کې د اخلاص او ښه نيت سپرغى موجودې وي. خداى تعالٰى چې د چا په زړه کې دغه ډول وړتيا وويني نو دهغوى قدر دانى به داسې کوي چې د هغوي لپاره داسې حالات پيدا کړې چې په خوښه او ناخوښه توگه د خداى پرستانه اعمالو په طرف بوتلل شي. مصيبت ورته د جنت زنځير وگرځوي. او جنت يي نصيب شي. په چا کې چې دغه صلاحيت او وړتيا وي هغه د مصيبت په وخت کې الله تعالٰى طرفته رجوع کوي. مصيبت چې يې زړه داسې نرم کړي چې هغه د الله تعالٰى يادونکى جوړ شي.
مصيبت که چيرې په خلکو کې فرياد او چغې سورى جوړ کړې نو مصيبت سراسر تباهي ده او که چيرې مصيبت په خلکو کې د خپل ځان محاسبه پيدا کړي نو د هغوى لپاره د رحمت ذريعه جوړيږي.
د حکمت معامله
باسواده مسلمان په يوه حکومتي دفتر کې په ښه دنده کار کاوه. له خپل مشر افسر سره يې جگړه رامنځته شوه. هغه چې کور ته ستون شو نو په دماغو يي سخت بوج وو. له ده سره د دې ويره وه چې ياد افسران به د ده کار خراب او د ترقۍ مخه به يي ونيسي. د دې ذهني بوج په وجه د ده په سر کې دومره سخت درد پيدا شو. چې راوغورځيد او په بستره پريوت او له هغې وروسته يي هيڅ کار کولاى نشو.
له دغه کس سره زما ملاقات وشو. ما ورته وويل: تا چې څه کړي دي ښه دې نه دي کړې. ما هغه ته يو حديث واورولو. مدينه منوره کې د يوې قبيلې سردار پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى. ده خپلو ملگرو ته وويل: ورشئ او د دې سړي مخې ته ورشئ. په دغه مهال هغه يوه اصولي خبره دا وکړه چې انزل الناس منازلهم يعنې خلكو سره د هغوى د سويې او رتبې مطابق معامله وکړئ. (حياة الصحابه جلد٢/٢٠٩).
د شريعت احکام ټول په ټوله په فطرت ولاړ دي. دا پخپله د فطرت غوښتنه ده چې خلك دې د يو بل لحاظ او خاطر کوي. هر څوك چې له يو بل کس سره معامله کوي. داسې معامله دې وکړى چې بل کس دا د خپل ځان سپکاوى ونه گڼي. هر کس دا فکر کوي دا دې د ده د مقام او مرتبې مناسب عزت Due respect ورکوي. کله چې په ټولنه کې دا روايات وى د دوى په دغه ټولنه کې خپلمنځى محبت ډيريږي. او د ټولنيزې گډوډۍ ريشې پرې کيږي.
دا د فطرت يو اصول دى. او له پخوا زمانو کې په مختلفو طريقو سره تکرار او راروان دى. دغسې په يو انگريزي متل کې داسې ويل شوې دي. افسر هميشه په حقه وي.
Boss is always right
دا گويا معاملاتي حکمت يا معاملاتي شريعت دى. د دې رعايتول د هر چا لپاره ډير زيات ضروري دي په کومه ټولنه کې چې دا نه رعايت کيږي. هغه ټولنه هيڅکله ښه ټولنه نه جوړيږي.
جنتيان
په حديث شريف کې راغلي دي. چې له پيغمبرصلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه. چې هغه کوم شى دى چې خلك تر ټولو زيات جنت ته بوځي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب ورکړ چې له الله تعالٰى څخه ويره (پرهيزگاري) او ښه اخلاق (سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن اکثر يدخل الجنة. قال تقوى الله و حسن الخلق).(ترمذي).
د يو انسان تر ټولو ستره کاميابي دا ده چې هغه په دنيا کې داسې ژوند تير کړي کله چې هغه مړ شي او بلې نړۍ ته وکوچيږي نو هلته يي په جنت کې اوسيدل په برخه شي. او هلته تلپاتې خوشحالۍ ترلاسه کړي. د دغسې ژوند راز په دې حديث کې بيان شوى دى.
په دې سلسله کې لومړى شى د پرهيزگارۍ کردار دى. يعنې الله تعالٰى ستر ذات گڼل او له هغه څخه ويره کول. خپل ځان د خداى جل جلاله په وړاندې ځواب ورکونکى گڼل. د دې خبرې باور او يقين ساتل چې په هيڅ حال کې د خداى جل جلاله له نيول کيدو څخه بچ کيدل نشته. زما د ټولو پټو او ښکاره حالاتو څخه الله تعالٰى خبر دى. زما هيڅ ډول تدبير هم ما د خداى جل جلاله څخه نشي خلاصولى.
دغه يقين چې د يو انسان په زړه کې راشي د ده ټول ژوند بدلون مومي. هغه آزاد ژوند پريږدي او د پابندۍ ژوند اختياروي. هغه په هره معامله کې خپل ځان د نامسؤله کردار څخه بچ کوي. او مسؤليت لرونکى ژوند اختياروي. دغه عقيده له ده څخه د کبر او غرور په شان احساسات ختموي هغه په هره معامله کې د خداى جل جلاله فرمانبردار بنده جوړيږي.
د جنتي انسان بل صفت دا دى چې د ده کردار او کړه وړه د جنتي کړه وړه وي. د خلکو په منځ کې هغه په دې دنيا کې داسې اوسيږي لکه د جنت د اوسيدونکو په شان. د ده په زړه کې د نورو لپاره له خير خواهۍ پرته نور هيڅ نه وي ژبه يې په خوږ و خبرو لمده وي. له خلکو سره داسې ملاقات کوي لکه يو ورور چې بل ورور سره مخ کيږي نورو سره په معامله کې هميشه په انصاف ولاړ وي. کله هم چې هغه خلکو سره کومه معامله کوي. نو دغه وخت اخلاقي او انساني اصول د ده رهنما او لارښود وي. نه يوازې خپلې ځاني گټې.
خطرناکه لوبه
په حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي. لا يرمي رجل رجلا بالفسق ولا يرميه بالکفر الا ارتدت عليه ان لم يکن صاحبه کذلك. (مسند امام احمد بن حنبل رح الجزء الخامس صفحه ١٨١). کله هم چې يو انسان په بل انسان باندې د فاسق او يا کافر تور لگوي نو خامخا دغه تور په تورويونکي راگرځي که چيرې هغه بل انسان هغه شان نه وي.
يو وعظ کوونکى که چيرې له نوم څرگندولو څخه پرته نصيحت کوي او داسې ووايي چې د خلکو به څه حال وي (د قيامت په ورځ) کله چې هغوى د کفر او فسق په شان اعمالو کې اخته وي. نو په دې کې هيڅ باك نشته. ځکه چې د دغه ډول عمومي نصيحت مثالونه مونږ ته پخپله د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه رارسيدلي دي. ليکن که چيرې د نوم د يادولو سره د چا په باره کې دا وويل شي هغه فلافى فاسق، يا کافر يا مرتد دى يا بت پرست دى نو دا يوه ډيره خطرناکه لوبه ده. دغسې خبره که چيرې د الله تعالٰى د علم مطابق د ياد شوي کس لپاره صحيح ونه خيژي نو دا په فضا کې له منځه نه ځي. بلکې دا بيرته ويونکى باندې راگرځي.يعنې ويونکى چې په بل کس باندې کوم تور لگولى نو دغه تور د الله تعالٰى په راجستر کې د تور لگونکي په خانه کې اچول کيږي په آخرت کې به د دې پايله برعکس هغه وي د کوم مستحق يي چې دويم کس گڼلى و هغه به برى او دا به پخپله گرفتار شي.
دا پرته له شکه بې اندازې سخته خبره ده. د دې تقاضا دا ده چې انسان دې د بل په باره کې د تور د دغه ډول سختو الفاظو څخه پرهيز وکړي. په دغه ډول معاملاتو کې له خبرو کولو څخه چپ پاتې کيده ښه دي که چيرې يو څوك دا فکر کوي چې د ده لپاره خبرې ضروري دي نو په ده باندې فرض او لازم دي چې د يو چا په باره کې د دغه ډول سخت حکم له لگولو څخه وړاندې په دې باره کې په زرگونو ځله فکر او سوچ وکړي. تر آخري حده پورې دې تحقيق وکړي. له دې سره بايد د اهل علمو او پرهيزگارو خلکو سره مشوره وکړې له دې ټولو تحقيقي او احتياطي مراحلو له تيريدو وروسته هم که چيرې د ده ضمير مطمئن ؤ. چې په دې معامله کې د ده مسؤليت دى چې هغه خبره وکړي او د خپلې وينا په اساس دا د الله تعالٰى په وړاندې نه نيول کيږي. نو له دې وروسته خبره کولاى شي اگر چې بيا هم دې وروسته انديښنه ورسره موجوده وي. ځکه چې په موجوده دنيا کې د مومن مسؤليت نصيحت او تبليغ دى نه د نورو په باره کې د کافر، فاسق، مرتد او بت پرست کيدو اعلان کول.
د استراليا يوه پخوانۍ وسله ده. چې بومرينگ Boomerang ورته ويل کيږي. د هغې دا صفت دى چې د ويشتلو وروسته په نښه باندې د نه لگيدو په صورت کې بيرته ويشتونکي ته راگرځي. له دې څخه د بومرينگ افکټ اصطلاح جوړه شوې ده له دې څخه مقصد يو داسې عمل دى چې که چيرې په نښه ونه لگيږي نو هغه پخپله په عمل کوونکى باندې راگرځي.
دغه اصطلاح که چيرې استعمال کړاى شي نو ويل کيږي چې چاته کافر، فاسق، مرتد او بت پرست ويل يو بومرينگ لوبه ده. دا يوه خطرناکه تيږه ده چې که چيرې په نښه ونه لگيږي. نو پخپله په ويشتونکي باندې پخپله راپريوځي.
د عباسي خلافت په زمانه کې د عقلي بحثونو يوه هنگامه شروع شوې وه. داشاعره وو، معتزله وو او متکلمينو په منځ کې د افراط تر پولې بحثونه روان وو، هر ډلې د بلې په خلاف سخت ترين الفاظ ويل.
د مثال په توگه اهل نقلو د اهل عقلو خلاف فتوا ورکړې وه. من تمنطق فقد تزتدق. څوك چې د منطق علم زده کړې هغه زنديق شو. بلخوا عقليانو (معتزله وو) دا ويل شروع کړل څوك چې قرآن قديم گڼي هغه کافر دى.
د تکفير او تفسيق دا توپان ترسلگونو کلونو پورې روان ؤ تردې پورې چې د عالمانو په منځ کې د عقايدو دا مسئله په مسلمه توگه ومنل شوه. لانکفر احداً من اهل القبلة. د اهل قبله وو څخه هيچا ته کافر نشو ويلى. يعنې څوك چې قبلې طرف ته لمونځ کولو کې مخ کوي نو هغه ته کافر نشو ويلى. له زياتې ژورتيا سره چې ورته وکتل شي. نو د دې مطلب دا دى چې څوك چې ځان ته مسلمان وايي په هيڅ حالت کې هغه ته کافر مه وايي. ځکه چې داسې هيڅ يو مسلمان نه تير شوى او نه کيدى شي چې د کعبې په ځاى دى کاشى يا وټبکن طرفته په مخ کولو دې لمونځ وکړي.
حقيقت دا دى چې چا ته کافر يا مرتد يا بت پرست ويل له سره د کوم ديني کار په وجه نه وي. په ا سلام کې د عمل اساس په نيت دى. د دې مطلب دا دى چې کافر، مرتد يا بت پرست هغه انسان دى چې د نيت په اعتبار سره دغه ډول ناوړه کار وکړي. او د نيت علم څرنگه چې يوازې خداى جل جلاله ته دى له همدې امله دا د بل هيچا کار نه دى چې په بل چا باندې د دغه ډول تورونو ټاپې وهل شروع کړي.
حقيقت دا دى چې د دغه ډول تورونو ټاپې لگول په ساده توگه يوازې يوه گناه نه ده. بلکې دا يوه بدترينه سرغړونه ده دا د خداى جل جلاله قلم په خپل لاس کې د اخستلو کوشش کول دي. کوم انسان چې دغه ډول کوشش وکړي هغه به د خداى جل جلاله د قلم په اخستلو کې کامياب نه شي. البته هغه به د خداى جل جلاله په وړاندې د سرغړونې يو مجرم وگرځول شي کومه سزا چې دا بل ته ورکول غواړي. دا به پخپله په زيات بد شکل کې په سزا تيرولو مجبور کړ اى شي.
د مومن کار د چا کافر کول نه بلکې د ده کار تبليغ دى. د دې مطلب دا دى چې که چيرې د ستا په نظر درشي چې په فلاني کس کې يوه بدي پيدا شوې ده. نو ته له هغه سره وگوره. د خير خواهۍ او نصيحت په انداز کې هغه پوه کړه د هغه د اصلاح لپاره له الله تعالٰى څخه دعا گانې وغواړه. تردې پورې که چيرې هغه د ستا په وينا اصلاح قبوله نکړي نو بيا هم د ستا لپاره جايز نه دي چې ته د هغه خلاف د تکفير فتوا صادره کړې. د مومن کار يوازې نصيحت کول دي. له دې وروسته د نورو ټولو معاملاتو تړاو له الله تعالٰى سره دى. چا ته چې وغواړي سزا ورکوي او چا ته چې خوښه شي په بخشش يي سرلوړى کوي.
د تکفير او تفسيق شور او غوغا يوازې هغه څوك جارې کولاى شي د چا سينه چې د خداى جل جلاله له ويرې څخه خالي وي. څوك چې د خداى جل جلاله د نيولو څخه ويريږي د هغه طريقه هميشه خپل ځان سره حساب کتاب کول دي. نه د نورو احتساب.