تر ټولو ستر جهاد
تر ټولو ستر جهاد
په حديث کې راغلي دى: مجاهد هغه دى چې د الله تعالٰى په اطاعت کې د خپل نفس په خلاف جهاد (کوشش) وکړي. (احمد او الترمذي).
خپل ځان له ناوړو احساساتو او خرابو اعمالو څخه رابندول بې حده ستونزمن کار دى، د دې لپاره خپل نفسي غوښتنو سره جگړه کول دي. له همدې امله دې کار ته په اسلام کې جهاد اکبر (ستر جهاد) ويل شوى دى.
د صوفيانو ژوند د دغه ډول ستر جهاد نمونه او بيلگه ده. په دې جهاد کې خواهشاتو سره جنگيدل دي. د کرکې، کينې، کبر غرور، بدخواهۍ، غصې او منفي فکر پشان بدۍ او خرابۍ له خپل ځان څخه ليرې کولو لپاره خپله له خپل ځان سره مقابله کول دي. د دې جهاد په پايله کې هغه انسان جوړيږي کوم ته چې په قرآن کې رباني انسان ويل شوى. په ټولنه کې د امن او محبت فضا پيدا کيږي. د خير خواهۍ او انساني احترام چاپيريال قائميږي. هر ډول مثبت اقدار (شعاير) وده کوي. د انساني ودانۍ کار په موافق ماحول کې لگيا وي کيږي.
د دې برعکس سياسي رهبران چې د کوم جهاد استازيتوب کوي هغه (د مؤلف په وينا) د جهاد په نوم فساد خپرول دي. په دې کې له ځانه جوړ کړي سياسي جهاد د نورو په خلاف جنگ جگړې کيږي. په دې کې کرکه او زور زياتى خپريږي، امن او سکون ختميږي.قيمتي ځانونه پکې له منځه ځي. انسانان پکې بې عزته کيږي. د آبادۍ او ترقۍ کارونه پکې په ټپه ودريږي. د دې پوسيله کوم نوى شى نه ترلاسه کيږي. او څه چې حاصل وي هغه هم پکې ورك کيږي.
د سياسي ليډرانو تش په نوم جهاد د قرآن د دې آيت مصداق دى.او کله چې بيرته وگرځي نو په ځمکه کې گرم فعاليتونه کوي تر څو هغوى په ځمکه کې فساد خپور کړي، کښتونه او ځانونه تباه کړي. حال دا چې الله تعالٰى فساد کوونکي نه خوښوي. (البقره ٢٠٥ آيت).
معلومه شوه چې د دوى سرگرمي د خپلې نتيجې په اعتبار سره د فساد او خونريزۍ سبب شوې او د الله تعالٰى د رضا مطابق نه ده. ونه له خپلې ميوې څخه پيژندل کيږي. دغسې د رښتينې اسلامي جهاد پيژندل دا دى چې هغه د انساني ټولنې لپاره د رحمت او برکت ذريعه ثابته شي.
په يو روايت کې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له يوې غزا څخه راوگرځيد او مدينې ته راغى نو ويي فرمايل: رجعنا من الجهاد الاصغرالى الجهاد الاکبر. (بيهقي روايت کړى او ضعيف دى). مونږ له کوچني جهاد څخه راوگرځيدو او لوى جهاد ته بيرته راواپس شو. يعنې لومړى که زمونږ مقابله بهرني دښمن سره وه نو اوس زمونږ مقابله دننه خپل نفس سره ده. او د لومړي مقابلې په نسبت دا دويمه مقابله پرته له شکه ډيره سخته ده.
که چيرې ته د قوم له دښمن سره وجنگيږې. نو ته به د ټول قوم نماينده او اتل جوړ شې. په ټول قوم کې به تا ته د عزت درجه حاصله شي. ليکن په زړه کې دننه پيدا کيدونکي نفساني بدۍ له منځه وړل يو داسې جهاد دى چې له خدايه پرته بل هيڅوك پرې نه پوهيږي همدا لامل دى چې داخلي جهاد زيات لوى دى. او د دې انعام هم ډير زيات دى.
د کبر نښې
يو کس که چيرې په يو چا باندې بې اساسه تور ولگوي. هغه په غلطه توگه بدنام کړي. د خلکو په وړاندې يې ذليل کړي نو دا پرته له شك او شبهې څخه يوه بدترينه گناه ده. اوس يو بل کس هغه دى چاته چې له غلطۍ کولو څخه وروسته د خپلې غلطۍ احساس نه وي. دغسې انسان د الله تعالٰى په نزد مبغوض ترين انسان دى. ده ته به هيڅکله هم د الله تعالٰى قرب حاصل نه شي.
بل کس هغه دى چې وروسته ورته د خپلې غلطۍ احساس وشي. دغه احساس د ضمير په کچه وي يا د دويم فريق د وضاحت او دلايلو په بنياد وي. اوس دغه کس که چيرې داسې وکړي چې خپل ظاهري چلند بدل کړي او جانب مقابل سره بيرته خپلې اړيکي جوړې (Patch up) کړي نو د دغه کس دغسې کول به يو ټولنيز فعل وي. په ديني معنو کې به دا کوم عبادتي فعل نه وي.
کله چې يو څوك د هغه جرم ارتکاب کوي چې بره ذکر شو، نو دا په اصل کې د نفس د کبر په اساس شوى دى. دا د کبر د څرگندولو يوه معامله ده. نه په ساده توگه يوازې د ټولنيزو ادابو د خلاف ورزۍ معامله. په دغسې حالت کې که چيرې هغه کس يوازې دا وکړي چې په عملي توگه خپل مخالف سره خپلې اړيکې قائمې کړي نو په داسې کولو سره بدي نه ختميږي. ځکه اصل بدي د کومي چې ده ارتکاب کړى هغه خو کبر ؤ ـ بيا د ټولنيزو آدابو په کچه د هغې په ختمولو سره د اصل جرم ازاله څنگه کيداى شي.
کله چې يو کس د ياد قسم جرم له کولو څخه وروسته چې يوازې دا وکړي چې هغه په ظاهري سطحه له مخالف سره اړيکي بيرته ټينگې کړي. مگر په خپله ژبه سره د غلطۍ ښکاره اعتراف ونکړي نو دا د دې خبرې ثبوت دى. چې اصلي جرم (تکبر) په مسلسله توگه د ده په سينه کې موجود دى. ځکه که د ده زړه له کبر څخه خالي واى نو ده ته به تر هغه وخته آرام نه ورتللو څو پورې يې چې په ژبه د هغې اعتراف نه وى کړاى.
په ژبه د انسان اعتراف د متواضع کيدو ثبوت دى. په ژبه اعتراف نه کول او په ظاهري کچه د اړيکو بيرته جوړول د دې خبرې نښه ده چې انسان په کبرجنو نفسياتو کې تر اوسه ژوند کوي او د خپل کبر د بت ماتولو لپاره تيار نه دى.
د دې معاملې يو مثال په سورت يوسف کې ترلاسه کيداى شي. د عزيز مصر ميرمنې په يوسف عليه السلام يو بې اساسه تور ولگاوه. وروسته چې حقيقت څرگند شو نو دې په بربنډو الفاظو سره وويل:
چى اوس حق او حقيقت واضح شو. په دې معامله کې غلطي زما وه. او يوسف عليه السلام پرته له شك او شبهي رښتينى دى. (سورت يوسف ٥١ آيت).
د حق د وضاحت څخه وروسته د عزيز مصر ښځې که چيرې يوازې داسې کړى واى چې په ظاهري توگه يي خپل کردار سم کړى واى او په ژبه يې د دې اعلان نه وى کړى نو د دې جرم به هيڅکله ختم شوى نه واى. مگر کله چې هغې په خپله خوله سره وويل: چې ټوله غلطي زما وه او يوسف عليه السلام پرته له شك او شبهې څخه برى الذمه (بې گناه) دى. نو دا معاف کړى شو او مرتبه يې اوچته کړاى شوه.
د اسلامي شريعت له مخې کبر يو داسې کردار دى چې جرم يي د الله تعالٰى په نزد د بخښل کيدو نه دى. په حديث کې راغلي دي. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. لايدخل الجنة من کان فى قلبه مثقال ذرة من کبر (مشکاة المصابيح ۳/۱۴۱۳). يعنې جنت ته هغه کس نه شي داخليدى د چا په زړه کې چې ذره قدرې کبر وي.
کبر څنگه پيژندل کيداى شي د حديث له مخې د کبر پيژندنه داسې شوې. چې د انسان په وړاندې حق وړاندې کړاى شي مگر هغه دا يوازې په دې انديښنه له پامه وغورځوي چې د دې د قبلولو په صورت کې د خلکو په نظر کې د ده حيثيت خرابيږي. هغه د يو داسې حق د قبلولو لپاره تيار نه وي چې په ظاهره د ده څخه د کمتر او ټيټ کس لخوا ده ته وړاندې شي.
په دې دنيا کې هر ډول سترتوب او لويي يوازې يو الله تعالٰى لره ده. له ده پرته هيڅ ډول لويي هيچا ته حاصله نه ده. که چيرې په ظاهره کوم څوك لوى ښکاري، نو هغه د ده لپاره يوازې د امتحان يوه پرچه ده. نه د ده د حقيقي حيثيت اظهار او څرگنديدل. په دغسې حالت کې چې يو څوك له لويي څخه تير شي او عاجزي غوره کړي نو دا په امتحان کې پوره وخاته. او کوم چې لويي مرتبې ته ورسيږي او متکبر جوړ شي نو دا په امتحان کې ناکام شو. د الله تعالٰى په نزد د ده لپاره له رسوايي او ذلت څخه پرته بله هيڅ سزا نشته.
د انسانيت وژونکى
په حديث کې رغلي دي چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.اياکم والحسد فان الحسد ياکل الحسنات کما ياکل النار الحطب.(ابوداؤد کتاب الادب باب الحسد، ابن ماجه کتاب الزهد). يعنې ځان له حسد او کينې څخه وساتئ. ځکه چې حسد نيکي داسې خوري لکه اور چې لرگي خوري. دغسې په حديث کې راغلي دي چې: لايجتمعان فى قلب عبد الايمان والحسد. (نسائى کتاب الجهاد). يعنې د يوه بنده په زړه کې ايمان او حسد جمع کيداى نشي.
حسد د ايمان او انسانيت وژونکى دى. د حسد تاوان دا دى چې دا له انسان څخه اوچت ايماني کيفيت اخلي. حسد د دې په لاره کې خنډ جوړيږي چې د انسان په سينه کې دې هغه ديني احساسات پالنه ومومي کوم چې انسان الله تعالٰى ته نږدې کوونکي وي. او د کوم انعام چې ده ته د جنت په صورت کې په لاس ورځي.
په موجوده دنيا کې داسې کيږي چې کله يو کس په ظاهره لوئيږي او بل په ظاهره کوچنى کيږي. دا د امتحان لپاره کيږي. دا د دې لپاره وي چې دا توپير خدايي فيصله وگڼي او هغه قبوله کړي. مگر کله چې انسان د لوى کس د لويي اعتراف ونکړي او د هغه د کوچني کولو په کوشش کې مصروف شي نو گويا دا غواړي چې د خداى جل جلاله فيصله بدله کړي. دغسې انسان به د خداى جل جلاله د قربت له خوندونو څخه بې برخې وي.
د بندگانو د حقونو په سلسله کې تر ټولو لويه نيکي دا ده چې د انسان په زړه کې د نورو انسانانو لپاره د مهربانۍ او همدردۍ جذبه وي مگر حسد په انسان کې انساني همدردي ختموي. د دې نقصان ده ته په بدترين صورت کې په لاس ورځي هغه د دې حديث مورد او مصداق گرځي. لايرحم الله من لايرحم الناس. (بخاري کتاب التوحيد). يعنې الله تعالٰى په هغه انسان رحم او مهرباني نه کوي کوم چې په انسانانو رحم او مهرباني نلري.
په قرآنکريم کې د پرهيزگارۍ نښه دا ويل شوې ده چې: که له يو چا سره يي دښمني وي بيا هم دغه انسان د ده په باره کې د عدل او انصاف خبره کوي. (المائده ۸).
مگر د کوم انسان په زړه کې چې د چا په خلاف حسد او کينه وي. د هغه په باره کې د انصاف خبره کول د ده لپاره مشکله او سخته وي. د حسد ولوله دا مجبوروي چې دا د خپل محسود (مخالف) په خلاف هغه خبره وکړي. په کومه چې د ده زړه ته سکون او ارام حاصليږي. نه هغه خبره کومه چې حقيقت وي. دغسې حسد انسان د خداى جل جلاله په وړاندې د ظلم او بې انصافۍ مجرم جوړوي.
د انسانيت اوچته درجه دا ده چې په انسان کې دننه موضوعيت (Objectivity) وي. هغه بايد د خلکو په اړه بې پرې او غير جانبداره رايه او نظر ولري. هغه معاملاتو ته د حقيقت پلوه نظر سره وگوري. دغسې حقيقت خوښونه د دنيا او آخرت دواړو کې د برياليتوب لپاره ضروري ده. مگر حسد د انسان لپاره په دې کې خنډ جوړيږي. چې هغه بې غرضه رايه قايمه کړي. حسد په انسان کې متاثره ذهن پيدا کوي. او له اغيزمن ذهن سره انسان هيڅکله کومه لويه ترقي نه شي کولاى. حسد پخپله د حسد کوونکى لپاره لويه محرومي ده.
د قرآن ا و حديث له مخې صدقه کول ډيره لويه نيکي ده. د دغې صدقې تړاو يوازې مال سره نه دى بلکې له زړه او ژبې سره هم دى. دا هم يوه ستره صدقه ده. چې يو انسان د بل انسان په اړه ښه نظر ولري. او دا د هغه خير خواه وي. په ښو الفاظو د هغه يادونه وکړي. د هغه لپاره نيکې دعاگانې وکړي. مگر کله چې د يو انسان په زړه کې د بل انسان لپاره د حسد جذبه پيدا شي. نو دا له دې سترې نيکۍ څخه بې برخې کيږي. د ده ژبه چې د بل انسان لپاره خلاصيږي نو د هغه د بديو لپاره خلاصيږي. نه د هغه د نيکۍ لپاره. سينه يي د نورو انسانانو په خلاف له کرکې څخه ډکه وي. دغسې حسد يو انسان د ده له وروستۍ نيکۍ څخه هم محروموي. چې د يو چا په باره کې دې دا خير خبره وکړي. دا يوه داسې محرومي ده چې له دې به بله لويه محرومي نشي کيدی.