د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

ذکر او دعا

فصل: 23

د الله تعالٰى ذکر

په حديث کې راغلي دي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه. هغه کوم خلك دي چې د قيامت په ورځ يي د الله تعالٰى په نزد مرتبه له ټولو زياته بهتره ده. ويي فرمايل: د الله تعالٰى د ډير زيات ذکر کوونکو. ان رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل اى العباد افضل درجة عند الله يو القيامة؟ قال: الذاکرين الله کثيرا. (الترمذي کتاب الدعوات).

د ذکر مطلپ په ژبه باندې د کوم ډول او رادو ويل نه دي. د دې مطلب د الله تعالٰى ياد دى. د الله تعالٰى ياد د ټول دين خلاصه او لنډيز دى. بنده چې کله خپل رب د هغه له جلال او عظمت سره وپيژني، نو دغه پيژندنه د ده په ټول شخصيت کې دننه يوه زلزله راپيدا کوي. د ده په زړه کې د الله تعالٰى د ياد يو توپان راولاړ شي د ده دغه دننه کيفيت بيا، بيا د تکبير او تحميد د الفاظو په صورت کې لگيا وي راڅرگنديږي. د دغه ډول نارامه يادولو نوم ذکر دى. د دې ذکر کوم ټاکلى وخت نه وي. هغه هر وخت د انسان په ژبه باندې جاري وي. که هغه په کور کې دننه وي او يا په جومات کې او يا د جهاد په ميدان کې. دا ذکر پرته له شك او شبهې په ټولو عملونو کې تر ټولو زيات افضل عمل دى. د ترمذي په يو روايت کې دي. کله چې تاسې د جنت له باغونو څخه تيريدۍ ښه پکې وڅريږئ. پوښتنه وشوه چې د جنت باغ څه شى دى؟ ويي فرمايل: د ذکر حلقې دي.اذا مررتم برياض الجنة فارتعوا قالوا وما رياض الجنة؟ قال: حلق الذکر.

طبراني دا روايت له يو څه توپير سره نقل کړى دى. له دې څخه د دې ښه وضاحت کيږي. په دې کې دي. کله چې د جنت په باغونو تيريږئ ښه پکې وڅريږئ. پوښتنه وشوه چې د جنت باغونه څه دي؟ ويي فرمايل: د علم مجلسونه. اذا مررتم برياض الجنة فارتعوا. قالو وما رياض الجنة؟ قال: مجالس العلم.

د علم او ذکر دواړه مجلسونه يو دي. انفرادي ذکر چې کله د اجتماعي ذکر په صورت کې وي نو د دې نور ذکر يا د علم مجلس دى.

يوه دعا

د حديثو په کتابونو کې د اسلام له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه ډيرې دعاگانې رانقل شوي دي. دغه دعاگاني د اسلام د پيغمبر د اندروني شخصيت ترجماني کوي. له دې څخه معلوميږي چې د اسلام د پيغمبر په سينه کې د څه ډول احساساتو طوفان راپورته شوى ؤ. د ده داخلي دنيا په څه ډول احساساتو ا و خيالاتو آباده وه له دغو دعاگانو څخه يوه دعا هغه وه چې د هغه له ژبې څخه د هغه په الفاظو راوتلې وه.اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه و ارنا الاشياء کماهي. اى الله مونږ ته حق د حق په صورت کې راوښيه او مونږ ته د هغه د پيروۍ توفيق راپه برخه کړه. او باطل راته د باطل په صورت کې راوښيه او مونږ ته ترې د بچ کيدو توفيق راکړې. او اى الله! مونږ ته شيان د هغو په هغه شکل کې راوښيه لکه څنگه چې دي.

په موجوده دنيا کې په حقيقتونو باندې د اشتباه پرده غوړيدلې ده. کوم کس چې يو شي پيژني هغه يوازې په ظاهري شکل پيژني او هغه د هغې د حقيقت په اعتبار سره نه پيژني. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته هم همدا احساس و، هغه په ډيره بااحساسه توگه الله تعالٰى ته آواز کاوه او دا به يې ويل: اى الله! ما ته د حقيقت ليدلو نعمت راکړه. چې زه شيان سم او صحيح وپيژنم. شيان چې په کوم حقيقت باندې دي په هماغه بڼه راته حقيقت يي وښيه. له صحيح فکر پرته د حقيقت پيژندل ممکن نه دي. دغسې له صحيح فکر پرته د صحيح عمل راڅرگنديدل هم ممکن نه دي. همدغه احساس چې شدت اختيار کړي. نو ياد شوې دعا په صورت کې راووته.دا دعا د يو مومنانه زړه تصوير او عکس دى کوم چې د پيغمبر په سينه کې په اوچت ترينه درجه کې موجوده وي، د دې دنيا تر ټولو لويه فتنه دا ده چې انسان حق د باطل او باطل د حق په صورت کې گوري. له دې څخه بچ کيدل د هغه د انسان لپاره ممکن دي چې د الله تعالٰى په توفيق سره دومره باشعوره شوى وي. چې د يو شى او بل شي تر منځ فرق ته په پوره ژورتيا او غور سره گوري.

د خبرې تحقيق

په قرآن کريم کې حکم ورکول شوى چې کوم فاسق که چيرې تاسې ته کومه سنگينه خبره راورسوي نو تاسې په ښه توگه د هغه خبرې تحقيق او څيړنه وکړئ.(الحجرات ۶). په صحيح مسلم کې يو روايت راغلى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.کفى بالمرء کذبا ان يحدث بکل ما سمع. (مشکاة المصابيح ۱/۵۵). د يو چا د درواغجن کيدو لپاره يوازې دا هم کافي ده چې هره اوريدلى (او لوستلى) خبره پرته له تحقيق او څيړلو څخه بيان کړي. د دې معاملې يو مثال دلته ليکل کيږي. د المنجد په نوم په عربي ژبه کې د لغاتو يو کتاب دى. دا يوه مسيحي پادري لوئيس معلوف تيار کړى دى. هغه په لبنان کې په ۱۸۶۷م کې پيدا او په ۱۹۴۶م کې مړ شوى دى. له مونږ سره د المنجد کتاب 26 تم چاپ موجود دى کوم چې په بيروت کې په ۱۹۷۳م کې چاپ شوى دى.

د عربي ژبې په دې متداول او مشهور کتاب کې د الطلقاء د مفهوم الفاظ داسې ورکړل شوي.ادخلو في الاسلام کرها. (صفحه ۱۷۰). يعنې له طلقاء څخه مراد هغه خلك دي کوم چې په اسلام کې په زور سره داخل کړاى شوي دي.

که چيرې يو څوك له ياد کتاب څخه دغه بيان راواخلي او د لازيات تحقيق څخه پرته دا خپور او رانقل کړي نو د قرآن پاك د ياد تعليم او لارښوونې له مخې دا سخته د گناه خبره ده ځکه يوه خبره په يو کتاب کې چاپيدل د دې ثبوت نه دى چې هغه دې سمه او صحيح وي. بعينه دا شونى او ممکنه ده چې د چاپيدو سره سره هغه يوه بې اساسه خبره وي. په اخبار او ميگزين کې چاپيدل او لاندې د حوالې کتاب (ريفرنس) کې په شانداره توگه باندې چاپيدل هم د دې د صحت هيڅ ثبوت نه دى.

اوس که چيرې تحقيق وکړاى شي نو معلومه به شي چې دا سراسر يوه بې اساسه او بې بنياده او عبث خبره ده. طلقاء په عربي ژبه کې د طليق جمع ده. د دې معنا ده آزاد کړاى شوي. د طلقاء معنا آزاد خلك دي. د طلقاء دا لفظي معنا د بره ياد شوي بيان واضح ترديد کوي. ځکه کوم خلك چې په زور مسلمانان کړاى شي د هغوى لپاره د طلقاء لفظ (آزاد) ايښودل ټول په ټوله د فهم وړ نه دي.

دويمه خبره دا چې حقيقي واقعات د ياد بيان په قطعي توگه ترديد کوي. د اسلام په تاريخ کې طلقاء کومو خلکو ته ويل شوى. دا يوه معلومه او مشهوره واقعه ده. اصل دا دى چې مکه د نبوت له شلم کال څخه وروسته فتحه شويده. دغه وخت د مکې ټول سرداران پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغلل. دغو خلکو په منل شوې توگه باندې د جنگي مجرمانو حيثيت درلود. مگر رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغوى د هيچا په خلاف د غچ اخستلو معامله ونکړه او نه يي ورسره د زور، زياتي معامله وکړه د دې په ځاى يي هغه خلك مخاطب کړل او ويي ويل: اذهبوا فانتم الطلقاء. (البداية والنهاية لابن کثير، الجزء الرابع صفحه ۳۰۱). يعنې ځي ولاړ شئ. تاسو ټول آزاد ياست.

له دې مثال څخه اندازه کيږي چې په المنجد کې چاپ شوې خبره د اصل واقعې سراسر خلاف ده. مگر د دې غلطي او بې بنياده کيدل يوازې هغه وخت معلوميږي کله چې د علمي اصولو له مخې د دې تحقيق وکړاى شي د دې بيان غلطي د المنجد په پاڼو کې نه موندل کيږي. بلکې په خارجي موادو کې ترلاسه کيږي کوم چې له دې بيان سره تړاو لري. يا په بله وينا د الطلقاء له لغوي او تاريخي تحقيق څخه، نه دا چې د المنجد په يادو پاڼو کې لوستلو سره.

حقيقت دا دى کله چې هم يو انسان يوه سخته خبره اوري يا يي لولي نو داسې هيڅکله کول نه دي پکار چې هغه واوري يا يي ولولې او ويې منې او د خلکو په منځ کې يي خپره کړي په انسان کې که چيرې له الله تعالٰى ويره وي نو هغه ته د الله تعالٰى لخوا د نيول کيدو له ويرې له دغه فعل څخه ځان ساتل پکار دي.

د قرآن او حديث له مخې دا يو له جرم ډك کار دى. کوم انسان که چيرې د يو اوريدلي او يا لوستلي خبر تحقيق کول نه غواړي نو په هغه لازم دي چې هغه چپ شي، نو دا چې په ويلو يي لگيا شي. په دغسې حالت کې چپ پاتې کيدل خو د انسان لپاره د معافۍ وړ دي مگر ويل يي هيڅکله د دې لايق نه دي چې معاف شي.

د بدې خبرې تحقيق کول فرض دي. او د بدې خبرې له تحقيق څخه پرته بيانول حرام دي. مگر ډير لږ خلك دي چې د اسلامي شريعت پدې اهمه مسئله پوهيږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ