د الله تعالٰى شکر او هغه ته زاري
د الله تعالٰى شکر او هغه ته زاري
عن ابي امامة رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم. عرض على ربى ليجعل لى بطحاء مکة ذهبا. فقلت: لايا رب، ولکن اشبع يوما واجوع يوما. فاذاجعت تضرعت اليك وذکرتك. (رواه احمد و الترمذي).
د ابوامامة رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. زما رب ماته يو وړانديز وکړ چې د مکې دره به درته سره زر وگرځوم. ما ورته ته وويل: نه يا ربه! بلکې زما دا خوښه چې يوه ورځ موړ يم او يوه ورځ وږى. نو کله چې وږى شم تا ته به زاري وکړم او تابه ياد کړم او کله چې موړ شم نو د ستا حمد او شکر به ادا کړم.
الله تعالٰى ته له خپلو بندگانو څخه دوه شيان مطلوب دي. يو دا چې هغه د الله تعالٰى د قدرت او طاعت اعتراف وکړي او د هغه په وړاندې خپله عاجزي او بې وسي څرگنده کړي. او بل دا چې هغه د الله تعالٰى د نعمتونو احساس وکړي او د هغه شکرگذار بنده جوړ شي. دغه دواړه خبرې په ډيره واضحه توگه په قرآن او حديثو کې ويل شوي دي. مگر د دې تر ټولو لويه عملي تجربه هغه ده چې د لوږې او مړښت په صورت کې انسان ته مخې ته راځي. کله چې انسان وږى شي، کله چې هغه تږى شي دغه وخت ده ته تر وروستۍ پولې د دې حقيقت احساس کيږي چې دا په څومره اندازه کمزوري او محتاج دى. دغسې په سخته تنده او لوږه کې له اخته کيدو وروسته چې کله ورته خوراك او څښاك په لاس ورشي نو په دغه وخت ورته تر آخري حده محسوسيږي چې خوراك او څښاك څومره زيات قيمتي شيان دي.
په دې دنيا کې انسان ته د لوږې تجربه کول هم پکار دي او د مړښت هم. په ده باندې دا کيفيت تيريدل هم پکار دي چې د تندې له امله يې ستونى وچ شي. ا و له دې سره دا کيفيت هم چې دا يخې اوبه وڅښي. او له دې څخه وروسته د ده هغه حال شي کوم چې په حديث کې په دې الفاظو کې بيان کړاى شوى دى.ذهب الظماء وابتلت العروق. تنده ولاړه، او رگونه لامده شول.
له ياد حديث څخه معلوميږي چې له حالاتو پرته کيفيتونه نه پيدا کيږي. روژه د دغه ډول حالاتو پيدا کولو يو کلن تدبير دى. د روژې په ذريعه انسان د لوږى او مړيدو دواړه تجربې کوي تر څو هغه د خداى جل جلاله په وړاندې عاجزى کوونکى هم جوړ شى او له دې سره شکر کوونکى هم.
په قرآن کريم کې د روژې حکم ورکول شوى او ويل شوى چې اى ايماندارو! په تاسو روژه فرض کړاى شوې ده لکه څنگه چې له تاسې څخه په وړاندې خلکو فرض کړاى شوې وه تر څو تاسې پرهيزگاره شئ.... د رمضان مياشت په کومه کې چې قرآن پاك نازل کړاى شوى ... نو په تاسو کې چې څوك دغه مياشت ومومي. هغه دې دا روژې ونيسي... او د الله تعالٰى لويي يادوئ په دې باندې چې تاسې ته يي لاره ښودلې او د دې لپاره چې تاسې شکر گذاره جوړ شئ. (البقره ۱۸۳/۱۸۵).
په دې ايتونو کې د روژې دوه ځانگړې فايدې بيان شوي دي يو دا چې روژه په انسان کې د پرهيزگارۍ پيدا کولو ذريعه ده او بل دا چې دا په انسان کې دا صلاحيت پيدا کوي چې هغه د خپل رب شکر کوونکى جوړ شي.
په قرآن کې چې د کوم کيفيت لپاره د تقوا او شکر لفظونه استعمال شوي ديته په حديثو کې عاجزي او شکر ويل شوى دى. دغه دوه کيفيتونه د عبديت او بنده توب اصل دى. د الله تعالٰى په وړاندې د خپلې بې وسۍ احساس په بنده کې د عاجزۍ او تقوا احساسات راپاروي. او د الله تعالٰى د ورکړى احساس په ده کې د حمد او شکر جذبات پيدا کوي.
که چيرې د انسان شعور بيدار وي دغه دواړه کيفيتونه هره ورځ له هرې تجربې څخه په انسان کې پيدا کيږي هغه له هرې واقعې څخه دغه دوه رباني غذا گانې تر لاسه کوي. بيا د دغو دواړو کيفيتونو د لا شدت او عموميت سره ځاى د حاصلولو لپاره د رمضان مياشتې روژې ټاکل شوي دي. د رمضان روژې گويا د عمومي روزنې يو ځانگړى او خصوصي کورس دى.
د شکر د احساس حفاظت
د رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك ارشاد د حديثو په بيلا بيلو کتابونو کې راغلي دي. البخاري (کتاب الرقائق) مسلم (کتاب الزهد) الترمذي (کتاب اللباس) ابن ماجه (کتاب الزهد) مسند احمد او نور. د مسند احمد د روايت الفاظ دا دي.انظروا الى من هو اسفل منکم ولا تنظروا الى من هو فوقکم فانه اجدر ان لا تزدروا نعمة الله عليکم.(له ځان څخه ښکته خلکو ته گورئ. او هغه چاته مه گورئ چې له تاسې څخه پورته وي. ځکه چې په داسې کولو سره به په خپل ځان باندې د الله تعالٰى نعمتونه کم ونه گڼئ).
د دې حديث زياته تشريح د يو بل حديث څخه کيږي. د يو مرفوع روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. خصلتان من کانتا فيه کتبه الله شاکرا صابراً، من نظر فى دنياه الى من هو دونه فحمد الله على ما فضله به عليه، ومن نظر فى دينه الى من هو فوقه فاقتدىٰ به، واما من نظر فى دنياه الى من هو فوقه فاسف على مافاته فانه لايکتب شاکرا ولا صابرا. (فتح البارى ۱۱/۳۳۰).
دوه صفتونه دي چې دا په چا کې وي الله تعالٰى به هغه صبر کوونکو او شکر کوونکو کې وليکي. يو هغه کس چې د دنيا په معامله کې له ځان څخه ټيټو او ښکته کسانو ته وگوري او بيا د الله تعالٰى شکر وباسي په هغه نعمت چې په ده باندې يې کړى دى. او د دين په معامله کې له ځان څخه اوچت کس ته گوري او بيا د هغه پيروي اختياروي. مگر هغه څوك چې د دنيا په معامله کې له ځان څخه اوچت کس ته گوري او بيا ورپسې افسوس او آرمان کوي چې ده ته نه دي ورکړل شوي نو دغه کس نه شکر گذار ليکل کيږي او نه صبر کوونکى ليکل کيږي.
شکر تر ټولو ستر عبادت دى له يوه بنده څخه چې کوم شى تر ټولو زيات مطلوب دى هغه دا دى چې هغه الله تعالٰى د يو ستر انعام کوونکي په توگه وپيژني. د الله تعالٰى د نعمتونو له احساس څخه د ده سينه ډکه وي. د ده په روح کې د شکر تلپاتې چينه جاري شي. الله تعالٰى د يوې داسې هستۍ په توگه وپيژني. چې په ده باندې د نه ختميدونکو نعمتونو باران وروي. دغه احساس دومره زيات قوي وي. چې په هيڅ حالت کې د ده سينه د الهى شکر څخه خالي نه وي.
مگر کومه آسانه خبره نه ده. د خپل ځان د شکر له احساس څخه د سرشار ساتلو لپاره دا اړينه ده. چې د انسان شعور په دې معامله کې په پوره توگه ژوندى وي. هغه د دې په پرله پسې توگه تابيا وکړي. په خپل زړه کې داسې يو فکر ته ځاى ورنکړي. چې د ده د شکر جذبه پرې صدمه وويني. هر څه برداشت کړي مگر د خپل شکر د جذبې او احساس شړيدل Erosion برداشت نکړي.
په موجوده دنيا کې په فطري توگه تل داسې کيږي. چې د خلکو تر منځ نابرابري قايمه وي. د دې په اساس هر انسان دا محسوسوي چې په مادي اعتبار سره څوك له ده څخه کم او څوك له ده څخه زيات وي. اوس که انسان خپله پرتله له هغه کس سره کوي چې په ظاهره له ده څخه زيات دى. نو په ده کې د کمترۍ احساس پيدا کيږي او د ده دشکر جذبه سړيږي له همدې امله د انسان لپاره هيڅکله هم داسې کول پکار نه دي چې دا خپله پرتله او موازنه له هغه چا سره وکړي چې په مادي حيثيت له ده څخه اوچت او زيات دى. د دې په ځاى د انسان لپاره دا پکار دي چې دا خپله موازنه او پرتله له هغو خلکو سره وکړي چې په مادي اعتبار سره له ده څخه کم وي. په دې توگه به په ده کې د شکر احساس ژوندۍ وي. او د ده زړه به هيڅکله د نعمت له احساس څخه خالي نشي.
په موجوده دنيا کې هميشه داسې وي چې ټول خلك په مادي اعتبار سره يو شان او برابر نه وې. څوك زيات څه لري او څوك کم. څوك وروسته وي او څوك مخکې. څوك ځواکمن، څوك بې ځواکه، دغه ډول ټول توپيرونه د امتحان په مصلحت سره دي. د دې هدف دا دى چې انسان له بيلابيلو حالاتو څخه تيريږي. مگر هغه له حالاتو څخه له اغيزمن کيدو پرته خپل ايماني شعور ژوندى ساتي.
هغه د ناشکرۍ له حالاتو سره چې مخ وي بيا هم د ده د شکر په جذبه کې کمى نه راځي. د بې اعترافۍ له صورتحال څخه تيريږي مگر هغه خپل د اعتراف صفت نه ورکوي. د منفي احساساتو پيدا کوونکو حالاتو سره چې لاس او گريوان شي. له دې سره سره هغه په خپل مثبت طرز فکر باندې ټينگ ولاړ وي. شکر هغه تر ټولو قيمتي سامان دى کوم چې انسان د خپل رب په وړاندې پيش کولى شي. په دغسې حالاتو کې هوښيار انسان هغه دى. چې خپل سينه د شکر له احساس څخه خالي کيدو ته پرينږدي. تردې پورې چې په انتهايي ناموافقو حالاتو کې هم خپله سينه د شکر له احساس څخه خالي نه کړي.